CRI Online

د چين په هانکانګ کې د اسلام د مقدس دين حال او ماضي

cri     (GMT+08:00) 2014-04-02 17:08:53

د تاريخي اسنادو له مخې، د تېرې اوولسمې پېړۍ په منځنۍ موده کې د اسلام مقدس دين له منځنی ختيځ څخه هانکانګ ته خپور شو. هغه مسلمانان چې لومړي هانکانګ ته ورسېدل، چينايان نه وو، بلکې د پخواني هندوستان مسلمانان وو چې هغه مهال د بريتانيا تر کنټرول لاندې و. په يو تاريخي کتاب کې داسې ليکل شوي: په ١٦٠٥م کال کې د ختيځ هند په نوم د بريتانوي شرکت بيړۍ هاکانګ ته ورسېدلې او ور سره ډېر هندي مسلمان سوداګر په لومړي ځل هانکانګ ته ننوتل. ور پسې له ١٨٤١ کال وروسته چيني مسلمان سوداګر وار په وار هانکانګ ته ورسېدل او جومات يې هم جوړ کړ، له دې څخه ښکاري چې په هانکانګ کې د اسلام مقدس دين پرمختيا موندلې ده .

اوس په هانکانګ کې د سر شمېره شپږ مليونه او اته لکه تنه ده چې دوه لکه او لس زره تنه يې مسلمانان دي.

په هانکانګ کې پنځه جوماتونه موجود دي چې نومونه يې دا دي: شې لي جی جومات، جيو لونګ جومات، ای چون داو جومات، چه جو جومات او چای وان جومات . شې لي جی جومات د هوی قوم د لمونځ عمومي ځای دی او په هانکانګ کې تر ټولو لرغونی جومات بلل کېږي. دغه جومات په ١٨٧٠ کال کې جوړ شوی او د هانکانګ د مرکز د شې لي په نوم واټ کې پروت دی. درې پوړيزه مناره يې شل متره لوړوالی لري او د منارې په شا کې يو لوی تالار هم موجود دی چې پراخوالی يې دوه زره اته سوه مربع متره دی او څه دپاسه يو زر کسان پکې ځائيږي.

جيو لونګ جومات هم د هانګانګ په مرکز کې جيو لونګ پارک ته نژدې واقع دی . د دې جومات پراخوالی څه نا څه يو زر پنځه سوو مربع مترو ته رسېږي او درې پوړه دی. په لومړی پوړ کې يې دفتر، کتابتون، د غونډې خونه او د لوست خونه ليدل کېږي، دوهم پوړ يې درسي کوټه ده چې په ځانګړی توګه د مذهبي مالوماتو د زده کړې په خاطر د ځوانانو لپاره جوړه شوې. درېيم پوړ د لمونځ لپاره يو تالار دی او کيڼ خوا يې يوه لويه خونه ده چې خاص د نارينه وو لپاره او د ښې خوا کوچنۍ کوټه خاص د ښځو لپاره ده.

نور درې جوماتونه هم بېلې ځانګړتياوې لري. له دغو جوماتونو نه پرته، مسلمانانو ته د اسانتياوو د برابرولو لپاره، ځينو ټولنيزو ډلو، ښوونځيو او پوځي کمپونو ته نژدې د لمونځ ځايونه هم موجود دي.

که څه هم چې د مسلمانانو شمير په هانکانګ کې د نورو پنځو دينونو له پلويانو څخه کم دی ، خو اسلامي دين په هانکانګ کې ستره اغېزه لري. اوس په هانکانګ کې اته اسلامي ټولنې موجودې دي چې نومونه يې دا دي: د چين د هوی قوم د عالمې مينې ټولنه، د چين د هوی قوم ټولنه، د هوی قوم د ښځو ټولنه، د هوی قوم صندوق ، د اسلام ګډه ټولنه، د اسلامي ځوانانو ټولنه، اسلامي مرکز او د اسلام نړيواله خدمتي ټولنه.

د چين د هوی قوم د عالمې مينې ټولنه په ١٩٢٧ کال کې جوړه شوه او په هانکانګ کې هغه اسلامي ټولنه بلل کېږي چې پکې د چيني مسلمانانو شمېر تر ټولو زيات دی. دغې ټولنې د اسلامي دين د اړوندو کارونو د پرمخبيولو لپاره هڅه کړې او کوي يې . برسيره پر دې، دغې ټولنې د ښوونې او خيريه چارو د پرمخبيولو لپاره هم زيار ايستلی چې د تون من په نوم اسلامي ښوونځی او د اسلام د پرمخ وړلو لپاره يې د انګليسي ژبې منځنی ښوونځی يې جوړ کړي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای