CRI Online

چيني مسلمانانو د لوي اختر نمانځنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2013-10-16 17:36:33

د اکتوبر پنځلسمه نېټه د لوي اخترله لومړې ورځې سره برابره وه او په دې ورځ کې چيني مسلمانانو د خوشحاليو په فضا کې ددې اختر نمانځنه وکړه .د چين اسلامي ټولنې د څوارلسمه نېټه په بيجينګ کې ددې لوي اختر د نمانځنې لپاره په مرکز بيجينګ کې د اوسيدونکو بهرنيو متخصصانو او دوستانو په وياړ يوه درنه مېلمستيا جوړه کړه ، دغه راز د هېواد په بيلا بيلو ځايونو کې له شلو مليونو نه زياتو چيني مسلمانانو هم د نورو هېوادونو د مسلمانانو په شان ددې اختر د نمانځنې لپاره درانده مراسم او د خوشحاليو ډول ډول غونډې جوړې کړي دي. د بېلګې په توګه. د شينجيانګ د اوپغوري خپلواکې سيمې مسلمانانو د دې اختر د نمانځنې لپاره پسه او غوايي حلال کړی.  د نينګ  شيا د هوي قوم په خپلواکه سيمه کې دوه مليونه او درې لکه تنه د هوي قوم وګړي ميشته دي چې دغه شمير د دې سيمې د ټولو نفوسو له درېمې برخې څخه زيات دی . ددې سيمې حکومت د لوي اختر مخکې د خوشحاليو غونډه جوړه کړه او د سيمې ټولو مسلمانانو ته يې د اختر مبارکي وويله

د يادې خپلواکې سيمې د مرکز اين چوان ښار اوسېدونکې اته اويا کلنې بوډۍ ښځې ګن يون لان خبريال ته وويل چې اوس د لوي اختر د نمانځنې لپاره پنځه ورځې رخصتی وي ، نو ستونزه نشته چې د اختر په موده کې د کورنۍ ټول غړي سره راغونډېږي سپين سرې ګن يون لان په دوه زره شپږم کال کې د حج د فريضې د ادا کولولپاره مکې ته تللې او خبريال ته يې خپلو خبرو ته دوام ورکړ

د لوي اختر په موده کې موږ عمومأ د هوي قوم ځانګړي خواړه پخوو او يو بل ته د اختر مبارکي وايوږ

د روانې مياشتې په پنځلسمه نېټه په ګان سو ولايت کې د هوي ، دونګ شيانګ ، سالا ، باوان او قزاق په شمول د ملي لږکيو يو مليون او اوو لکو تنو مسلمانانو هم ددې اخت نمانځنه وکړه .د ولايت په مرکز لان جو ښار او د لين شا د هوي قوم په لويه خپلواکه ولسوالۍ کې څو لکه تنه مسلمانان د ښارونو په اطرافو کې راغونډ شول او د لوي اختر نمانځنه يي وکړه او د يادې ولسوالۍ حکومت د درېو ورځو لپاره د رخصتۍ پرېکړه وکړه .

د مين ولسوالۍ د باي يانپو په کلي کې چې مخکې د شپږ اعشاريه شپږ درجې په سختوالی زلزله پکې وشوه ، څلورو سوو کورنيو مسلمانانو د ناورين وروسته د لومړي لوي اختر هر کلی وکړ ، که څه هم په دې ورځ کې واوره اورېده او هوا يخه وه ، خو په دې کلي کې له خوښيو څخه ډکه فضا برېښېده . د کلي مشر ما شين هوا ووېل چې که څه هم زلزلې کلي ته زيان رسولی دی ، خو د ولسوالۍ حکومت پر وخت د ژوند د اړتياوړ شيان راليږل شوي دي ، برسره پردې د هېواد د نورو ځايونو مسلمانانو هم موږ ته د مرستې لاسونه اوږده کړي ، نو موږ لا هم په خوښۍ سره دغه غټ اختر ونمانځه.

په چين هاي ولايت کې مسلمانان د ولايت د ټولو نفوسو له پنځمې برخې سره برابر دي . د اختر په ورځ کې د سهار په نهو بجو د ولايت د مرکز شي نين ښار په دونګ ګوان لرغوني جمات کې اذان پورته شو او د جومات په بهر کې د څو کيلومترو په اوږدوالي لارو رنګارنګ فرشونه هوار شوي او يو لکه اتيا زره تنه مسلمانانو نمانځنه وکړه چې نمانځنه يې يو ساعت دوام درلود. ددې جومات د اداري کميټې مشر ما شه په وينا مسلمانانو د عبادت په مهال کې د نړۍ د سولې ، د خپل وطن د سمسورتيا او د وګړيو د ارامتيا هيله وکړه .

د هوي قوم وګړي سوشن چين چې د چين هاي ولايت د شيون هاو ولسوالۍ په يو کلي کې اوسېږي ، وويل چې سږ کال د لوي اختر په ورځ کې د مېلمستيا لپاره ما يوغويي حلال کړ او ميلمنو ته مې د وچو ميوو او خوړو ست وکړ ، دغه راز هغه غوښتی چې د اختر په موده کې د خپلوانو ليدو کتو ته لاړ شی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای