CRI Online

هره کورنۍله لمريزې انرژۍ څخه برخمنه ده

cri     (GMT+08:00) 2014-02-25 21:12:50

د لمونځ د ادا کولو لپاره اودس حتمي دی، خو د هاي شن شيو لپاره اودس يو ستونزمن کار دی ځکه چې دده ټاټوبی د شمال لويديځ چين د نينګ شيا د هوي قوم د خپلواکې سيمې د شي هاي ګو په وچه او سوځوونکې غرنۍ ناحيه کې پروت دی چې هلته د څښلو اوبو اړتياوې هم نشي پوره کېدای .

د لمونځ مخکې بايد اودس وشي ، خو پخوا د اوبو د کمښت له امله نوموړي نشوکولی، چې هره ورځ په اودسه سره لمونځ ادا کړي . دغه خبرې اته شپېته کلن سپين ږيري هاي شن شيو وکړې چې اوس مهال له يوې شاړې دښتې څخه د ګويوان ښار يون جو سيمې د يون ده په نوم کلي ته نقل شو،چې دغه ځای خاص د کډوالود دايمي هستوګنې لپاره جوړ شوی دی . هغه خبريال ته وويل چې د يوه مسلمان په حيث بايد هره ورځ پنځه ځله لمونځ وکړم . پخوا موږ د اوبو دکمښت له امله يوازې په چيلمچۍ کې لاسونه مينځل. هغه زياته کړه چې تير کال د سپتمبر په اوويشتمه نېټه هاي شن شيو او نور کليوال يون ده کلي ته نقل شول چې هر تن کولئ شي له نل اوبو څخه ګټه واخلي او حکومت هم د هر کور په بام د لمريزې انرژۍ په وسيله د اوبو تودولو اله نصب کړې ده.

د هاي شن شيو په کور کې خبريال دده په ملتيا تشناب ته ننوت او د اوبو د تودولو اله يې وليده . هاي شن شيو د اوبو شيردان خلاص کړ او په شوق سره يې وويل چې اوس هر وخت له تودو اوبو څخه ګټه اخيستی شم. رښتياوه چې له شيردان څخه توېيدلې اوبه څو ثانيې وروسته تودې کېدې.

هاي شن شيو په خوښۍ سره خبريال ته وويل چې اوس مهال د ژوند شرايط مو ښه شوي دي او په ډاډه زړه تر لاسمينځي او غسل وروسته لمونځ کولی شو.

په يون ده کلی کې د پنځه سوو او اته ويشتو کورنيو په شمول دوه زره درې سوه اوه څلويښت تنه اوسيږي چې د شپږو کورنيو په ګډون نولس تنه يې د چين د لومړي لوی هان قوم پورې اړه لري او نور يې ټول مسلمانان دي. د ګويوان ښار د کډوالو دفتر کارکوونکي ما باو جيون په وينا د لمريزې انرژۍ په وسيله د اوبو تودولو د الو په نصبولو سره د مسلمانانو د لمونځ کولو لپاره اسانتياوې برابرې شوې دي.هغه وويل چې د هرې الې بيه يوازې يو زرو اوه سوه يوانه پيسې ده ، خو حکومت يوازې له هرې کورنۍ څخه دوه سوه يوانه پيسې اخيستې دي ځکه چې کډوال له غريبې غرنۍ سيمې څخه نقل شوي دي .

د مرکې په ترڅ کې خبريال د نوموړي کلي له مشر فن دا جاو څخه چې ماموريت به يې ډېر ژر پای ته ورسيږي ، دا مالومات لاس ته راوړل چې د يون ده کلي پراخوالی يو سل هکتاره ځمکه ده چې د هستوګنې ځایيې له پلاستيکي څپرونو څخه عبارت دی . په دغه کلي کې اوسيدونکي له اوو غرنيو کليوڅخه راغلي غريبانه کليوال دي چې ځينې يې په خاورينو غارونو کې اوسيدل . نن ورځ حکومت ددوی لپاره نوي کورونه او په کلي کې يې لومړنی او منځنی ښوونځی او کلينيک پراخ کړی، برسيره پر دې، يو وړکتون يې هم جوړ کړي دي. د يادولو دا ده چې اوسمهال د اوبو د کمښت ، د ښوونې ، درملنې او تګ راتک ستونزې ټولې د حکومت په مرسته لېرې شوې دي. لکه څنګه چې کليوال مين باو فو وويل ،چې د پخوا په پرتله مو اوس د ژوند او هستوګنې شرطونه دومره ښه شوي دي چې د اسمان او ځمکې توپير لري.

د يادولو وړ ده چې د چين شمال لويديځه سيمه وچه سيمه ده چې د خرابو جغرافيايي شرطونو له امله يوه غريبه سيمه هم ده او وګړي يې لا تر اوسه پورې د ختيځې سيمې د وګړو په پرتله غريب ښکاري . نو حکومت به ددې خوارې او غريبې سيمې د ابادولو لپاره لا کوششونه وکړي . يقين دی چې د هېواد د لويديځې سيمې د ابادۍ د غټ پلان د تطبيق سره سم به ژر ددې سيمې د وګړو ستونزې هم پای ته ورسيږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای