CRI Online

د چيني او بهرنيو مسلمانانو ترمنځ راشه درشه

cri     (GMT+08:00) 2013-11-13 16:35:36

د اسلامي کلتور په هکله د چين او ترکيې تر منځ تبادلوی فعاليت څو ورځې مخکې د نينګ شيا د هوی قوم د خپلواکې سيمې په مرکز ين چوان ښار کې تر سره شو چې د قران شريف تلاوت ددې فعاليت د يوې مهمې برخې په توګه د ګڼ شمير حاضرينو لخوا د ستاينې وړ وو.

د نينګ شيا له وو جونګ ښار څخه راغلی ملا ګوان چين فو، له شينجيانګ څخه راغلی عزمت قربان او درې ترکي امامانو په ګډه سره د قران د قرائت په فعاليت کې ګډون درلود او ګڼ شمېر چيني مسلمانان يې راجلب کړل. ملا ګوان چن فو د دې غونډې د يادولو په وخت کې خبريال ته وويل

(( ډېر خوشاله يم چې زما په ټاټوبي کې له ترکي امامانو سره يو ځای د قران تلاوت کوم. د دوی اوازونه ډېر ځواکمن او لوړ دي او ما ته يې ژوره خاطره رابښلې ده. ))

رښتيا ده چې اته ويشت کلن ګوان چن فو يو غوره قاري دی. د روان کال په جون مياشت کې هغه د ايران په تهران کې د قران د قرائت کولو په سيالی کې ګډون وکړ او ښه لاسته راوړنه يې وګټله او بيا يې په بېجينګ کې د قران د تلاوت په لسمه سيالۍ کې دوهمه کچه جايزه تر لاسه کړه.

ملا ګوان چن فو په تهران کې د دې سيالۍ د بهير د يادولو په وخت کې وويل

(( چين اسلامي هېواد نه دی، خو د قران قرائت دغې نړيوالې سيالۍ ته د قاريانو ليږدونه د نورو هېوادونو د مسلمانانو لخوا ډېره وستايل شوه ، نو دوی موږ ته ډېر درناوی وکړ او زموږ سره يې لاس روغبړ هم وکړ . برسيره پر دې، په ايران کې ډېرو چيني محصلينو هم زموږ د هڅونې لپاره د سيالۍ ځای ته راغلي دي . ))

ګوان چن فو په تهران کې لس ورځې تېرې کړې او له هغو قاريانو سره يې يو ځای د قران لوستلو په هکله د نظريو تبادله وکړه چې له اوياوو هېوادونو څخه راغلي وو. هغه وويل قاريان له بېلا بيلو هېوادونو څخه راغلي او ژبې يې هم بېلې دي ، خو په عربي ژبه د قران لوستلو له امله زموږ په منځ کې د نظريو د تبادلې په ترڅ کې ستونزه نشته . ملا ګوان چن فو خبريال ته وويل چې په تهران کې هره ورځ تر ډوډۍ وروسته هغه د عراق، ترکيې او ايران په شمول د هېوادونو له قاريانو سره يو ځای د قران مجيد د ايتونو د لوستلو سيالي کوله يعنې يو چا به يې يو ايت ولوست او بل کس به په پر له پسې توګه بل ايت ولوسته . ملا ګوان وويل چې په دې توګه يې د قران د لوستلو تجربه زياته شوه او د اسلامي کلتور په هکله د ده پېژندنه نوره هم ژوره شوه.

که څه هم چين اسلامي هېواد نه دی، خو په چين کې تقريبا شل مليونه مسلمانان شتون لري. په سمه توګه د قران لوستل د مسلمانانو يو مذهبي درس دی. نو د چين اسلامي ټولنه هم په هرو دوو کلونو کې د قران لوستلو يوه سيالي جوړوي. د ١٩٩٥ کال څخه راپدې خوا، لس ځله سيالي تر سره شوې دي چې په دې بهير کې يې د قران د لوستلو په برخه کې غوره قاريان هم انتخاب شوي دي.

د روان کال په جون مياشت کې ملا ګوان چن فو د اته ويشتو ولايتونو او ښارونو څخه له راغلو پنځوسو قاريانو سره يو ځای د هېواد په کچه دغه سيالۍ کې ګډون وکړ او دوهمه درجه جايزه يې تر لاسه کړه. د ده په اند، دغه ډول سيالي په چين کې د قاريانو تر منځ د تجربو د تبادلې لپاره د يو ډګر په توګه رول لري.

کله چې ګوان چن فو اتلس کلن و، هغه د قران په يادولو پيل وکړ او تر اوسه پورې يې لس کاله کېږي. هغه خبريال ته وويل

((هره ورځ د يو ساعت لپاره قران لولم، برسيره پر دې، اوس زه په يو جومات کې د امامت دنده هم لرم چې هلته د اسلامي کولتور د ورښودلو لپاره د مسلمانانو لارښوونه کوم. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای