CRI Online

په بېجينګ کې د هوی قوم داوطلبه خدمتي ډله

cri     (GMT+08:00) 2014-04-23 16:23:19

د بېجينګ ښار د چاو واي په ناحيه کې د سان فنګ لي په نوم د استوګنې يوه سيمه شته او د دې سيمې د هوی قوم يوې داوطلبې خدمتي ډلې له لسګونو کلونو څخه راپدې خوا شپه او ورځ د وګړيو د ستونزو د ليرې کولو لپاره هڅه کړې چې له امله يې د ګڼ شمير اوسيدونکو لوړه ستاينه تر لاسه کړې ده ، نو د استوګنې سيمې کمېټې د دې ډلې د غوره خدمتونو په هکله يوه ځانګړې مقاله وليکله او دغه مقاله د خپلې ناحيې په ورځپاڼه کې خپره شوه.

د هوی قوم دغه داوطلبه خدمتي ډله په ١٩٩٩ کال کې جوړه شوه او غړي يې ټول له فابريکې څخه اضافه بسته شوي کارکوونکي دي. د دې ډلې مشر د تيې جه هوا په نوم سپين ږېری دی او څه دباندي سل کلونه کېږي چې پنځه نسلونه يې په دې ځای کې اوسېږي

د بېجينګ د چاو وای ناحيه د ګڼو مسلمانانو د استوګنې سيمه ده او له سلګونو کلونو څخه راپدې خوا دلته د مسلمانانو ترمنځ د يو له بل سره د پاملرنې او مرستې ښه عادت ساتل شوی دی . که څوک له ستونزې سره مخامخ وي، نور به تر وسې پورې ور سره مرسته وکړي . د تيې جه هوا په مشرۍ دغه خدمتي ډله غواړي د نيکه ګانو دغه ښه عادت په ميراث واخلي او په واقعي توګه له وګړيو سره مرستې وکړي.

په ٢٠٠٧ کال کې يوې ښځې د بېجينګ د دوستۍ په نوم له روغتون څخه د چاو وای د نان شيا پو په نوم جومات ته ټليفون وکړ او و يې ويل چې يو کورنی غړی مې مړ شو او هيله يې درلوده چې مړی يې دغه جومات ته وليږدوي. کله چې ښاغلي تيې دغه خبر واورېد، هغه د ډوډۍ په نه خوړلو سره سمدلاسه له څلورپنځو داوطلبانوسره يو ځای روغتون ته ولاړل. کله چې د مړي تابوت د جومات په يوه ځانګړې خونه کې کېښود،د سهار دوه بجې وې. د مړي کورنۍ له دوی څخه د مننې لپاره څو پيسې ور کړې،ددوي لخوا رد شوې ، نو د کورنۍ غړي له دې امله ډېر تر اغېزې لاندې راغلل.

د ٢٠١٢ کال د اپريل په نهمه نېټه د سان فنګ لي د استوګنې په سيمه کې د يوه اوسېدونکي ليو جونګ ښځه له بده مرغه له دنيا څخه لاړه . له دې امله چې ليو جونګ د اوږدې مودې لپاره په ناروغۍ اخته و او رسمي کار يې نه درلود، نو د خپلې ښځې د ښخولو لپاره يې کافي پيسې نه درلودې. يادې خدمتي ډلې په فعاله توګه دده لپاره د پيسو راغونډولو فعاليت ترتيب کړ. که څه هم ځينې اوسيدونکي هم شتمن نه وو، خو دوی لا هم د خپل توان په اندازه بسپنه ورکړه . په تېره بيا څلورو تنو سپين سرو چې عمرونه يې له اتياوو کلونو څخه زيات وو، هم تر وسې پورې بسپنه ور کړه. يوازې په نيمه ورځ د اوه شپېتو کسانو لخوا وړاندې شوې شپږ زره اوه سوه يوانه پيسې راغونډې شوې دي. د اپريل په لسمه نېټه د ليو جونګ ښځه په عادي توګه خاورو ته وسپارل شوه. د ګاونډيانو ترمنځ د مرستې خبر ژر د چاو يانګ سيمې د ژوند په هکله اوونيزه مجله او د مسلمانانو په نوم په ورځپاڼه کې خپور شو.

د استوګنې په دغه سيمه کې نه يوازې د هوی قوم ، بلکې د هان قوم اوسېدونکي هم ميشته دي. د ٢٠١٣ کال په مارچ مياشت کې د هان قوم اوسېدونکی ليو ون شنګ په کور کې ناڅاپه د زړه په ناروغۍ اخته شو. د دې داوطلبي ډلې غړي سمدلاسه دده کور ته ولاړل او دده د کورنيو غړو سره يو ځای يې ليو ون شنګ روغتون ته وليږدوه. د ليو ون شنګ تر مړينې وروسته دغې خدمتې ډلې هم دده د جنازې مراسم پرځاي کړل چې د استوګنې سيمې څه دپاسه سل اوسيدونکي په کې حاضر وو. د ليو ون شنګ ښځه او لور په دې نسبت ډېرې تر اغېزې لاندې راغلي.

لسګونه کاله مخکې کله چې دغه داوطلبه خدمتي ډله جوړه شوه او د وګړيو لپاره په خدمت کولو يې پيل وکړ، د استوګنې سيمې د کمېټې قوي ملاتړ يې تر لاسه کړ. ښاغلي تيې وايې چې د وګړيو رضامندی زموږ تر ټولو لويه هيله ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای