CRI Online

که په شينجيانګ کې انټرنېټي شبکه نه وای

cri     (GMT+08:00) 2014-04-25 16:31:26

له ٢٠ کلونو راهيسې انټرنېټي شبکې د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره ستر فرصتونه رسولي دي،خو د انټرنېټي چارو د چټک پرمختګ سره سره خطرونه هم رامنځته شوي دي.

د ٢٠٠٩ کال د جولای په ٥ نېټه د چين د شينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکې سيمې په مرکز اورمچي ښار کې د وهلو ټکولو، لوټ کولو او سوځولو په شمول د زور زياتي پېښې وشوې چې له امله يې ١٩٧ تنه وژل او ١٧٠٠ تنه نور ټپيان شوي دي.تر دې پېښې وروسته د حالاتو د ارامتيا او د زورزياتي د نورې پېښې د مخنيوي لپاره د شينجيانګ حکومت د انټرنېټ او موبېلفوني پېغامونو په ګډون مخابراتي لارې چارې تر برخه ايز کنټرول لاندی راوستلي دي .

د خبر له مخې، حکومت ځکه د مخابراتي لاروچارو د برخه ايز کنترول تدبير غوره کړی ،مقصد يې د هېواد له بهر سره د ترهګرۍ، بېلتون غوښتنې او تنګلارۍ په ګډون دريو بدنامو ځواکونو اړيکو پرېکول وو . ځکه چې د جولاي د پنځمې نېټې پېښې وروسته يادو ځواکونو لا هم د انټرنېټ او موبېلفوني پېغامونو او د لېرې واټن تليفون په وسيله د زورزياتي او ترهګرۍ اور ته لمن وهلی او نورې پېښې يې پلان کړي وو .

د شينجيانګ د عامه امنيت رياست او د ترهګرۍ پر ضد د کارپوهانو په وينا ،د بېلتون غوښتونکې رابيې قادر په مشرۍ د اويغوريانو نړيوالې ټولنې د جولای د ٥ نېټې له پېښې نه مخکې د انټرنېټ له لارې ترهګرو ته تبليغات کړي او دوي يې هڅولی چې بايد په ميړانه د حکومت پر ضد پېښې جوړې کړي.

د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې رئيس نور بېکلی ويلي چې هر هېواد د مشابه حالاتو په وړاندې د انټرنيت د کنټرول او اداره کولو ياد تدبير نيسي.

د جولای د ٥ نېټې تر پېښې وروسته د شينجيانګ خلکو يوه داسې موده تېره کړې چې انټرنېټ يې نشوای کارولی .

د يوه شينجياني محصل په قول، په شينجيانګ کې ټول انټرنيټي بارونه په يوه شپه کې د لوبو په مرکزونو بدل شوي دي .

د خبر له مخې،د ٢٠٠٩ کال د دسمبر په ٢٩ نېټه په شېجيانګ کې د ژن مين او سين هوا ويبپاڼې کارول پيل شوی او د ٢٠١٠ کال د جنورۍ په ١٠ نېټه د شين لانګ او سوهو ويبپاڼې بيا پرانيستل شوې.له دې مخکې په شينجيانګ کې په وار سره د انټرنېټي بانکونو او د هوا د وړاندوينې په ګډون يو لړ مخابراتي خدمتونه اعاده شوي دي.

د ٢٠١٠ کال د فېبرورۍ له ٦ نېټې څخه په شينجيانګ کې نور ٢٧ ويبسايټونه په پرله پسې ډول پرانيستل شوي چې په کې د خبرونو او ساده لوبو په اړه ويبسايټونه شامل وو . د ٢٠١٠ کال له مارچ څخه تر اپرېل پورې په شينجيانګ کې د برېښنايي ليکونو په اړه ٣٢ ويبپاڼې پرانيستلې او د مې په ١٤ نېټه په شينجيانګ کې انټرنېټي شبکې په هر اړخيزه توګه کارول شوې دي. د شينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکې سيمې د ګوندي کميټې د تبليغاتو څانګې د شينجيانګ د انټرنيټي شبکې د کارونکو په عنوان يو پيغام کې له دې امله له دوی څخه مننه څرګنده کړه چې په ياده موده کې يې د شينجيانګ د حکومت ملاتړ کړی او د شينجيانګ د ټولنيز ثبات لپاره يې فعال خدمتونه کړي او په شينجيانګ کې د انټرنېټي شبکې د پوره اعاده کېدو لپاره يې هم ښه زمينه برابره کړې ده.

د شينجيانګ وګړو په وينا د خلکو ژوند له انټرنېټ څخه نه جلاکېږي.خودا نظر بيخې غلط دی چې انټرنېټ يوه خيالی دنيا ده او هر تن د انټرنېټ له لارې نا مسؤلانه وينا خپرولی شی او د قانون پر ضد کړنه کولی شی .ګڼ شميرخلک د ارامۍ او همغږۍ ژوند ته اړتيا لري ، نو بايد په ګډه د انټرنېټي چاپيريال امنيت وساتي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای