CRI Online

د چين چينګهای ولايت د مسلمانانو لپاره د ژوند د اړتياوړ شيان ډېر زيات صادرکړې دي

cri     (GMT+08:00) 2014-03-12 17:17:36

د چين د مرکزي خبري اژانس د خبر له مخې : د چين د چينګهای ولايت د شينين ښار د سوداګرۍ ادارې په اړه د بهرنۍ سوداګرۍ او اقتصاد لوی مدير وانګ شياو نين په دې وروستيوورځو کې خبريالانو ته وويل ، چې تير کال د ياد ولايت لخوا د صادر شويو ځانګړو توکو څخه زياته اندازه د مسلمانانو لپاره د ژوند د اړتياوړ شيان وو .

تير کال په چين کې د اسلامي تصديو لوړ پوړی فورم يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې نژدې له لسو کلونو راپدې خوا د چين او اسلامي هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ د کلني ارزښت منځنی زياتوالی د ديرشو سلنو په شاوخوا کې دی او د زياتوالي ساحه يې هم زياته ده . په نړيوال اقتصاد کې د چين فعال او غښتلی اقتصاد د اسلامي هېوادونو د پاملرنې وړ ګرځېدلی او د چين په لويديځ کې د چينګهای ولايت چې ګڼ شمير مسلمانان پکې ميشته دي ، اسلامي هېوادونو ته د صادراتو او له دغو هېوادو نو څخه د وارداتو په لحاظ د کولتوري سرچينو او صنايعو ښيګڼې لري.

په چينګهای ولايت کې د لباسونو ، خوليو ، ټغرګيو او دسمالونو د جوړولو غوره تصدۍ شته چې په اسيا کې تر ټولو لويې تصدۍ دي اودغه توکي د عربي او نورو اسلامي هېوادونو په بازارونو کې ډيره برخه نيسي.

د چينګهای د ايوا په نوم د اسلامي توکو د توليدولو شرکت د عمومي منيجر مرستيال ګاو ون شياو وويل چې ددوي شرکت په ١٩٩٨ کال کې د خوليو په جوړولو پيل وکړ او تر اوسه پورې يې ٤٥٠ مليونه خولۍ صادرې کړې دي. دده په اند اوس د منځنۍ اسيا په اسلامي هېوادونو کې يو پر درېمه برخه خولۍ د چينهاي ولايت لخوا جوړې شوي دي.

هغه زياته کړه چې پخوا مو يوازې خولۍ صادرولې ، خو اوس زموږ شرکت لباسونه ، جرابې ، ټغرګي او نور داسې ورته توکي د منځني ختيځ ، منځنۍ اسيا او جنوب ختيځې اسيا او افريقا شلو اسلامي هېوادونو ته صادروو .

د مالوماتو له مخې پرته د مسلمانانو د اړتياوړ توکو نه د چينګهای ولايت لخوا د صادر شويو ځانګړو توکو اندازه هم زياتېږي . د غاليو او ټغرګيو د لوی صادرونکي ولايت په توګه د چينګهای ولايت لخوا اوبدل شوې غالۍ او ټغرګي د نړۍ د زياتو هېوادونو لخوا ستايل کېږي . تېر کال نوموړي ولايت د ٦٥ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت غالۍ ، د ١١٣ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت سپڼسي او منسوجات ، د ٧٨ مليونو او اتو لکو ډالرو په ارزښت جامې ، د ١٦ مليونو او څلورو لکو ډالرو په ارزښت پشمي کشميره او د پنځو مليونو ډالرو په اندازه يې طبي بوټي صادر کړي دي چې د دغو صادر شويو توکو ارزښت د شينين ښار له عمومي صادراتي ارزښتونو څخه څلور څلويښت سلنه برخه نيسي ،خو د اوسپنې صادراتي ارزښت ١٠١ مليونو او دوو لکو امريکايي ډالرو ته را رسېدلی دی، چې دغه ارزښت د تېر شوي کال په نسبت په سلو کې يو ديرش را ټيټ شوی دی .

د ښاغلي وانګ شياو نين په وينا تير کال شينين ښار يو سلو شپېتو هېوادونو ته توکي صادرکړي، چې د ديرشو هېوادونو شمير يې نور هم زيات شوی او شلو هېوادونو ته يې صادراتي ارزښتونه له لسو مليونو ډالرو څخه هم اوښتي دي. اندونيزيا، استراليا ، د چين هانکانګ ، جرمني ، جاپان ، پاکستان ، امريکا او ماليزيا د شينين ښار د صادراتو او وارداتو په برخه کې مخکښ ولاړ دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای