CRI Online

که خپل هېواد مو پياوړی وي، نو هېوادوال به مو په بهر کې هم د درناوي وړ وي

cri     (GMT+08:00) 2014-02-12 21:04:26

کله چې په ٢٠١٣ کال کې مکې شريفې ته د حج د اداء کولو مذهبي فعاليت پای ته ورسېد. د چين ډېرو مسلمانانو چې د نينګ شيا له خپلواکې سيمې څخه راغلي وو، مکې شريفې ته د تللو په هکله خپلې هيلې عملي کړې په دې اړه زمونږ. خبريال د نينګ شيا په اين چوان او وو جونګ ښارونو کې له ځينو مسلمانانو سره مرکې وکړې.

نهه دېرش کلن ما شنګ مينګ د ين چوان ښار د شين چنګ په نوم د لوی جومات امام دی، نوموړی په ٢٠١٣ کال کې د حج ادا کولو لپاره مکې شريفې ته ولاړ . هغه د دې بهير د يادولو په ترڅ کې خبريال ته وويل چې په دغو څلويښتو ورځو کې د نوموړي تر ټولو ژوره خاطره دا وه چې په مکه کې د بېلا بېلو هېوادونو مسلمانان لکه د يوې کورنۍ غړي ټول سره راټول ولېدل . که څه هم دوی بېلا بېلې ژبې ويلې، خو د سلام په ويلو سره خپلمنځي نااشنايې احساسات سمدلاسه ليرې کېدل.

ښاغلي ما شنګ مينګ زياته کړه چې په دې لار کې يې د اسلام دين د هوساوي نظر په هکله نوره ژوره پېژندنه هم تر لاسه کړه. هغه خبريال ته وويل چې يو ځل مې د لمونځ د اداء کولو څخه وروسته خپل لاسي بکس په ډګر کې رانه پاتې شو، يو ساعت وروسته کله چې بيرته د هغه ډګر په لور ورغلم ،نو زما لاسي بکس لا هم هلته ايښی و. دغې پېښې ما ته نوره ژوره خاطره هم راوبښله . برسيره پر دې، په دې لار کې ما په څرګنده توګه په نړۍ کې د چين اغېزې او شهورت و پېژنده. ده خبريال ته وويل

(( د ټولو چيني مسلمانانو پر جامو د چين ملي بيراغ و . کله چې بهرنيو حجيانو موږ ته کتل، دوی به ويل : چين ، چين او په همدې وخت کې به زموږ د درناوي څرګندولو لپاره د لاس غټه ګوته پورته کوله . په مکه کې ډېرو عربيانو وغوښتل چې له موږ څخه چيني ژبه زده کړي لکه نينګ هاو يعنی سلام. فکر کوم دا زموږ د ټولو چينايانو لپاره د وياړ ځای دی. ))

له ين چوان ښار څخه تر خوځېدو وروسته خبريال د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې د وو جونګ ښار ته ورسېد. دغه ښار د نينګ شيا په مرکز کې پروت دی او دلته ډېر مسلمانان هم اوسيږي.

دغه ورځ د جعمې ورځ وه، خبريال د وو نان په نوم په يو جومات کې له سپين ږيري جو شنګ تانګ سره مرکه وکړه. اويا کلن جو شنګ تانګ په ٢٠٠٩ کال کې د حج د ادا کولو په موخه مکې شريفې ته د ورتګ په هکله خپله هيله عملي کړه. هغه خبريال ته وويل، د مکې شريفې ته د سفر په اغېز ما احساس کړه چې د وينا کولو او عملي کولو په برخو کې مې سويه لوړه شوې ده. هغه وويل

(( فکر کوم چې له دې سفر څخه تر بيرته راستنېدو وروسته د وينا کولو او عملي کولو په برخو کې د پخوا په پرتله ډېره پاملرنه کوم. برسيره پر دې،هره ورځ په جدي توګه پنځه ځله لمونځ هم کوم. ))

د وو نان په نوم د يو جومات مشر امام وانګ جين يو په جلا جلا توګه په ١٩٩٨ کال کې او په ٢٠٠٨ کال کې د حج د ادا کولو په موخه مکې شريفې ته و لاړ دی . هغه خبريال ته وويل چې د دوو سفرونو په هکله د ده خاطرې ډېرې بېلې دي. ده وويل

(( په ١٩٩٨ کال کې دا ډېره ستونزمنه وه چې چيني مسلمانان به مکې شريفې ته ولاړ شي .په هغه کال کې د ټولې نينګ شيا سيمې څخه يوازې دوو سوو څلور پنځوسو کسانو دغه فرصت تر لاسه کړ. د سفر بهير هم ډېر ستونزمن و لومړی د اورګاډۍ له لارې بېجينګ ته ولاړو او بيا د الوتکې له لارې سعودي عربستان ته ورسېدو، او ور پسې بيا د موټر له لارې مدينې منورې او بيا مکې معظمې ته ورسېدو. ))

د ښاغلي وانګ يو جين په قول، په ٢٠٠٨ کال کې حالات ډېر بېل وو. په دې کال کې مکې شريفې ته د تلونکو مسلمانانو شمېر د ١٩٩٨ کال په پرتله لس چنده زيات و او د ځانګړې الوتکې له لارې يې په مستقيمه توګه له ين چوان ښار څخه مدينې ته ورسېدل. برسيره پر دې، په مکه کې د چيني مسلمانانو د استوګنې شرايط هم ډېر ښه شوي دي. هغه وويل چې فکر کوم د شخصيت مقام له خپل هېواد سره نژدې اړيکې لري. نو هر وخت موږ بايد له خپل هېواد سره مينه وساتو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای