CRI Online

په اين چوان ښار کې يوه يتيم خانه

cri     (GMT+08:00) 2014-01-28 09:40:55

د چين د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې په مرکز اين چوان ښار کې د مسلمانانو يتيمانو لپاره يوه ځانګړې يتيمخانه موجوده ده.

په دې ژمي موسم کې د يکشنبې په ورځ خبريال دغې يتيمخانې ته ورسېد. له غرمې وروسته يې په دوو بجو د دې يتيمخانې په ډګر کې د ماشومانو د خوښيو اوازونه واورېدل . په هره يکشنبه کې د باسکيټبال ، ګونګفو او سپورتي نڅا په شمول د لوبې هغه درسونه تر سره کېږي چې د داوطلبانو محصلينو لخوا يتيمو شاګردانو ته جوړ شوي دي . که څه هم دوی يتيمان دي ، خو د معمولي ماشومانو په شان د ځلانده مسکا او د شوخ چلند خاوندان هم دي.

د نينګ شيا پوهنتون د سپورټ پوهنځي محصل وانګ چن چې د دې يتيمخانې يو داوطلب ښوونکي بلل کېږي، خبريال ته وويل

((دوی ډيره شيطاني کوي او زما له اټکل څخه وتلي ماشومان دي ، زما په اند په درس کې بايد جدي رويه غوره کړي . په پيل کې دوی د درسونو مقررات مراعات نه کړل، خو ګام په ګام جدي شوي دي. ))

د مالوماتو له مخې دغه يتيمخانه په 2007 کال کې جوړه شوه او اوس درې اتيا يتيمان پکې اوسېږي چې زياتره يې د هوی قوم له مسلمانو کورنيو څخه راغلي دي. د يتيمخانې مشر تيان شوي وويل چې يتيمان اکثرا د نينګ شيا د هوي قوم د خپلواکې سيمې د جنوبي سيمې له غريبو کورنيو څخه راغلي دي. که څه هم د دوی ځيني خپلوان لا هم ژوندي دي ، خو د غريبۍ له امله د يتيمانو د ساتلو او پاللو توان نه لري. هغه خبريال ته وويل

(( د دوی سرپرستان ګويا د تره زامن دي ، څرنګه چې د دوی په کورونو کې هم څلور يا پنځه بچيان شته، نو توان نه لري چې د خپلوانو اولادونه ومني او ښوونځي ته يې وليږي.

د يتيمخانې ديوالونه سپين دي او کړکۍ يې اسلامي بڼې لری . که څه هم يتيمخانه لويه نه ده، خو ډېره پاکه ده. يتيمان په ورځ ښوونځي ته ځي او ماښام بيرته راځي او په ليليه کې تمرين اومطالعه کوي . په يتيمخانه کې دوولس ښوونکي د دوی د زده کړې د څارنې او د ژوند د ساتنې دنده پر غاړه لري.

هره شپه شاګردان پخپل درسونه مطالعه کوي. ښوونکي تيانګ هغو زده کوونکو ته چې د منځنی ښوونځي په دوهمه مرحله کې زده کړه کوي، وويل

(( ښه چلند او ښه سلوک ستاسو لپاره ډير مهم دی ، خو ښه زده کړه هم . که تاسې غواړی چې د لوړو زده کړنې لاره پيدا کړی، نو بايد په زده کړه کې ډير کوشش وکړی.))

د دغو يتيمانو عمرونه له اوو څخه تر اوولسو کلونو پورې دي او مشر يتيم يې د منځني ښوونځي دوهمې دورې ته داخل شوي چې دوی په ښوونځي کې اوسيږي او يوازی د اوونۍ په پاي کې يتيم خانې ته ستنيږي . ښوونکي ما نينګ خبريال ته وويل

(( ځينی ماشومان شيانو ته ارزښت نه ور کوي، ځکه چې د ژوند اړتياوړ شيان په وړيا ډول دوی ته ورکول کېږي، خو دغسی شيان هم په اسانه توګه لاس ته نه راځي. که نن شيانو ته ارزښت ور نه کړي، سبا به يې په اوږو دروند بار ښکاري. ))

د ماشومانو د راتلونکي په هکله د دې يتيمخانې د مشر تيان شوي غټه هيله دا ده چې دوی د غوره او غښتلو اخلاقو خاوندان شي او د دوی د کورنۍ د نه شتون له امله بايد اغيزمن نه شي . ده وويل

زما په اند دوی بايد لومړی بشپړ فردي شخصيت ولري. دوی له عادي ماشومانو سره هيڅ توپير نه لری، سره له دې چې دوی يتيمان دي. دوی بايد په راتلونکي کې د بشپړ شخصيت خاوندان شي، تر څو خپل ځواک په اتکا ژوند وکړی شی. هيله من يم چې دوی به تر خپلې وسې پورې د ټولنې لپاره خدمت وکړي او نه غواړم چې دوی کوم ميليادر وګرځي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای