CRI Online

د چين د اسلامي شپېتمه کاليزه ولمانځل شوه

cri     (GMT+08:00) 2013-09-04 21:18:08

د چين د اسلامي ټولنې د جوړېدو د شپېتمې کاليزې د نمانځنې غونډه د تېرې اګست مياشتې په دېرشمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې مشر يو جنګ شنګ د چين د اسلامي ټولنې له مشرانو سره د کتنې په وخت کې هيله څرګنده کړه چې د يادې ټولنې شخصيتونه دې په پرله پسې ډول له خپل وطن او مذهب سره د ژورې مينې پر بنسټ د بېلا بېلو قومونو له مسلمانانو سره يو ځای د چين د اقتصاد او ټولنې د ابادولو په چارو کې هڅه وکړي او خپل خدمتونه دې تر سره کړي.

د چين د صدراعظم مرستيالې ليو يان دونګ په ياده غونډه کې ګډون درلود او يوه وينا يې وکړه. هغې وويل

د چين د کمونست ګوند په اتلسم ملي کانګرس کې د چين د پرمختګ په هکله دوه موخې وټاکل شوې چې د دغو موخو بشپړتيا د ګڼ شمير مذهبي شخصيتونو او پيروانو ګډو کوښښونو ته اړتيا لری. اسلامي ټولنه او د بېلا بېلو قومونو مسلمانان بايد د چين د کمونست ګوند په شاوخوا کې راغونډ شي او د يو اباد او سمسور هېواد او شتمنې ټولنې د جوړولو لپاره دې خپل خدمتونه تر سره کړي.

اغلې ليو يان دونګ هيله څرګنده کړه چې د چين اسلامي ټولنه دې د چين کمونست ګوند، د حکومت او وګړو تر منځ د پل په توګه ښه رول ولوبوي چې د قومونو په منځ کې يووالی او ټولنيز ثبات وهڅوي. برسيره پر دې اسلامي ټولنه بايد ځاني ابادۍ ته ډېره پاملرنه وکړي او د هېواد او ملت د سمسورتيا لپاره نور زيات خدمتونه تر سره کړي.

د چين اسلامي ټولنې د قران مجيد په شمول ډېر ديني کتابونه چاپ کړي دي

د چين اسلامي ټولنې د تېرې اګست مياشتې په دېرشمه نېټه د دې ټولنې د جوړېدو د شپتمې کاليزې د نمانځنې غونډې په وياړ يې د قران مجيد په شمول يوولس ډوله مقدس کتابونه چاپ کړي دي. په دغو کتابونو کې څلور ډوله کتابونه په چيني ژبه او نور اوه ډوله کتابونه په عربي ژبه چاپ شوي دي .

د چين د اسلامي ټولنې مرستيال عدل جان وويل د قران مجيد دغه نوی چاپ شوی کتاب د پروفيسر ما جيان لخوا په چيني ژبه ترجمه شوی دی. اسلامي ټولنې د څو خواوو نظرونو تر راغونډولو وروسته دا پرېکړه وکړه چې بايد قران شريف په چيني ژبه هم وژباړل شي. دوی هيله لري چې ددې کتاب په چاپولو سره لا زيات چيني مسلمانان پر اسلامي شريف ښه پوه شی.

د يو بل خبر له مخې، پر ٥٢٤ډبرو باندي حکاکي شوي د قران کتاب پوره متن د تېر اګست مياشتې په يوديرشمه نېټه د بيجينګ په ملي موزيم کې وښودل شو چې دغه متن د چين د اسلامي ټولنې د مشر چن ګوانګ يوان لخوا د څلورو کلونو او اتو مياشتو په موده کې ليکل شوی او بيا پر پنځو سوو اته ويشتو ډبرو باندې حکاکي شوي دي. پر دغو ډبرو باندې حکاکي شوي قران مجيد د عربي او چيني خطاطۍ د هنرونو ښه نمونه بلل کېږي او په نړۍ کې ساری نه لری . تر نندارې وروسته به دغې ډبرې د بيجينګ د دونګ سه جومات په کتابتون کې د مسلمانانو د زده کړې لپاره وساتل شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای