CRI Online

د نينګ شيا په ګو يوان ښار کې د فارغ شويو محصلينو لپاره جوړه شوې صنعتي سيمه

cri     (GMT+08:00) 2013-07-03 16:51:07

 نن ورځ په چين کې ډېر فارغ شوي محصلين د خپل ځواک په اتکا په خپلو چارو پيل کوي او حتی ځينی يې خپل شرکتونه جوړ کړي دي، خو دوی د کار کولو په لومړيو وختونو کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ وو، د چين حکومت او ځينی غير حکومتي ارګانونه د دغو فارغ التحصيلينو سره د مرستې په اړه يو لړ امتيازي تدبيرونه نيسي. د نينګ شيا د هوی قوم د خپلواکې سيمې په ګو يوان ښار کې د فارغ التحصيلينو لخوا د جوړې شوې صنعتي سيمې په هکله لږ څه مالومات به وړاندې کړم.

د ډېرو کسانو په سترګو کې د فارغ شوې محصلې ما بينګ ژونګ دغه انتخاب ښه نه دی چې په بېجينګ کې يې ارام کار او ژوند پرېښود او خپل ټاټوبي يعنی د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې غريب ګو يوان ښار ته راسته شوه او ور پسې يې د سبزو کرلو يو فارم جوړه کړه. خو د نهه ويشت کلنې ما بينګ ژونګ په اند، دغه انتخاب ښه دی، ځکه چې په دې توګه هغه نه يوازې له نژدې نه د خپل پلار پالنه کولای شی، بلکې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کولی شي .

ما بينګ ژونګ په ٢٠٠٧ کال کې د بېجينګ د عملي تکنالوژۍ له پوهنتون څخه فارغه شوه او په بېجينګ کې په الکترونيکی سوداګرۍ لګيا وه. يوه ورځ هغې د ملګري په کور کې د هغو سبزيو د کرلو په اړه تبليغاتي پاڼې چې د بزغلي په حال کې بازار ته وړاندی کېږي وليدلې چې له امله يې د خپلو راتلونکو کارونو لوری ټاکلی دی. هغې خبريال ته وويل (( څرنګه چې د نينګ شيا په ګو يوان سيمه کې په يخ ژمي کې سبزي نه کرل کيږی، او اوس په بازار کې د يادو سبزيو کرلو کوم ځانګړی شرکت نه شته، نو فکر کوم چې زما کاروبار به ډېر ښه وي. ))

ما بينګ ژونګ سمدلاسه د بېجينګ د کرنيز ساينس په اکاډمۍ کې په يو زر اته سوو يوانو سره د يادو سبزيو کرلو تکنالوژی خپله کړه او په خپل ټاټوبی کې يې د يادو سبزيو د کرلو يو مرکز ثبت کړ.

که څه هم ما بينګ ژونګ په ګړندي توګه دغه پرېکړه وکړه او پر راتلونکي يې پوره باور درلود، خو د کار په پيل کې د پيسو، توليدي خونې او تجربو د کمښت له امله، له زياتو ستونزو سره مخامخ شوه. د خوښۍ وړ خبر دا و چې ما بينګ ژونګ هغه خبر واورېد چې د ګو يوان ښاروالي د فارغ شويو محصلينو لپاره په صنعتي سيمه کې د چارو د پرانستلو امتيازي تګلاره طرح کړې ده. ما بينګ ژونګ سمدلاسه دغه صنعتي سيمې ته د ننوتلو غوښتنه وړاندې کړې او د ٢٠١١ کال په سر کې يې په دې صنعتي سيمه کې يو دفتر او دوه توليدي خونې تر لاسه کړې چې په دريو کلونو کې د کرايې او د اوبو او برېښنا ټول لګښتونه وړيا دي. دغه راز د دې چارې هم په ګړندي توګه پرمختيا موندلې او لومړی کال کې يې د يو لکو يوانو په ارزښت سبزي پلورلي دي . اوس د ګو يوان ښار په ډېرو رستورانتونو کې د ما بينګ ژونګ لخوا کرل شوي سبزي خوړل کېږی.

سره له دې چې ما بينګ ژونګ د خپلې چارې د خلاصولو په ترڅ کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوه، خو هغه هېڅکله د خپلې پرېکړې په اړه پېښمانه نه کوي. هغې خبريال ته وويل (( د سبزيو له کرلو څخه لارې زما هيله رښتينی شوه او د ژوند ارزښت مې هم ومونده.. ))

د مالوماتو له مخې، د ګو يوان ښار په صنعتي سيمه کې څوارلس شرکتونه چې د فارغ شويومحصلينو لخوا جوړ شوي، په برياليتوب سره پياوړی شوي دي. په دې سيمه کې فارغ شويو محصلينو نه يوازی خپلې چارې پيل کړې، بلکې يو سلو پنځوس تنو ته د کار فرصتونه هم ورکړي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای