CRI Online

په بېجينګ کې د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې په جوړېدو سره به د چين لوېديځو سيمو ته د پرمختګ نوی ځواک برابرېږي

cri     (GMT+08:00) 2014-05-26 16:32:52

په بېجينګ کې د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د ابادۍ په اړه د ٢٠١٤ کال د اقتصاد او سوداګرۍ د ګرد ميز د پيل سره سره چين او د ورېښمو لارې پر غاړو د پرتو لسګونو هېوادونو ترمنځ راشه درشه او همکاری د ډېرې پاملرنې وړ ګرځېدلې ده.

تر اوسه پورې د ورېښمو لارې په بنسټ د سوداګرۍ لپاره د سمندر ، ځمکې او هوا په ٣ ساحو کې ترانسپورټي سيسټمونه رامنځته شوي دي.د چين د چينګهای ولايت د سوداګرۍ ادارې مرستيالې وانګ جينګ پينګ خبريالانو ته وويل چې د چينګهای او تبت ترمنځ اوسپنيزه لاره د چين د لوېديځې سيمې او د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د جنوبي سيمې د يو ځايښت لپاره د پل په توګه حيثيت لری . د ٢٠١٤ کال په پای کې به د چين په لويديځ کې د ګړندي اورګاډي لپاره لومړنۍ اوسپنيزه لاره يعنې له لان جو څخه ترشينجيانګ پورې اوسپنيزه لاره پرانيستل شي. دغه لاره د ګان سو ولايت له مرکز لان جو ښار څخه د چينګهای ولايت د شي نينګ ښار په تېرېدو سره اورمچي ته رسېږي. د دې اوسپنيزې لارې د جوړېدو سره سره به د چين په لوېديځ کې ترانسپورټي شبکه بشپړه شي.

د ٢٠١٣ کال په پای کې د اروپا او اسيا ترمنځ د اوسپنيزې لارې تر پرانيستلو وروسته د شان شي ولايت له شي ان ښار څخه منځنۍ اسيا يا اروپا ته د مالونو د لېږد راليږد بيې ډېرې کمې شوې دي.

د تاجکستان د ملي سرمايو د اداري کميټې لومړي استازي کوليو عبدالله وويل چې پخوا د نفتو معامله د چين او د منځنۍ ختيځ ترمنځ د سوداګرۍ عمده برخه وه.خو د لازياتو ترانسپورټي لارو تر پرانيستلو وروسته د سوداګرۍ نوي فرصتونه رسول شوي دي. د چين د کرهڼيزو او برقي ماشينونو په ګډون صنعتي توليدات ښه بازار لری او له نورو سيمو سره د چين سوداګريز کلنی ارزښت هر کال ٧ سلنه زياتېږی.

له دې امله چې د ورېښمو لارې پر غاړو پرتو هېوادونو کې د مسلمانانو شمېر له يو مليارډو تنو څخه اوښتی دی،نو د چين په لوېديځه سيمه کې د مسلمانانو لپاره د اړتياوړ شيانو د توليدولو چارو ډېره پرمختيا موندلې ده .د نينګ شيا د هوی قوم د خپلواکې سيمې مرستيال وانګ هه شان وويل چې په ٢٠١٣ کال کې د نينګ شيا په وو جونګ ښار کې د يادو چارو توليدي ارزښت ١٣ مليارډو او ٢٠٠ مليونو يوانو ته رسېدلې و .

د چينګهای ولايت والي هاو پنګ په يوه غونډه کې وويل چې د چين د لوېديځې سيمې د پرمختيايي تګلارې له پلي کېدو راهيسې د لوېديځې سيمې د ښاري کېدو ګامونه چټک شوي او د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د ابادۍ لپاره نوی خوځنده ځواک برابر شوی دی.

مېرمن وانګ جينګ پينګ خبريال ته وويل چې د روان کال په پای کې به په چينګهای کې د مالياتو د ضمانت په موخه يو نړيوال سوداګريز مرکز جوړ شي.شي ان ښار د ګمرکي انبار پر بنسټ د ازادې سوداګريزې سيمې د جوړولو وړانديز وکړ.د شان شي ولايت د والي مرستيال لي جين جو وويل چې که د ازاد تجارت دغه سيمه جوړه شي،تر شانګهای وروسته به په چين کې دوهمه داسې سيمه تاسيسه شي.له دې لارې به اړوندې پولي او خدمتي چارې هم پرمختګ وکړي.

اوس په چينګهای ، ګان سو او شان شي ولايتونو کې سيلانيزو سازمانونو په جلا جلا توګه د ورېښمو لارې په غاړو د پرتو هېوادونو د سيل پلانونه طرح کړي چې له اړوندو هېوادونو سره د زده کونکو تبادله او کولتوري تګ راتګ پياوړی شی.

د چين د نړيوالې سوداګرۍ د پرمخبيولو کميټې مرستيال وانګ جين جن وويل چې د ورېښمو لارې پر بنسټ اقتصادي سيمه ددې سيمې په اوږدو کې د پرتو لسګونو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ يو ميدان دی چې د چين د لوېديځې سيمې لپاره به تر ټولو ستر فرصتونه ورسول شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای