CRI Online

د چينګهای د دونګ ګوان لوي جومات له مشر ما چانګ چينګ سره مرکه

cri     (GMT+08:00) 2013-09-18 13:00:32

 په چين کې د لسو ملي لږکيو شل مليونه تنه په اسلام عقيده لری او د چينګهای په ولايت کې شاوخوا د نفوسو يو پر پنځمه برخه يعنی يو مليون او دوه لکه تنه مسلمانان دي . ددې ولايت په مرکز شي نينګ ښار کې د دونګ ګوان په نوم لوي جومات پروت دی چې د چين په شمال لوېديځ کې له څلورو لويو جوماتونو څخه شمېرل کېږي. د دې جومات امام ما چانګ جينګ چې د چينګهای ولايت د اسلامي ټولنې مشر هم دی ، څو ورځې مخکې د چين د نړيوالې راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې د دې جومات د تاريخ او په چين کې د اسلامي دين د ودې په هکله مالومات معرفي کړل او و يې ويل .

((اسلامي دين د تانګ په امپراطوري موده کې يعنی يو زر کاله مخکې چين ته خپور شو. هغه وخت عربي سوداګران د ځمکې او سمندر له لارې چينګهای ولايت ته راغلل او په دې سيمه کې په سوداګريزو کړنو بوخت وو. دوی دلته يو جومات هم جوړ کړ چې د اوسني لوي جومات اصلي بڼه وه. ور پسې د مينګ په امپراطوري موده کې يعنی پنځه سوه کاله مخکې دغه جومات پراخ شو. هغه وخت په دې جومات کې څه دپاسه سل تنه امامان وو او د کوچنی او لوی اختر په ورځو کې شل يا دېرش زره مسلمانان د لمونځ لپاره په دې جومات کې راغونډېدل. له سمون او ورخلاصون وروسته د چينګهای په ولايت کې د مسلمانانو شمېر ډېر شوی او اوس يو مليون شل لکو تنو ته رسيدلی دی. ))

د امام ما چانګ چينګ په قول، د شي نينګ ښار د دونګ ګوان په نوم جومات څه دپاسه شپږ سوه کاله تاريخ لري او د څو ځلو بيارغونې او پراختيا په اثر اوسنۍ بڼه رامنځته شوه چې پراخوالی يې شپږ زرو مربع مترو ته رسيږي. په شي نينګ ښار کې د لومړي لوی جومات په توګه، هره ورځ شاوخوا اوه زره مسلمانان دلته لمونځ کوي، د جعمې په ورځ کې دغه شمېر شل زرو ته زياتېږي او د اخترونو په ورځو کې يو لکو اتيا او نهو زرو ته رسيږي.

په شي نينګ ښار کې د مذهبي مشر په توګه، امام ما چانګ چينګ د عربي ژبې او د قران مجيد په څېړنه کې وارد او پوه دی. هغه نه يوازی د دونګ ګوانګ جومات امام دی، بلکې د چينګهای ولايت د اسلامي پوهنځي مرستيال هم دی او د اخترونو په موده کې ګڼ شمېر مسلمانانو ته وعظ کوي او اسلامي کولتور او شريعت معرفي کوي. د ده په نظر، ټولنيز ، مسلکي ، کورنی او ځاني اخلاقونه د اسلام څلور اخلاقونه دي. برسيره پر دې، امام ما چانګ چينګ ملي يووالي ته هم ډېراهميت ورکوي. هغه خبريال ته وويل د دونګ ګوانګ لوی جومات د بيا جوړونې بهير د ملي يووالي يوه نومونه ده. ده وويل

(( هغه طلاکاري شوی بوتل چې د دې جومات په سر کې درول شوی ، د ګان سو د لابلونګ معبد او د چينګهای د تار معبد لخوا په ګډه د ډالۍ په توګه راکړ شوی دی. د دې جومات د بيارغونې په بهير کې کارګران ټول د چين په لومړي لوي هان قوم پورې اړه لری، خو لمونځ کوونکي يې د هېواد د لسو ملي لږکيو مسلمانان دي، نو دغه جومات د ملي يووالی يوه نښه ده. ))

امام ما چانګ چينګ وويل د چينګهای ولايت مسلمانان د نورو قومونو له خلکو سره د سولې او ارامۍ په فضا کې ګډ ژوند کوي. د ده په اند، اوس مسلمانان د مذهبي زمينې او د ژوند حالت له لحاظه په ډېره ښه زمانه کې دي. ده وويل

(( اوس د چين ښارونه او کليوالې سيمې ټولې د ګړندي پرمختګ په حال کې دي، د مسلمانانو د ژوند سويه هم ډېره لوړه شوې ده ، مثلا د کليوالو زياتره کورونه دوه پوړيز دي . نن ورځ په چين کې وګړي د مذهبي عقيدې ازادي لری او د نيکمرغۍ په فضا کې ژوند کوي. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای