CRI Online

د سي ار ای کپ په نوم په عربي ژبه د چيني زده کوونکو د وينا کولو درېيمه سيالي په بريالۍ توګه پای ته ورسېده

cri     (GMT+08:00) 2013-11-27 17:16:17

د چين د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال جای جون غښتلو لوبغاړو ته جايزې ور کړې

د سي ار ای کپ په نوم په عربي ژبه د چيني زده کوونکو د وينا کولو درېيمه سيالي د نومبر په دوه ويشتمه نېټه په بريالۍ توګه په بېجينګ کې پای ته ورسېده. د چين د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال جای جون، د چين د نړيوالې راډيو د عمومي چلوونکي مرستيال ما وې ګونګ او د بېجينګ د ژبو پوهنتون د علمي کمېټې مشر هان جينګ تای د دې سيالۍ د جايزو ورکولو په مراسمو کې ګډون وکړ.

د چين له اته ويشتو پوهنتونونو څخه راغلو نژدې سلو تنو زده کوونکو په سږنې سيالۍ کې برخه درلوده او د کشر او مشر ټولګي په ويشلو سره لس تنه زده کوونکي پايلوبې ته داخل شول او د کارپوهانو لخوا لوبغاړو ته لومړې، دوهمه او درېيمه کچه جايزې ور کړل شوې . د چين د نړيوالې راډيو د عمومي چلوونکي مرستيال ما وې ګونګ وويل چې د چين او عربي هېوادونو تر منځ د تګ راتګ په پياوړتيا سره، په تيره بيا عربي هېوادونو ته د چين په هکله د مالوماتو د ورپېژندلو په وخت کې د عربي ژبې رول ډېر مهم دی. ده وويل

(( موږ هيله لرو چې د دې فعاليت له لارې عربي هېوادونو ته د چين او د اوسنۍ زمانې د چيني زده کوونکو په هکله نور زيات مالومات ور وپېژنو. په نورو هېوادونو کې د چين د نړيوالې راډيو د اغيزو د پراختيا سره سم د بااستعدادو کسانو ته زموږ اړتياوې هم مخ په زياتېدو دي. نو د دې سيالۍ يوه بله موخه د وړ کسانو لټول او راجلب کول دي. ))

جايزه اخيستونکي جو لې جه سږ کال د دوهم ځل لپاره په دغه ډول سيالۍ کې ګډون درلود او خبريال ته يې وويل

(( زما په اند، دغه ډول سيالۍ ډېره ارزښتناکه وي، ځکه چې لومړی د سيالۍ په بهير کې ځينې کلمې چې ما نشوې تلفظ کولئ، د هغو تلفظ مې سم شو. دا زما د ورځنۍ محاورې د سويې د لوړوالي لپاره ډيره ګټوره ده . دوهم، دا زما دوهم ځل دی چې په دا ډول سيالۍ کې ګډون کوم او په ترڅ کې مې ډېر ملګري وپېژندل او له کورنيو او بهرنيو کارپوهانو څخه مې ډېرې تجربې زده کړې. په سږنۍ سيالۍ کې مې جايزه هم وګټله چې دا به د عربې ژبې د زده کړې لپاره زما تشويق کوونکی او هڅوونکی ځواک وي . هيله لرم چې په راتلونکی کې د عربي ژبې په اړه کار پيدا کړم. ))

د عربي ژبې په وسيله د وينا کولو سيالي د چين د نړيوالې راډيو او د بېجينګ د ژبو پوهتون په مشرۍ جوړېږي او سږ کال درېيمه سيالی هم تر سره شوه. سږني سيالۍ د سعودي عربستان د پاچا عبدالله بن عبدالله عزيز په نوم د عربي ژبې د نړيوال خدمتي مرکز ملاتړ هم تر لاسه کړ. د دې مرکز سرمنشي عبدالله الوشمي د جايزې ورکولو په مراسمو کې وويل چې چين او سعودي عربستان د ژبو او کلتور په برخه کې د همکارۍ ښه بنسټ لري او د دواړو هېوادونو تر منځ د راشې درشې او د همکارۍ ستر پټ قوت موجود دی . ده وويل

(( چين د عربي ژبې د خپرېدا په برخه کې يو ډېر ښه ستراتيژيکي همکار بلل کېږي، ځکه چې په چين کې څو نسلونو د عربي ژبې زده کړه کړې او ځينو کارپوهانو يې غوره قاموسونه هم تاليف کړي چې د نړۍ په کچه جايزې يې تر لاسه کړې دي. د سعودي عربستان د پاچا په نوم د عربي ژبې نړيوال خدمتي مرکز ډېر وياړ لري چې له چيني پوهنتونونو څخه يې ليدنه وکړه او له چيني ښوونکو او زده کوونکو سره مو د عربي ژبې د زده کړې په هکله د نظريو او تجربو تبادلې وکړې. هيله من يو چې له چين سره تګ راتګ نور هم پياوړی کړو او غواړو چې له چين سره يو ځای د عربي ژبې په اړوند بېلا بېل فعاليتونه تر سره کړو. ))

 د سعودي عربستان د پاچا عبدالله بن عبدالله عزيز په نوم د عربي ژبې د نړيوال خدمتي مرکز ښاغلي ما وې ګونګ ته د خدمت جايزه ور کړه

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای