CRI Online

د بېلا بېلو هېوادونو مسلمانانو د چين او عربي هېوادونو تر منځ په نندارتون کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2013-10-23 15:04:21

خبرياله له بهرنيو مسلماني سوداګرانو سره

د چين د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې په تېره سپتمبر مياشت کې د چين او عربي هېوادونو تر منځ د ٢٠١٣ کال نندارتون جوړ کړ. د بېلا بېلو هېوادونو مسلمانانو په نظر چې په دې نندارتون کې يې ګډون کړی و، د نينيګ شيا سيمې دوی ته د کور په شان احساس ور کړی و.

د سعودي عربستان سوداګر عظفه چې د لومړي ځل لپاره چين ته راغلی، خبريال ته يې وويل چين له سعودي عربستان څخه ليرې واټن لري، نو هغه چين ته له راتلو څخه مخکې انديښمن و چې ايا دلته به ژوند مناسب وي او که نه. خو چين ته تر رسېدو وروسته د ده ټولې انديښنې ليرې شوې. ده وويل

(( نينګ شيا يو ډېر ښکلی ځای دی او هوا يې ډېره ښه ده. دلته زيات کسان په عربي ژبه له موږ سره خبرې کوي. دلته زه د اشنايي احساس کوم. په سړکونو کې ډېرې نښې په عربي ژبه ليکل شوي چې موږ ته اسانتياوې برابروي.ځايي اسلامي خوراکونه ډېر خوندور دي او زيات مې اخيستې هم دي ))

د نينګ شيا د هوی قوم په خپلواکه سيمه کې د مسلمانانو شمېر له دوه مليونو څخه زيات دی چې د دې سيمې د عمومي نفوس څخه پنځه دېرش سلنه نيسي. له اوږدې مودې راپدې خوا دلته مسلمانان خپل مذهبي دين ساتلی او نسل په نسل يې د مسلمانانو عنعنوي دودونه خپاره کړي دي او خپروی يې. په وروستيو کلونو کې نينګ شيا سيمه له عربي هېوادونو سره د تبادلې د پياوړتيا لپاره يوه مهمه اډه ګرځېدلې ده. په ٢٠١٠ کال کې د چين او عربي هېوادونو تر منځ د اقتصاد او سوداګرۍ لومړی فورم په نينګ شيا کې جوړ شو. ور پسې دغه فورم په پر له پسې توګه د دريو کلونو لپاره تر جوړېدو وروسته، سږ کال درجه يې لوړه شوه او اوس يو نندارتون ګرځېدلی دی. د تېرې سپتمبر له پنځلسمې نېټې څخه تر نولسمې نېټې پورې نينګ شيا د عربي هېوادونو او چين ډېرې تصدۍ جلب کړي دي. ښاغلي عظفه چې په سعودي عربستان کې د نفتو او اړوندو توکيو په معاملو بوخت دی، په ځانګړي توګه په دې نندارتون کې د ګډون لپاره چين ته راغلی.

دغه نندارتون ډېر کورنی او بهرنی سوداګران جلب کړي، نو ويل کېږي چې دغه نندارتون د سوداګريزې تبادلې لپاره يو رسمي ډګر ګرځېدلی دی. سوداګر هالی چې له عمان څخه راغلی، په دې هکله ژور احساسات درلودل او خبريال ته يې وويل

دغه نندارتون زموږ لپاره د چين د صنعت او سوداګرۍ د پرمختګ پېژندلو لپاره يو ډېر ښه فرصت دی، په عين وخت کې چيني سوداګران هم د دې فرصت په نيولو سره د عربي هېوادونو شرکتونه او تصدی پېژندلی شي. په دې نندارتون کې ګډون کول زموږ لپاره يو ښه چانس دی، هيله لرم چې په دې نندارتون کې ځينې ګډې نظريې په نژدې وخت کې عملي شي.

ښاغلي هالي د نينګ شيا سيمې په ين چوان ښار کې د اسلامي بازار څخه ليدنه هم وکړه او و يې ويل

موږ دلته له ځينو اسلامي ځايونو څخه ليدنې وکړې، د اسلامي توکو بازار ته لاړو او په يو شمېر غښتلو اسلامي رستورانتونو کې مو ډوډۍ هم وخوړه. زما په اند، دغه سيمه د بېلا بېلو هېوادونو له مسلمانانو سوداګرو سره د همکاري لپاره يو ډېر پټ ځواک لري.

ژوره اسلامي فضا، په دې نندارتون کې د همکاری شونتيا او په منی کې د نينګ شيان ښکلې منظرې د بېلا بېلو هېوادونو مسلمانانو ته ژوره خاطره برابره کړې ده. له سعودي عربستان څخه راغلی سوداګر عظفه خبريال ته وويل

نينګ شيا يو ډېر ښکلی ځای دی او دغه نندارتون ډېر ښايسته دی. زه به دلته بيا راځم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای