CRI Online

په چين کې د اسلامي خوراکونو د امنيت په هکله لومړی څېړنيز راپور خپور شو

cri     (GMT+08:00) 2013-12-04 20:14:30

د چين د اسلامي خوراکونو په هکله لومړی جګپوړی فورم څو ورځې مخکې په بېجينګ کې تر سره شو او د چين د شمال لوېديځ قومي پوهنتون د اسلامي کلتور اکاډمۍ په چين کې د اسلامي خوراکونو د امنيت په هکله لومړی څېړنيز راپور خپور کړ چې له مخې يې په وروستيو کلونو کې د چين اسلامي خوراکونو کلنۍ پرمختګ لس سلنې ته رسېدلی.

دغه راپور د چين د شمال لوېديځ قومي پوهنتون د اسلامي کلتور د اکاډمۍ مشر ما مينګ ليانګ لخوا وليکل شو. هغه خبريال ته وويل چې

(( د اسلامي خوراکونو د جوړونه اوږد تاريخ لري، د جوړېدو چاپېريال يې پاک او د روغتيا لپاره ګټور دی، نو د مسلمانانو نه پرته د غير مسلمانانو لخوا وستايل شول . د دې راپور د خپرولو موخه دا ده چې لا زيات کسان د چين د اسلامي خوراکونو او توکو د توليدولو صنعت د پرمختګ په هکله مالومات وپېژني او ټولنه دغه صنعت ته زياته پاملرنه وکړي. ))

د دې راپور له مخې، اوس نژدې د چين په ټولټال څه دپاسه دوو زرو څلورو سوو ښارونو او ولسواليو کې د اسلامي خوراکونو او توکو توليدولو تصدۍ شته دي دوولس زره کورنۍ د اسلامي خوړو په توليدولو لګيا دي. خو په ځينو سيمو کې لږ شمېر رستورانتونه او تصدۍ د اسلام په نوم غير اسلامي خوراکونه يا توکي توليدوي.

د اسلامي صنعت د باور ټولنه په چين کې د اسلامي تصديو لخوا تازه جوړه شوې او تر اوسه پورې د شينجيانګ ، چينګهای، ګان سو، نينګ شيا او بېجينګ په شمول د اړوندو سيمو دوه سوه اسلامي تصدۍ پکې شاملې دي. د اړوند خبر له مخې، هره اسلامي تصدۍ چې غواړي په دې سازمان ګډون وکړي، بايد نه يوازی دا تصديق کړي چې خپل توليدات به يې حلال او اسلامي وي، بلکې بايد د بل څارنه هم ومني او له هغو تصديو سره دې مقابله وکړي چې د اسلام په نوم غير اسلامي خواړه توليدوي.

د چين د قومي سوداګرۍ د هڅونکي کمېسيون سرمنشي لن جون خبريال ته وويل

((په وروستيو کلونو کې په چين کې د اسلامي خوراکونو د توليدولو تصدۍ هر کال لس سلنه زياتې شوې، ويل کېږي چې اسلامي خوراکونه د زياتو وګړو خوښ دي . نو د اسلامي خوراکونو او توکو د توليدولو په تصديو کې جدي مقررات ټاکنه او د کيفيت ساتنه نه يوازې د اسلامي تصديو بلکې د مشتريانو لپاره هم ګټوره ده. ))

د مالوماتو له مخې،اوس هر کال په نړۍ کې د اسلامي خوړو او توکيو سوداګريز ارزښت دوو زرو يو سلو مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېږي، خو په چين کې دغه ارزښت يوازی له ياد نړيوال ارزښت څخه په زرو کې يوه برخه نيسي. په دې راپور کې دې ته اشاره شوې چې د چين اسلامي تصدۍ بايد خپلې ځانګړې سوداګريزې نښې جوړې کړي او د توليد پيمانه دې پراخه کړي.

په دې راپور کې نړيوالو بازارونو ته د چين د اسلامي خوړو او توکو د ننوتلو په هکله دې ته اشاره شوې چې د چين د اسلامي خوړو او توکو د توليد معيار بايد له نړيوال معيار سره سمون وخوري. په عين وخت کې چين بايد د اسلامي خوراکونو په هکله دولتي معيار وټاکي چې د خپل هېواد د بڼې استازيتوب وکړای شي او د نړيوالو لخوا دې وپيژندل شي. په دې برخه کې د ماليزيا په شمول هېوادونه ډېرې اغېزمنې تجربې لري، نو د دوی څخه تجربې زده کول د چين لپاره يوه اغېزمنه لار ده. د ياد فورم په مهال کې له قومي تصديو څخه د ليدنې او په چين کې د ايران او بنګله ديش سفارتونو د سيل په ګډون يو لړ فعاليتونه هم ترسره شول څو چې د چين او نورو اسلامي هېوادونو د حلالو خوراکونو ترمنځ د اسلامي توکيو د تجربو ښه تبادله وشی.

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای