CRI Online

د ګان سو ولايت په قومي سيمو کې ځانګړې ښوونې ګړندی پرمختګ تر لاسه کړی

cri     (GMT+08:00) 2014-01-02 17:16:28

که څه هم د ګان سو ولايت د هوی قوم وګړو په ميشتو ځايونوکې ځانګړې ښوونې ناوخته پيل شوې، خو اغيزې يې څرګندې دي او د زده کوونکو او د دوی د پلرونو او ميندو لخوا منل شوي دي . په چين کې نژدې پنځوس مليونه تنه معيوبين شتون لري چې دوي د حکومت د پاملرنې په رڼا کې ارام ژوند کوي او يا په خپل ژوند کې په خپلو پښو درېږي. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په دې هکله لږ څه مالومات وړاندې کړم

بزګر ما دنګ شيانګ چې د لين شيا د هوی قوم د خپلواکې ناحيې د لين شيا ولسوالۍ د نان شان کلي کې اوسيږي ، سږ کال په مني کې يې اته کلن کوڼ لمسی ما ژو های ځانګړې ښوونځي ته ولېږه. که څه هم دغه ښوونځی د ما ژو های لپاره بيخی نااشنا و، خو د ده نيکه په دې اړه هيڅ انديښمن نه و، ځکه چې په دې ځانګړي ښوونځي کې معيوبو زده کوونکو ته د ډوډۍ او استوګنې اسانتياوې هم برابرېږي او ښوونکي هم زده کوونکو ته ډېره پاملرنه کوي.

د مالوماتو له مخې، د لين شيا د هوی قوم په خپلواکه ناحيه کې دغه ځانګړی ښوونځی د ٢٠١١ کال په نومبر کې جوړ شو او په همدا کال کې يې د زده کوونکو په منلو پيل وکړ. سره له دې چې دغه ښوونځی يوازی يوه پنځه پوړيزه ودانۍ لري، خو پکې د درسي خونو، ليليو او رستورانتونو په شمول ځينې تاسيسات هم پکې بشپړ دي. اوس په دې ښوونځي کې د پنځو ټولګيو په شمول يواويا تنه زده کوونکي او څلېرويشت تنه ښوونکي شته. په ورځ کې ښوونکي زده کوونکو ته درسونه ور کوي او په شپه کې دوی په نوبتي توګه له ماشومانو سره يو ځای استوګنه کوي.

د دې ښوونځي مشر ما شياو يونګ وويل پخوا د لين شيا په اتو ښارونو او ولسواليو کې ځانګړې ښوونې شتون نه درلود، نو په دې ښوونځی کې د منل شويو زده کوونکو عمرونه ډېر مختلف دي. مشر زده کوونکي يې اتلس کلن او کشر زده کوونکي يې يوازې اوه يا اته کلن دي. د دوی لپاره د ښوونې ترڅنګ د يوه مهارت زده کول هم ډېر بيړنی او مهم دي. نو د ٢٠١٢ کال څخه راپدې خوا د دې ښوونځي ښوونکو زده کوونکو ته د پوهنې ورکولو په عين وخت کې هم لاسي مهارتونه ورزده کړي او اوس يې تر سره کوي .

په دې ښوونځي کې يو نندارتون شته او په يو ديوال داسې جمله ليکل شوي ده چې په خپلو لاسونو ځلانده ګلان جوړېږي . په دغه نندارتون کې په يو کال کې د زده کوونکو لخوا جوړ شوي شيان مثلا حکاکي شوي کدوان ، د پيچکاري او ګلدوزي ښکلۍ پارچې ايښودل شوي دي چې له مخې يې د زده کوونکو ذاتي استعدادونه او زحمتونه ترې ښکاري.

اوولس کلنه نجلۍ ما ژه بي چې د لين شيا د هوی قوم د خپلواکې ناحيې له دونګ شيانګ ولسوالۍ څخه راغلې، د دې ښوونځي د څلورم ټولګي زده کوونکې ده، هغه هم کاڼه ده او اواز نه اورېږي. په دوو کلونو کې هغې نه يوازی د لومړي ښوونځي له لومړني ټولګي څخه تر څلورم ټولګي پورې ټولې پوهنې خپلې کړې، بلکې د انځور او حکاکی په هکله مهارتونه يې هم زده کړي دي. د دې ښوونځي مشر ما شياو يونګ وويل چې که ما ژه بي په خپلو لاسونو جوړ شوي هنري توکي په بازار کې وپلورل شي، مياشتنی عايد به له دوو زرو يوانو څخه زيات وي.

د اړوندو مالوماتو له مخې، که د ملي لږکيو په ميشتو ځايونو کې دغه شان ځانګړي ښوونځي نه وای، نو معيوب ماشومان به په کور کې ناست واي. ځکه ستونز کار دا دی چې دوي پخپله ژوند کوي ، اوس دوی نه يوازې له پوهنې څخه برخمن دي، بلکې د خپلو مهارتونو په کارولو سره د ژوند اسانتياوې برابرولی شی . دا نه يوازی د دوی د کورنيو لپاره، بلکې د ټولنيزې هوساينې لپاره ډېره ګټوره ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای