CRI Online

د وريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د ابادۍ له لارې به د شينجيانګ پرمختيايي سرعت چټک شي

cri     (GMT+08:00) 2014-04-25 16:42:57


د شينجيانګ د اکيتاو ولسوالۍ د يو مای کلي مرستيالې ايم شاه ارمان وويل چې زموږ په ټاټوبي کې د هر بزګرپه سر کالني عايدات يوازی څه نا څه ٢ زره او ٦ سوه يوانه دي.خو دلته ځيني کليوالي بزګران په کال کې ٣٠ زره يا ٣٥ زره يوانه اخستی شی .

په ٢٠١٣ کال کې څه د پاسه ٦٠٠ تنه اويغوري ځوانان د ٣٣ کلنې ايم شاه ارمان په مشرۍ له شينجيانګ څخه د جه جيانګ ولايت څشي ښار ته تللي چې هلته يې د نساجۍ په يوه تصدۍ کې پر کارونو پيل کړی.هغې د تليفون له لارې د سي ار ای راډيو خبريال ته وويل چې په نورو ځايونو کې د کار عايدات په شينجيانګ کې د کار له ګټو څخه ١٠ چنده زيات دي.

ايم شاه خبريال ته وويل چې که څه هم عايدات يې ډېر دي ، خو ځينې ځوانې ښځې لا هم تر يو يا دوو کلونو وروسته خپل ټاټوبي ته ستنې شوې. ٢٢ کلنې ای نوا چې د يو ٣ کلن ماشوم مور ده ، د څشي ښار د نساجۍ په يوه تصدۍ کې يې پوره يو کال کار کړی ، خبريال ته داسې وويل،دلته مو خوښ دی،خو خپل پلار ،مور او ماشوم ته ډير يادوم. واټن ډېر لېرې دی،که کور ته لاړ شم ، دلته نشم تلی ، ځکه د تګ راتګ لګښت ډير دی ، که په خپل ټاټوبي کې داسې فابريکې جوړې شی ، امکان شته چې موږ په فابريکو کې زيات وخت کار وکړو.

له څو کلونو راهيسې مرکزي حکومت او د خپلواکې سيمې حکومت د شينجيانګ بزګرانو ته د کار د لازياتو فرصتونو د برابرولو لپاره زياتې تګلارې او تدبيرونه غوره کړي دي.له شمېرنې سره سم په ٢٠١٣ کال کې په شينجيانګ کې څه د پاسه ٢ مليونه او ٧٠٠ زره تنه اضافي بزګران په نورو چارو کې ګمارل شوي ،خو د شينجيانګ په يو شمېر لېرې او ګوښه سيمو کې د استخدام حالت لاهم دروند دی.د بېلګې په توګه د اکيتاو په ولسوالۍ کې له ټولو دوو لکو او لسو زرو اوسيدونکو څخه يو پر درېيمه برخه بېکاره او نيم بيکاره ده.

د اکيتاو ولسوالۍ ولسي استازې ٢٥ کلنې راېخان ګل امير چې په ٢٠٠٧ کال کې د څشي ښار د نساجۍ په همدغه تصدۍ کې يوه کارګره شوه ، د خپل ټاټوبي د څه باندي يو زرو تنو نجونو هڅونه وکړه چې د مزدورۍ لپاره نورو ځايونو ته لاړې شی.روان کال رايخان ګل د يوې ولسي استازې په توګه ملي ولسي کانګرس ته وړانديز وکړ چې لازياتې تصدۍ په شينجيانګ کې فابريکې جوړې کړي يا پانګې واچوي .

د چين په لوېديځه سيمه کې په تېره بيا شينجيانګ کې طبيعي سرچينې ډېرې غني دي،خو د بنسټيزو تاسيساتو ابادی وروسته پاتې او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ سويې ټيټې دي.د چين صدراعظم لي که چيانګ په خپل حکومتي راپور کې وړاندې کړی چې د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د ابادۍ پلان د جوړولو بهير دې چټک شي. په چين کې د نړيوال اقتصاد د تبادلې مرکز څيړونکي وانګ جيون وويل چې اوس په شينجيانګ کې د بنسټيزو تاسيساتو د ابادولو چارې تر ټولو مهمې دي.

د لوېديځې سيمې د بنسټيزو تاسيساتو د ابادولو په برخه کې موجودې ستونزې څرګندې دي. استعداد لرونکي پرسونل او اچول شوې پانګې کمې دي چې له امله يې په لوېديځه سيمه کې د ايکولوژيک چاپيريال د ساتنې فشار دروند دی .

د چين د ملي ولسي کانګرس استازي شکلايتي ذاکر چې نوموړی د اويغوري قومي خپلواکې سيمې د ولسي کانګرس د دايمي کميټې مشر هم دی،وويل چې د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د ابادۍ پلان د شينجيانګ د اقتصادي پرمختګ سويې د لوړتيا ، د کار د دندو د زياتوالي او د خلکو ژوند د ښه والي لپاره يو مهم فرصت دی.






اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای