CRI Online

په لا سا ښار کې په سوداګرۍ بوخت چيني مسلمانان

cri     (GMT+08:00) 2013-12-27 17:11:18

د چين په جنوب لوېديځ کې د تبت خپلواکه سيمه په نړۍ کې يوه مشوره لوړه ده چې واوره د کال په څلورو فصلونو کې پوښل کېږي. دلته زياتره وګړي په بودايي دين عقيده لري. خو د تبت په مرکز لا سا ښار او نورو ځينو سيمو کې زر ګونه مسلمانان هم اوسېږي.

د لا سا سوداګريز واټ لوی جومات ته نژدې پروت دی او د واټ په دواړو خواوو کې رنګارنګې مغازې پرتې دي. ځکه چې دغه واټ د مسلمانانو د استوګنې سيمې ته نږدی واقع دی، نو د زياترو مغازو خاوندان په بېلا بېلو قومونو پورې اړه لرونکي مسلمانان دي. ښاغلي مارصه د هوی قوم يو مسلمان دی چې ديارلس کاله مخکې له ګان سو ولايت څخه لا سا ښار ته راغلی او د چونګ څاو په نوم د يو ډول چيني ځانګړي بوټي په معامله يې پيل وکړ. اوس هغه او د خپل کور نور غړي په لا سا ښار کې دايمي هستوګنه کوي . هغه خبريال ته وويل

((زما کاروبار دلته پيل شوی او ښه پرمختګ يې کړی، دغه چيني بوټی يو ډول قيمتي درمل دی ، نو کاروبار مې ښه دی . په تېره بيا په لا سا کې د سيلانيانو په زياتېدو سره زما کاروبار ډېر ښه کېږی او په ځينو کلونو کې مې د معاملو کلنی ارزښت لس مليونو يوانو ته هم رسيدلی و. بله خوا دلته ټولنيز نظام هم ثابت او ارام دی، نو اوس له دې ځای سره ژور احساسات لرم او غواړو چې دلته په دايمي توګه ژوند وکړو. ))

مارصه خبريال ته وويل چې په لا سا ښار کې له ديارلسو کلونو راهيسې، هيڅکله مې دا احساس نه درلود چې مسلمانان د يوازيتوب په حال کې دي او له ځايي تبتيانو څخه جلا ژوند کوي . برعکس د سوداګرۍ او ژوند په برخه کې د دواړو خواوو تر منځ د راشې ورشې په پياوړتيا سره، په لا سا ښار کې اوسيدونکو مسلمانانو د ځايي تبتيانو باور او دوستي تر لاسه کړه. هغه خبريال ته وويل دوی ډېر تبتي ملګري لري او کله به چې دوی له ستونزو سره مخامخ شول ، تبتي ملګرو به سمدلاسه دوی ته د مرستې لاسونه اوږد کړل. د ده په اند، لا سا ښار د ده دوهم ټاټوبی دی. هغه وويل

((که څه هم موږ د مذهب ، د ژوند عادتونو او ژبو په برخو کې ډېر توپيرونه لرو، خو موږ يو د بل درناوي کوو، نو اوس موږ سره ډېر ښه او نژدې دوستان يو. يوه هيله لرم چې يوه ورځ په خپلو پيسو دلته يو وړکتون جوړ کړم چې د ځايي ښوونې لپاره تر خپلې وسې پورې خدمتونه تر سره کړم. ))

د مارصه په شان په ياد سوداګريز واټ کې سوداګر مسلمانان ډېر دي چې زياتره يې د چونګ څاو بوټو په معاملې بوخت دي. په وروستيو کلونو کې ډېر زيات سوداګران د دغه ډول بوټو د اخيستلو لپاره د چين له بېلا بېلو ځايونو څخه لا سا ته راغلي چې په پايله کې ځايي اقتصاد هم سمسور شوی دی. د دې سوداګريز واټ د ادارې مسول نونو خبريال ته وويل

((د دې سوداګريز واټ په دواړو غاړو کې څه دپاسه سل مغازې پرتې دي او زموږ د استوګنې په سيمه کې د هان، هوی، تبت او اويغور په شمول د څو قومونو وګړي اوسيږي. د بېلا بېلو قومونو وګړي په ارامه فضا کې ګډ ژوند کوي، او زموږ د استوګنې سيمه د ځايي حکومت لخوا د قومي يووالی د نمونوي سيمې په توګه ونومول شوه . برسيره پر دې، ځايي حکومت د مسلمانو سوداګرانو لپاره يو لړ امتيازي تګلارې ټاکلې چې د دوی معاملې وهڅولې شي. ))

نوموړي مسول وويل چې د لا سا ښار په سوداګريز واټ کې بوخت مسلمانان يوازې په تبت کې د اوسېدونکو مسلمانانو يوه کوچنې برخه ده، د دوی په شان نور زيات مسلمانان د تبت په بيلابيلو ځايونو کې ژوند او کارکوي. تبت نه يوازې د چين د بوديزم مقدس ځای دی، بلکې د بېلا بېلو قومونو د وګړيو لپاره ښکلی کور هم دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای