CRI Online

په نينګ شيا سيمه کې د چين او عربي هېوادونو تر منځ د کلتوري تبادلې برياليتوبونه او چانسونه

cri     (GMT+08:00) 2014-04-12 11:29:29

د چين او عربي هېوادونو تر منځ سياسي اړيکې ښې دي او د کلتور او تجارت په برخو کې د دواړو خواوو تر منځ همکاري د ګړندي پرمختګ په حال کې ده. نو د چين په نظر، بايد د کلتور په برخه کې د هوی قوم او عربي هېوادونو د يو شان سرچينو څخه په ګټې اخيستلو سره په هراړخيزه توګه د دواړو خواوو تر منځ همکاري نوره پياوړې شي ،کوم چې د دواړو خواوو له ګډو ګټو سره سمون خوري. د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکه سيمه په چين کې د هوی قوم مسلمانانو تر ټولو لويه اوسيدونکې سيمه ده چې د هوی قوم دوه مليونه مسلمانان پکې ميشت دي . برسيره پر دې ، د دغې سيمې طبيعي چاپېريال له ډېرو عربي هېوادونو سره ورته دی. نو دغه سيمه د چين او عربي هېوادونو تر منځ د تبادلې يوه اډه هم ګرځېدلې ده.

د اقتصاد او سوداګرۍ په هکله د چين او عربي هېوادونو تر منځ د لومړۍ دورې فورم په ٢٠٠٩ کال کې په نينګ شيا سيمه کې تر سره شو.له هغې وروسته دغه فورم هر کال په نينګ شيا کې تر سره کېږي. د چين صدراعظم لي که چيانګ په ٢٠١٢ کال کې د درېيمې دورې فورم په پرانيستونکو مراسمو کې اعلان وکړ چې په نينګ شيا سيمه کې به د اقتصاد لپاره پرانيستونکې ازمويښتي سيمه جوړه شي تر څو د نينګ شيا لوېديځ خوا ته د اقتصاد د ﻻ پياوړتيا لپاره يوه اډه اباده شي. دغه راز د اقتصاد او سوداګرۍ، د پانګونې او کلتور په برخو کې به د چين او عربي هېوادونو تر منځ همکارۍ او تبادلې ډېرې پرمخ يووړل شي.

د سياست او اقتصاد په برخو کې د چين او عربي هېوادونو تر منځ همکاري د ګړندي پرمختګ په اثر د هنر او کلتور په برخو کې د دواړو خواوو تر منځ تبادلې هم د زياتېدو په حال کې دي. چين له ټولو عربي هېوادونو سره د کلتوري همکاري تړون لاسليک کړی او د دغو تړونونو په چوکاټ کې يې يو لړ اجراييوي پلانونه هم لاسليک کړي دي.

د چين د کلتور وزارت له عربي هېوادونو سره همکارۍ او تبادلو ته په ډېره درنه سترګه ګوري. په دې وروستيو کلونو کې د کلتور وزارت په عربي هېوادونو کې يو لړ کلتوري فعاليتونه هم تر سره کړل، د بېلګې په توګه، پر سمندر باندې د وريښمو لارې په هکله د چوان جو هنري فيستوال، شمالي افريقا ته د چين کلتوري سفر، د خليج په هېوادونو کې د چين د کلتور اوونۍ او داسې نور. د دغو فعاليتونو په بهير کې د چين اړوند پلاوی په لس ګونو عربي هېوادونو وګرځېده. په عين وخت کې د چين حکومت هم دې ته ډېره پاملرنه کړې چې د عربي هېوادونو لرغونی تاريخ او کلتوري دودونه خپلو وګړو ته ور پېژني. د مثال په توګه، په ١٩٩٧ کال کې په چين کې د خليج د شپږو هېوادونو د کلتوري اوونۍ په نوم فعاليت تر سره شو، په ٢٠٠٤ کال کې په چين کې د مصر او د سوريې د کلتور اوونۍ په نوم فعاليت جوړ شو چې د عربي هېوادونو د تاريخ او هنر د پېژندلو په خاطر يې چينايانو ته يو فرصت برابر کړ. د دغو متقابلو کلتوري فعاليتونو په اغېز، د چين او عربي هېوادونو تر منځ دوستانه اړيکې تر ډېرې اندازې پورې پياوړې شوې دي.

په بهر کې د چين لومړی کلتوري مرکز د ٢٠٠٢ کال په اکتوبر مياشت کې د مصر په قاهره کې پرانيستل شو چې له عربي هېوادونو سره يې د هراړخيزې تبادلې د پياوړتيا لپاره فعال رول لوبولی او د عربي هېوادونو د وګړيو هر کلی يې هم تر لاسه کړی دی. بله خوا عربي هېوادونه هم په چين کې په کلتوري فعاليتونو کې فعال ګډون کړی او کوي يې. ويل کېږي چې د دواړو خواوو تر منځ کلتوري تبادلو ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. اوس په هرو دوو کلونو کې چين او عربي هېوادونه په نوبتي توګه کلتوري فعاليت جوړوي، په عربي هېوادونو کې د چيني ژبې او د چين کلتور د زده کړې په هکله د کانفوسيس اته انسټيټيوټونه هم جوړ شوي دي او په تېرو دېرشو کلونو کې د عربي هېوادونو څه دپاسه زر اثار په چيني ژبه ژباړل شوي دي.

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای