CRI Online

د چين په فو جيان ولايت کې د هوی قوم مسلمانانو د هستوګنې سيمه

cri     (GMT+08:00) 2013-10-24 09:29:57

د چن دای جومات

د چين د جنوب ختيځ د فو جيان ولايت چوان جو ساحلی ښار په لرغوني زمانه کې د وريښمو د سمندري لارې د پای ځای دی. اوه سوه کاله مخکې د چين د يوان د امپراطورۍپه موده کې، ګڼ شمېر عربي او فارسي سوداګران د معاملې لپاره چوان جو ښار ته ورسېدل او په دې جمله کې يې ډېر په دې سيمه کې په دايمي توګه اوسېدل. د وخت په تېرېدو سره، اوس څه دپاسه شل زره مسلمانان د چوان جو ښار په چن دای علاقه داری کې ژوند کوي. نو دغه علاقه داری په فو جيان ولايت کې د هوی قوم د مسلمانانو تر ټولو لوي ميشت ځای بلل کېږي.

کله چې خبريال چن دای علاقه دارۍ ته ورسېد، و يې ليدل چې د چن دای په جومات کې ګڼ شمير ملسمانانو لمونځ کولو. د دې جومات امام ما چانګ ان خبريال ته وويل (( د هېواد په جنوب کې د شمال په پرتله د مسلمانانو شمېر لږ دی. خو کلتوري کيفيت او د پوهنې سويه يې لږ څه لوړه ده. مسلمانان کولی شی چې د لمونځ لپاره جومات ته لاړ شی او ډېر مسلمانان د خپل کار په ځاي کې لمونځ کوي. ))

د اړوند خبر له مخې، په چن دای علاقه دارۍ کې مسلمانان د هغو عربو اولادونه دي چې ډېر کاله مخکې يې د معاملې لپاره دغې سيمې ته ورسيدل او تر اوسه پورې په اوو کليو کې شل زره تنه پکې اوسېږي . پخوا دغه سيمه وروسته پاتې وه، خو په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلی کېدو وروسته، د چن دای علاقه دارۍ وګړو په سوداګرۍ پيل کړی او د خپلو زحمتونو له لارې شتمن شوي دي. اوس د دې علاقه دارۍ په څلويښتو مربع کيلومترو کې د بوټو ګنډلو څه دپاسه دری زره فابريکې پرتې دي چې له امله يې په چين کې د بوټو ګنډلو مرکز په نامه ونومول شو. د ځايي اقتصاد په پرمختګ سره له عربي هېوادونو سره د دغو فابريکو سوداګريز تګ راتګ هم مخ په زياتېږو دی ، نو د عربي ژبې ژباړونکو ته زياته اړتيا شته.

د چن دای د علاقه دارۍ د خوی قوم وګړيو د تاريخ موزيم

د دغه اړتيا پوره کولو لپاره هر کال د چن دای علاقه دارۍ حکومت د چن دای جومات ته د عربي ژبې زده کړې لپاره يو شمير زده کوونکي ورليږي چې ځينی غوره زده کوونکي د يون نان ولايت په جومات کې د بيا مطالعې وروسته سعودي عربستان ته ولېږي. خپل ټاټوبی ته ترستنېدو وروسته دوي د ځايي اقتصاد د پرمختګ لپاره خپل خدمتونه تر سره کړي او کوي يې. د چن دای جومات امام ما چانګ ان په دې هکله وويل

(( اوس ځينی زده کوونکي د يون نان ولايت په جومات کې په زده کړې لګيا دي او څو کاله وروسته به دوی بيرته راشي. ځکه چې زموږ په دې سيمه کې ډېرې فابريکې شته او د منځنی ختيځ د خلکو د اړتيا وړ ټول شيان دلته پيدا کېږي. بله خوا موږ مين نان لهجه وايو. نو داسې زده کوونکي هم لهجه او هم عربي ژبه ويلی شي چې دوي د ځايي کارکوونکو او عربي سوداګرانو ترمنځ د تبادلې د پل رول لوبولی شي. ))

د هوی قوم ځايي اوسيدونکې دينګ يا مينګ په ١٩٩٩ کال کې د منځنی ښوونځی له دوهمې مرحلې څخه تر فارغېدو وروسته په سوريه کې د دريو کلونو لپاره عربي ژبه زده کړې. په ٢٠٠٢ کال کې هغې خپل ټاټوبی ته تر ستنېدو وروسته د عرقيانو لخوا په جوړ شوي شرکت کې د لسو کلونو لپاره د ژباړونکې دنده ترسره کړې ده . هغې وويل

(( زما د کار په بهير کې له ډېرو عربي سوداګرانو سره تماس نيولی چې دوي د معاملې لپاره چين ته راغلي او په بهير کې يې له ډېرو ستونزو سره مخامخ وو. د ځينو مسئلو د حل لپاره ما هم تجربې نه درلودې. خو د دغو ستونزو له ليری کولو وروسته مې ډېر وياړ احساس کړ. ))

اوس د چن دای علاقه دارۍ د هوی قوم ډېر ځوانان د دينګ يان مينګ په شان ډير زيار باسي چې د ځايي اقتصاد د پرمختګ او له بهر سره د دې سيمې د تګ راتګ د پياوړتيا لپاره يې خپل ستر رول لوبولی او لوبوي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای