CRI Online

د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د شخو ښار ځايي چارواکي مالدارانو د ژوند سويې د لوړولو لپاره کوښښونه کوي

cri     (GMT+08:00) 2013-08-13 15:15:44

د ښکلی شينجيانګ په عنوان شينجيانګ ته د کورنيو او بهرنيو خبريالانو سفر اوس روان دی. کله چې خبريالان د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د شخو ښار د بينګو څر دښتې د کوچيانو استوګنځای بونو سيمې ته ورسېدل، منظمو او ښکليو کورونو د دوی پاملرنه جلب کړه.

په دې استوګنی سيمه کې قزاقي ځوان عزت خان د خپل کور په کوچ کې ناستې او کورنيو او بهرنيو خبريالانو ته يې د دونګ بوله په نوم د شينجيانګ د يوې ډول ځانګړي موسيقي الې نمايش وکړ او د دغو خبريالانو لخوا يې لوړه ستاينه شوه. عزت خان اوس له خپل پلار، مور، ورور او د ورور مېرمن سره يو ځای په يو نوی کور کې اوسيږي چې درې خونې لري. د کور په وړاندې يو لوی انګړ او يو لويه غوجله شته چې پراخوالی يې په جلا جلا توګه سل مترو مربع ته رسيږي. دا ټول د ځايي حکومت لخوا په وړيا توګه ورته برابر شوي دي. د عزت خان کورنۍ د بينګو څر دښتې د کوچيانو په استوګنې سيمه کې يوه عادي کورنۍ ده.

د مالوماتو له مخې، د يادې شوې سيمې جوړونه په ٢٠١٠ کال کې پيل شوه او په ٢٠١١ کال کې لومړې مرحله بشپړه شوه. اوس پنځه اويا کورنۍ په نويو کورونو کې استوګنه کوي چې پکې اتيا سلنه يې د قزاقي قوم خلک دي . په دې استوګنې سيمه کې نه يوازې د ښوونځي، کلينيک او څراغ تاسيسات ليدل کېږي، بلکې ځايي حکومت هرې کورنۍ ته په وړيا توګه ټلويزيون هم برابر کړی.

د اندونزيا د انتله اژانس خبريال ايسمار پاتريکي وويل د چين حکومت داسې تدبيرونه ډېر اغېزمن دي چې کوچيانو ته يې ثابت ژوند ور کړی او د اندونيزيا حکومت لپاره ډېره د زده کړې وړ ده. هغه وويل

فکر کوم چې د چين حکومت د بېلا بېلو سيمو د برابر پرمختګ ته ډېره پاملرنه کوي په تېره بيا د اکليت د استوګنې سيمې د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره يې ډېر کوښښونه کړي او ښه برياليتوبونه يې هم تر لاسه کړي دي. نن ورځ موږ دلته وليدل چې ځايي حکومت د کوچيانو لپاره نوي کورونه جوړوي، دوی ته ښه ښوونيز او روغتيايي تاسيسات برابروي چې د کوچيانۍ له ژوند څخه اوسنی ثابت ژوند تر لاسه کړي دي. فکر کوم چې دا به د ځايي اقتصاد او ټولنې د پرمختګ د هڅولو لپاره ډېر ګټور وي.

د دغو کوچيانو په استوګنه سيمه کې هره کورنۍ لويه غوجله لري چې په ژمي کې اميد وادې وزې او د پسه بچې د ښه ساتلو لپاره مناسبې دي. دغه راز په پسرلۍ کې کوچيان د پسه د پلورلو په وسيله ډېرې پيسې تر لاسه کولای شي. برسيره پر دې، د شينجيانګ ځايي حکومت پلان لري چې له استراليا څخه د اوبو لګولو ټکنالوژۍ واخلي چې څړځايونه ښه اباد کړي او د کوچيانو پخواني حالت بدل کړي چې يوازې د فصل له مخې خپل عايدات پرې کړې، مخکې د يو پسه د ساتلو لپاره يو هکتار ځمکې ته اړتيا وه، خو په راتلونکی کې به د دوو پسونو د ساتلو لپاره به يوازې يو پر پنځلسمې هکتار ځمکې ته اړتيا وي.

له مصر څخه راغلي خبريال طارق عباس وويل د وګړيو د ژوند سويې د لوړتيا لپاره د چين د حکومت کوښښونه ډېر د ستاينې وړ دي. ده وويل

دلته د کوچيانو د ژوند سويې د لوړتيا لپاره د چين د ځايي حکومت کوښښونه ډېر د حيرانتيا وړ دي. دوی د کوچيانو لپاره سړکونه، کورونه او اړوند تاسيسات جوړ کړي دي. زه د چين حکومت د کوښښونو لوړه ستاينه کوم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای