CRI Online

د يوې ښوونکې لخوا په دوه څلويښتو کلونو کې ٣٥ بې وزلي ماشومان ساتل او روزل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2013-07-22 16:06:34

د شينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکې سيمې د ايلي په ښار کې يوه تقاعده شوې ښوونکې چې فن اين يان نومېږي او نهه شپېته کلنه ده ، د دوه څلويښتو کلونو په اوږده موده کې يې ساده ژوند تېراوه او په وار سره يې د اوو قومونو په ګډون پنځه ديرش بې وزلي ماشومان ساتلي او روزلي دي.

ددې لپاره چې ياد بې وزلي ماشومان نژدې ښوونځي ته لاړ شي ، ښوونکې فن ديارلس يتيمان په خپل کور کې ساتلي وو چې مشره يتيمه فن چيو پينګ اوس شپږڅلويښت کلنه او کشر يتيم ليو هان اوولس کلن دی.

ميرمن فن وويل کله چې په ١٩٨٤ کال کې ما فن چيو پينګ خپل کور ته بوتلله ، يوازی واقعي سرپرسته وم ، نه قانوني سرپرسته . خو د لوړې ښوونې د بشپړولو او حتی د واده کولو لګښتونه مې برابر شوي و. د پخواني حالت د يادونې په مهال کې د فن اين يان له سترګو څخه اوښکې بهيدې او و يي ويل کله چې په ١٩٨٤ کال کې مې خبر واخيست چې د شين يون په ولسوالي کې يوه نجلۍ وه چې فن چيوپينګ نومېږي او مور او پلار يې د طلاق وروسته په جلا توګه نوي کورونه جوړ کړل چې فن چيو پينګ له موره د هېواد مرکزي هه نان ولايت ته لاړه . خو د پلار او مور د بې پاملرنې له امله مجبورا له ښوونې څخه بې برخې شوه . مګر فن چيو پينګ بيا هم وغوښتل چې لوست ته دوام ورکړي . نو ميرمن فن سمدلاسه ور ته دوه سوه يوانه پيسې ورکړې څو چې فن چيو پينګ د هه نان ولايت له مرکز جن جو ښار څخه اورمچي ته لاړه شي . ميرمن فن د خپلې لور په شان فن چيو پينګ وبلله او د ژوند او زده کړې لپاره يې ښه زمينه ورته برابره کړه څو چې فن چيو پينګ د شينجيانګ د طب له پوهنتون څخه فارغه شوه . اوس هغه د هېواد په جنوب شن جن ښار کې کار او ژوند کوي

نجلۍ ليو هونګ هونګ او هلک ليو هان چې پلار او مور يې مړه شول ، ددوي کاکا ددوي د قانوني سرپرست دنده په غاړه درلوده . وروسته تر هغه وخته چې کاکا يې واده وکړ ، له دوي سره يې جلا ژوند تېراوه او په کال کې يې يوازی يوه اندازه غلې دانې او غوړي ورکول . کشر ورور ليو هان د کلي په ښوونځي کې او مشره خور ليو هونګ هونګ د ولسوالۍ په منځني ښوونځي کې زده کړه کوله . خو درې کاله وروسته ليو هونګ هونګ د منځني ښوونځي ثانوي دورې ته د داخليدو لګښت د نه شتوالي له امله په کور کې پاتې شوه . په ٢٠٠٨ کال کې ميرمن فن دغه خبر واورېد او سمدستي چاپچال ولسوالۍ ته لاړه او په پاي کې يې دغه نجلۍ خپل کور ته بوتلله او د عولجا ښار ډير ښه ښوونځی ته يې وليږله . په دوه زريم کال کې ليو هونګ هونګ د ٥٦٢ نمرو په ګټلو سره د شينجيانګ د طب پوهنتون ته بريالۍ شوه.د اينين ښوونځي ته د ليو هونګ هونګ ورور ليو هان سره هم کتنه وکړه . خو وروسته له هغه چې ميرمن شن ليو هان وليد چې هغه په کلي کې بزګري کوله . نو پرېکړه يې وکړه چې ليو هانګ هم اينين ته بوزي څو چې د منځني ښوونځي ثانوي دورې ته ننوزي.

ميرمن فن په ١٩٦٥ کال کې په رسمي کار پيل وکړ . په هغه وخت کې يې پلار معيوب شو او د دې له امله يې د کشر ورور او خور د ساتلو دنده په غاړه درلوده . د خپل ورور او خور د لويدو وروسته يې د يتيمانو او هغو ماشومانو د ساتلو دنده يې په غاړه واخيسته چې پلرونه او ميندې يې طلاق شوي دي . هغې تر ممکنه حده پورې له اړوندو حکومتي څانګو څخه د دغو ماشومانو سره د مرستې غوښتنه وکړه او په همدي مهال کې ددې درې زامن هم له کاره اضافه بست شوي دي ، خو ميرمن فن له حکومت څخه هيڅ غوښتنه و نه کړه . د يادولو ده چې ديارلس ماشومانو د ميرمن فن په کور کې ژوند کړی چې حتی ځينی يې اوه نيم کاله په دې کور کې اوسېدل. خو ددې مياشتنی معاش يوازی درې زره اوه سوه يوانه دي چې له شپږو سوو امريکايي ډالرو سره برابر دي. د ميرمن فن ګاونډيان دا پوښتنه لری چې ميرمن فن نه د خپل وياړ او نه د ګټو ګټلو لپاره څنګه د دوه څلويښت کالونو راهيسې خيريه چارو ته دوام ورکوي ؟

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای