CRI Online

په اردن کې د چيني ژبې مسلمانه ښوونکې تو شياو جوان

cri     (GMT+08:00) 2014-01-10 14:14:44

د هوی قوم دېرش کلنه تو شياو جوان د چين په لوېديځ کې يوه ښوونکې وه، د روان کال په اګست مياشت کې د غوره ښوونيزو تجربو په درلودلو سره د چيني ژبې د زده کړې د دفتر لخوا ومنل شوه او د چيني ژبې د ښوونکې په توګه په اردن کې د کانفوسيس انسټيټيوټ ته وليږل شوه. دا د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کلونو کې په اردن کې د چيني ژبې د زده کړې توده څپه رامنځته شوه . د دې هېواد په شپږو ښوونځيو کې د چيني ژبې درسونه پرانيستل شوي دي. تو شياو جوان د اردن د پلازمينې عمان په دوو ښوونځيو کې زده کوونکو ته درس ور کوي. هغه هره اوونۍ څوارلس درسونه لري او د زده کوونکو شمېر يې له شپېتو تنو څخه هم زيات دی.

تو شياو جوان د درس ور کولو په بهير کې دې ته ډېره پاملرنه کوي چې درسونه په ژوندي بڼه تدريس کړي تر څو د چيني ژبې د استعمالولو په برخه کې د زده کوونکو عملي توان لوړ شي. د بېلګې په توګه، په چيني بازار کې د اړتيا وړ شيانو د اخيستلو په هکله په يو درس کې، هغې په زده کوونکو د چين بانکنوټ ژن مين بي وويشل او زده کوونکو ته يې په نقدي پيسو د شيانو اخيستلو په باب ژوندۍ خاطره وروبښله. برسيره پر دې، تو شياو جوان د زده کوونکود تلفظ سموالي ته ډېره پاملرنه کوي او د تفريح په وخت کې کله نا کله له زده کوونکو سره په چيني ژبه خبرې کوي. يوه موده وروسته تو شياو جوان بهرنيانو ته د چيني ژبې د ورزده کولو په هکله ځينې تجربې راغونډې کړې او خبريال ته يې وويل

((د هغو زده کوونکو لپاره چې تازه يې د چيني ژبې په زده کړه پيل کړی او د چيني ژبې په هکله يې کوم مالومات نه درلودل، د درس ورکولو په وخت کې دوی ته مستقيمه پېژندنه ورزده کوم تر څو درسونه نور هم اسانه شي. دوی هم دغه ښوونيزه لاره ډېره خوښوي. په درسونو کې کله نا کله د چيني فلمونو او عکسونو په وسيله زده کوونکو ته د چيني کلتور او عادتونو په هکله مالومات ورپېژنم ، دوی له دې سره ډېره علاقه لري. ))

له درسونو نه پرته، تو شياو جوان له چيني کلتور او هنر سره د زده کوونکو علاقې د پيدا کولو لپاره ډېرې هڅې کوي. هغه هميشه د زده کوونکو لپاره ډله ييز عمليات ترتيبوي ، مثلا د چيني کلماتو د ليکلو سيالي جوړوي يا له زده کوونکوڅخه د چين او چيني شيانو په هکله د انځورولو غوښتنه کوي او يا د جايزې په توګه غښتلو زده کوونکو ته کوچنی سوغات ور کوي تر څو زده کوونکي د چيني ژبې او کلماتو ښه استعمال ته وهڅوي . هغې وويل

((زده کوونکي هڅوم چې له ما سره يو ځاي د تورې تختې پر مخ ليکنې وکړي چې په بهير کې زموږ تر منځ اړيکې او دوستي نژدې شي. په عين وخت کې دوی د چيني کلتور او ښوونيز چاپېريال په هکله نور زيات مالومات تر لاسه کولای شي. ))

اوس د اردن وګړو په منځ کې دا خبر خپور شوی چې په عمان کې يوه مهربانه چيني ښوونکې شته او کله نا کله له نورو ښوونځيو څخه راغلي زده کوونکي له دې څخه د حال احوال پوښتنه کوي او په چيني ژبه ور ته ني هاو يعنی سلام وايي. د تو شيا جوان زحمتونه هم د ځايي ښوونکو لخوا درناوي او ستاينه کېږي. د اردن ښوونکي منظر خبريال ته وويل

((موږ ډېر خوشحاله يو چې له تو شياو جوان سره يو ځای کار کوو، هغه په کارونو کې ډېر کوښښ کوي چې له امله يې زموږ زده کوونکو په پر له پسې ډول د چين او چيني ژبې په هکله مالومات تر لاسه کړي او کوي يې. موږ ټول له تو شيا جوان سره ډېره مينه لرو. ))

دا يو واقعيت دی چې تو شياو جوان په خپلو کوښښونو سره ګام په ګام چيني کلتور او هنر د اردن ملګرو ته سپاري. بله خوا هغه هم په بل هېواد کې د خپلې هيلې د عملي کولو لپاره ګام په ګام هڅه کوي.

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای