CRI Online

شينجيانګ بايد د وريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د ابادۍ له لارې د هراړخيز پرمختګ هڅونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2014-03-28 20:43:51

شينجيانګ بايد د وريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د ابادۍ له لارې د هراړخيز پرمختګ هڅونه وکړي

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړې عبلا د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې ملی کميټې د دويمې غونډې په ترڅ کې خبريال ته وويل پرمختګ د شينجيانګ په وړاندی کليدي اهميت لری او د وريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې ابادی به د شينجيانګ پرمختګ ته ښه فرصتونه برابر کړي.

ميرمن عبلا د شينجيانګ د کرنې پوهنتون يوه اقتصاد پوهه ده او د شينجيانګ د کرهنيزو چارو پرمختګ ته ډېره پاملرنه کوي. هغې وويل په شينجيانګ کې زيات شمېر خلک په کرهنيزو چارو بوخت دي په تيره بيا د ملی لږ کيو قومونو په سيمو کې د اقتصادی پرمختګ ګړنديتوب يا ځنډونه له کرهنيزو چارو سره نژدې اړيکې لري. که څه هم په شينجيانګ کې د کرنې پرمختګ لپاره ځانګړې ښيګڼې لري، خو کرهنيزې چارې لا هم د لوړو خطرونو او ټيټو ګټو سره مخامخ دي چې په اسانه توګه د طبيعی مصيبتونو تر اغيزو لاندی دي، نو هېواد او ټولنه بايد د شينجيانګ کرهنيزو چارو ته نور زيات ملاتړ او ضمانت برابر کړي. هغې وويل(اواز)

زه وړانديز کوم چې ځانګړی تفوق لرونکی کرهنيز توليدات بايد د کرهنيزې بيمې تر ساتنې لاندی وي. که بزګران په طبيعی مصيبتونو ځپلي وي، د دوی عايداتو او شوق او جذباتو ته به بدې اغيزې ورسوي. نو هيله ده چې حکومت د شينجيانګ بزګرانو لپاره مرستندويه تګلارې غوره کړي تر څو په شينجيانګ کې ځانګړی تفوق لرونکی کرهينيزې چارې پياوړې شي.

د شينجيانګ په کرنه کې د ناککړو کرنيزو محصولاتو توليد په لومړيتوبونو کې ځاي لری چې دغه تګلاره د وګړو له اړتياوو سره سمون خوري ، خو نن ورځ په شينجيانګ کې توليد شوي کرنيز محصولات د نورو هېوادونو له معيارونو سره برابر نه دي چې له امله يې د اوږدې مودې راهيسې د شينجينګ د کرنيزو محصولاتو صادرات محدود شوي دي. ميرمن عبلا کنفرانس ته د وړاندي شوي وړانديز په هکله داسی وويل ( اواز٢٢)

زما وړانديز د شانګهاي د همکارۍ سازمان پر نسبټ وړاندی شوی او د غړو هېوادونو ترمنځ بايد د کيفيت معيار د يو بل پيژندنې پر اساس يو ډول نظام جوړ کړي څو چې يو بل هېواد ته د کرنيزو محصولاتو صادرات زيات شی. له بلې خوا دا هم د منځني اسيا د پمبې او غلودانو د صادرولو لپاره ګټوره ده . که په دې هکله د يو بل پيژندنې او همغړۍ نظام جوړ شی ، د دوه اړخيزې سوداګرۍ د غښتليتوب لپاره ډير لوي رول لوبولی شی .

شينجيانګ د چين په لويديځ کې واقع دی او له زياتو هېوادونو سره ګډې پولې لری، نو شينجيانګ لويديځ ته د چين د دروازې د خلاصولو او د ورېښمو د لرغونۍ لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمو د ودانولو لپاره مهمه سيمه هم ده . د ميرمن عبلا په اندپه شينجيانګ کې د پولي سمون د ازمويښتي سيمې ابادی ، د ژن مين بي يوانو د تبادلوي ارزښت سمون ، د پولي بازار خلاصون ، د ژن مين بي يوانو نړيوال کېدا او په نورو ساحو کې اصلاحات به له منځني او لويديځې اسيا سره د چين د همکارۍ د پياوړتيا لپاره ګټه ولری ، نو ميرمن عبلا په ځانګړۍ توګه د پولي سمون د ازمويښتي سيمې د ابادۍ په هکله وړانديز وړاندي کړ . هغې وويل ( اواز)

په شينجيانګ کې د پولي سمون د ازمويښتي سيمې تر جوړېدو وروسته به د پولي شرطونو او زمينو ښه والي به د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ لپاره ګټور وي ، او ګڼ شمير کورني او بهرني پانګوالان به راجلب شی چې په نتيجه کې د شينجيانګ اقتصاد لا غښتلی شی .

ميرمن عبلا په پاي کې خبريال ته وويل ( اواز)

لنډه دا چې د شينجينګ زياتې ستونزې ددې سيمې تر ودانولو وروسته پخپله لېرې کېيږي، د خلکو د ژوند سويې د لوړوالي له کبله ددوي کيفيت لوړيږي ، او د ځينو ستونزو د پيژندلو سمه نظريه هم رامنځته کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای