CRI Online

د شګو ډنډ سيل

cri     (GMT+08:00) 2013-09-25 17:36:23

د شګو ډنډ د شمال لويديځ چين د نين شا د حوي قوم د خپلواکې سيمې د اينګ چوان دښتې په شمال کې پروت دی او ختيځ ته يې د چين مورنی ژيړ سيند دی. د دې ډنډ له نوم څخه څرګندېږي چې د ډنډ په شاوخوا کې د څو مترو په جګوالي سره شګلنې غونډۍ ولاړې دي او د ډنډ په منځ شګلنه ځمکه کې د نی بوټي تر سترګو کېږي چې د مرغانو د ژوند او تکثير جنت بلل کېږي. لنډه دا چې د شګو ډنډ د شګو ، اوبو ، د نی بوټو ، مرغانو او غونډيو په شمول ځانګړی طبيعي منظرې په چين کې کمې لېدل کېږي.

دغه ډنډ نه يوازې د طبيعت برجسته شاهکار دی بلکې د ځايي وګړو د نسل په نسل د زحمتونو يوه نتيجه ده . د شګو ډنډ د سيلانۍ شرکت عمومي منيجر يووشياو بين وايي چې د شګو ډنډ بل نوم د کبانو ډنډ و او له ١٩٩٠ کال مخکې وضعيت يې بيخی خراب و چې کله به سخت باد لګېده او هر ځاي به يې له وښو څخه ډک و. نن ورځ دغه ډنډ د ځايي وګړو د زياتو کلونو د کوششونو له کبله ښکلی شوی او هم ددوي د کوششونو له لارې ددې ځاي د سيلانيزو چارو د ابادۍ او ښيرازۍ کلک بنسټ ايښودل شوی دی .

له وروستيو کلونو راهيسې په چين کې د سيلانۍ چارو ډيره پرمختيا موندلې ده ، خو سيالي يې هم شديده ده ، خو ښاغلي يوو پر راتلونکي پوره باور لری . هغه وويل

(( زما په اند د سيالۍ په برخه کې د شګو ډنډ دوه ښيګڼې لری چې يوه يې طبيعي ښيګڼه ده او بله يې د خپلواکې سيمې څخه د حکومت ملاتړ دی . ))

نن ورځ د شګو ډنډ اته لکه مربع کيلومتره پراخوالی لری او نور د يو سلو شلو مربع کيلومترو په مساحت لوندې ځمکې ابادولو ته اړتيا لری. د ځايي حکومت او د سيلانۍ ادارې غښتلي ملاتړ د شګو ډنډ د راتلونکي پېژند لپاره ډېر ګټور دی. په ١٩٩٦ کال کې د شګو ډنډ د هېواد له ٣٥ منظره لرونکو ځايونو څخه وشمېرل شو او په ٢٠٠٧ کال کې يې د هېواد په کچه د پنځه اې په نوم سيلانيزه سيمه وټاکل شوه . ښاغلي يوو وويل چې تېر کال نژدې يو مليون اودوه لکو تنو د شګو ډنډ څخه سيل کړی وو.

زلمي هان بو چې د نين شا له ګاونډي شان شي ولايت څخه راغلی او خبريال ته يې وويل

(( موږ په شخصي موټر دلته اغلي يو ځکه چې له يوې خوا دلته طبيعي منظرې ډېرې ښکلۍ دي او په شګلنه سميه کې يو ډنډ پروت دی ، له بلې خوا د سيل لګښت هم مناسب دی.))

رښتيا ده چې شګې او د ډنډ پاکې اوبه د شګو ډنډ يوه ځانګړه طبيعي منظره ده او د سيل يو لړ پروګرامونه پکې تر سره کېږي مثلا د ساعتيري ډګر ، د لېرې ليدنې برج ، د ډنډ دپاسه پاراشوتي الوتنه، د شګو غونډۍ له سر څخه کښته ښوېېدنه او له شګو څخه د مجسمې جوړونه او داسی نور. هر سيلانی ددې ډنډ له سيل څخه خوند اخيستی شی.

د ښاغلي يوو په وينا له خپلواکې سيمې څخه د سيلانيز ځاي او له ياد ډنډ څخه د خپلواکې سيمې د سيلانيزې نښې جوړونه زموږ موخه ده . اوسمهال ياد شرکت د شګو ډنډ د نورو سيلانيزو پروګرامونو د طرح کولو په هڅه کې دی څو چې زاړه ، ماشومان، ښځې او سړي له نويو سيلانيزو پروګرامونو څخه ګټه واخلي . د بېلګې په توګه د زړو کسانو لپاره ځنډ سيل دا مقصد لری چې دوی د سيل له لارې روغتيا ومومي، د ماشومانو لپاره د علمي مالوماتو د ترويج هدف دا دی چې ماشومان د طبيعت د سيل تر څنګ زيات علمي مالومات هم تر لاسه کولی شی، د ځوانانو لپاره تيز او پاروونکي او شديد پروګرامونه ددوي په غاړو د ژوند او کار د فشارونو د پوره لېرې کولو لپاره ګټور دي . برسيره پردې ښاغلي يوو شاو بين خبريال ته وويل

(( زموږ يو بل د توجه وړ ټکی د سيلانيانو غوښتنو پوره کول او ددوي ښه خدمت کول دي چې دا زموږ د شرکت د سمسورتيا اساس هم دی.))

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای