CRI Online

د غوښتونکي تليفون په وسيله د زړو کسانو ډېرې ستونزې حل شوې دي

cri     (GMT+08:00) 2014-02-05 17:27:54

چين په نړۍ کې داسی لومړی هېواد دی چې د هېواد تر شتمن کېدو مخکې يې د زړو کسانو شمير ډير زيات شوی دی چې ښه بېلګه يې د چين د نين شا د هوي قوم خپلواکه سيمه ده. د دې سيمې د اقتصاد پرمختيايي کچه ټيټه ده ، خو د زړو کسانو شمير يې زيات شوی دی. د حکومت په وړاندی يوه ستونزمنه دنده ده چې څنګه کولی شي چې د دغو زړو کسانو ستونزې په ښه توګه حل کړو؟ له نيکمرغه د يادې خپلواکې سيمې حکومت د بې وزلو زړو کسانو د ستونزو د حلولو لپاره ډېره هڅه کړې ده. په وروستيو کې خبريال د دې سيمې د يون نين ولسوالۍ د يانګ ګوانګ په نوم د هستوګنې ناحيې ته ولاړ او و يې ليدل چې زاړه کسان په خپلو کورونو کې د خپل عمر وروستۍ موده په خوښۍ سره تېروي .

(( بلی، سلام عليکم ، دا د يانګ ګوانګ ناحيې خدمتي مرکز دی ، تاسی څه غوښتنې لرئ؟ ))

دغې تلفون ته ځواب ور کوونکې خبريال ته وويل، دا د ياد مرکز کارکوونکې شې هونګ فان ده او يو سپين ږيري د غوښتونکي تليفون په وسيله ورڅخه د برېښنا کارت د اخيستلو غوښتنه وکړه .

د تېر کال په پاي کې د چين د مشهور مخابراتي شرکت په مرسته د غوښتونکي تليفون ځانګړی لين لومړی د يانګ ګوانګ په ناحيه کې وکارول شو چې بې وسه زاړه کسان يوازې د دې تليفون په وسيله د بيړنۍ درملنې او د خپل ژوند د مرستې لپاره غوښتنې وړاندې کولی شي . اغلې ما وويل

(( مخکې د بې وسو زړو کسانو په کورونو کې دايمي تليفونونه نصب شوي وو ، خو اوس ګرځنده تليفونونه دوي ته په وړيا ډول ورکړل شوي دي ، حتی د ځاي د ټاکلو په هکله د جي پي ايس سيستم هم پکې درول شوی دی . نو دغه ډول ګرځند تليفون ډېر هر کلی کېږي، خو شمېر يې محدود دی، زموږ د هستوګنې په ناحيه کې له څلورو سوو زړو کسانو څخه يوازې پر پنځوسو تنو دا ډول ګرځنده تليفونونه ويشل شوي دي. ))

شپږ اوويا کلن سپين ږير لي ون جين د تګ راتګ ستونزه لري ، وروسته له هغې چې په کور کې يې غوښتونکی تليفون نصب شوی ، په ژوند کې يې زياتې ستونزې حل شوي دي، هغه په خوښۍ سره خبريال ته وويل

(( په هغه وخت کې چې غوښتونکی تليفون تازه نصب شو، د امسا په زور مې تګ راتګ کولو او په ژوند کې له زياتو ستونزو سره مخامخ وم، خو د غوښتونکي تليفون په وسيله دغه ستونزې حل شوې مثلا ما د غوښتونکي تليفون په وسيله شيان اخيستي ، د تلويزيون ، تليفون او برېښنا لګښتونه مې پرې ادا کړي دي . ))

اوس د يون نين ولسوالۍ حکومت په مرسته په وړيا ډول د شپږو سوو بې وسه زړو کسانو لپاره چې هيڅ اولاد نه لری ، يا يوازنی زوي يا لور مړ شوي او يا د ژوند توان يې له لاسه ورکړی ، څلويښت دايمي تليفونونه نصب شوي او پنځه سوه شپيته ګرځنده تليفونونه ورکړل شوي دي چې له امله يې په دې ولسوالۍ کې د يانګ ګوانګ ناحيې په شمول اته ناحيې جوړې شوي او په راتلونکي وخت کې به ورته ناحيې هم جوړې شی. د يادو ناحيو د جوړولو پروژې مسول ښاغلي چن جي شين خبريال ته وويل

(( زموږ اصلي نيت دا دی چې د زړو کسانو لپاره د ژوند لازمې اسانتياوې برابرې او په تيره بيا په عصري مخابراتي وسايلو له زړو کسانو سره مرسته وکړو . ))

د اړوند خبر له مخې، د نينيګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې د ٢٠١١ کال په اپريل مياشت کې د زړو کسانو د ستونزو ليری کولو لپاره دغه غوښتونکي تليفون خدمتي مرکز جوړ کړ او تر اوسه پورې اوه ويشتو زرو زړو کسانو ترې ګټه پورته کړې ده. ويل کېږي چې برېښنايي تکنالوژۍ د وګړيو په ژوند کې ډېر مهم رول لوبولی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای