CRI Online

په شينجيانګ کې په ملي او مورني ژبو ښوونې د لږکيو زده کوونکيو د خيالونو د بشپړولو لپاره يو پل جوړ کړی دی(١)

cri     (GMT+08:00) 2013-07-17 15:55:48

د شينجيانګ د اويغوري په خپلواکه سيمه کې يو شمېر زده کوونکي چې د منځني ښوونځي لومړې دورې ته داخل شول ، د جنوبي شينجيانګ له ګوښه او ليری ځايونو څخه اورمچي ته راغلي دي. د دې لپاره چې د شينجيانګ د ګوښه او ليری سيمو ښوونيزه کچه لوړه شي او د بزګرو او کوچيانو ډېر اولادونه له اړوندې تګلارې څخه ګټې واخلي، شينجيانګ په ٢٠٠٤ کال کې پرېکړه وکړه چې د شينجيانګ په اتو ښارونو کې د هغو زده کوونکو لپاره ځانګي ټولګي پرانستل شی چې د منځني ښوونځي لومړې دورې ته داخل شوي او د ګوښه او ليری ځايونو څخه راغلي دي. تر اوسه پورې دوه ويشت داسې ټولګي پرانستل شوي دي . د چين په ملي او مورني ژبو د ښوونې تر بشپړولو وروسته ياد زده کوونکي د هېواد د نورو پرمختللو ولايتونو په ښارونو کې د منځني ښوونځي دوهمه دوره تر سره کولای شي. ويل کېږی چې دغه ډول ښوونه بهرنی نړۍ ته د تللو لپاره دغو زده کوونکيو ته يو فرصت برابروي.

ديارلس کلنه اويغوري نجلۍ مرحبا له دغو زده کوونکيو څخه يوه ده. هغې د راتلونکی پلان په هکله خبريال ته وويل

(( غواړم چې دلته ښه کوشش وکړم او ور پسې د هېواد په يو پرمختللي ښار کې خپلې زده کړو ته دوام ورکړم. په راتلونکی کې غواړم د کشغر د ابادولو لپاره خپل قوت وقف کړم. په کشغر کې ډېر منظره لرونکي ځايونه شته او د دې ښار مېوې ډېرې خوږې دي. غواړم چې نورو هېوادونو ته د کشغر مېوې معرفي کړم. ))

مرخبا په کشغر ښار کې زېږېدلې او په ازموينه کې د ښې نمرې په ګټلو سره د اورمچي ښار د شپږشپېتم منځني ښوونځي په ياد ځانګړي ټولګي کې ومنل شوه. ياد ښوونځی په ٢٠٠٤ کال کې دغه ډول ځانګړي ټولګی پرانيستل. اوس د دې ښوونځي په دغو ټولګيو کې له څه دپاسه نهه سوه زده کوونکو څخه نوی سلنه يې قومي زده کوونکي دي او له ګوښه او ليری ځايونو څخه راغلي دي. د ٢٠٠٦ کال په سپتمبر کې د چين د وخت دولت رئيس هو جين تاو له دې منځنی ښوونځی څخه د ليدنې په وخت کې له دغو زده کوونکيو څخه د حال احوال پوښتنه وکړه او د دوی هڅونه يې وکړه چې ښه زده کړه وکړي.

د شينجيانګ د اويغوري خپلواکه سيمه يوه داسې سيمه ده چې ډېر ملي لږکی پکې د سولې په فضا کې ژوند کوي. اويغوري، قزاقي او مغولي قومونه خپله قومي ژبه او ليک دودونه لري. پخوا د شينجيانګ په ډېرو سيمو کې د ملي لږکيو او د چين د لومړي لوي هان قوم زده کوونکيو په بېلو ښوونځيو کې زده کړه وکړه او قومي زده کوونکيو يوازې خپلې قومي ژبې ويلی ، ملي ژبه يعنی د هان قوم ژبه نه شوای ويلی. له دې امله قومي زده کوونکي د لوړې ښوونې د ګټلو، د کار د پيدا کولو او په معاصره حتی نړيواله ټولنه کې د ننوتلو په وخت کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شول. نو شينجيانګ د دغو زده کوونکيو لپاره د يادو ځانګړو ټولګيو د پرانيستلو پرېکړه وکړه. څرنګه چې د دغو زده کوونکيو د ملي ژبې کچه ډېره کمزوری ده، نو په دغو ټولګيو کې تر شاملېدو وروسته د دوی لپاره تر ټولو لويه ستونزه دا ده چې دوي په ملي ژبه د ښوونکو له تدريس سره نابلد دي. د اورمچي ښار د شپږشپېتم منځنی ښوونځی مشر منګ لانګ په دې هکله خبريال ته وويل

((ځينی زده کوونکي په ملي ژبه بيخي نه پوهېږي، نو زموږ ښوونکيو د ملی ژبې د زده کولو په هکله د دوی لپاره يو لړ تدريسی کتابونه وليکل چې د خپلواکې سيمې په کچه يې دوهمه جايزه تر لاسه کړه. ښوونکي لومړی د اتو مياشتو لپاره لومړنۍ زده کړې ور کوي او بيا د منځنی ښوونځي زده کړې لپاره په ملي ژبه درسونه دوی ته ور زده کوي. ))

د دغو ځانګړو ټولګيو د جوړولو په هکله ښاغلي منګ لانګ وويل

((ددې ښوونيز نصاب له مخې زده کوونکي کولی شی چې د چين په ملی ژبه او حتی انګلسي ژبه هم تسلط ولری ، دوی بايد په راتلونکی کې ښه پرمختګ ومومي، نو حتمأ به د چين په ملي ژبه او انګليسي ژبه ښه پوی وي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای