CRI Online

اسلامي ټولنه: بايد د منځنۍ لارې دکترين د مسلمانانو د عملياتو اصلي لارښوونه وټاکله شي

cri     (GMT+08:00) 2014-05-28 18:15:39

د چين اسلامي ټولنې د مۍ په څوارلسمه او پنځلسمه نېټه د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې په مرکز اورمچي ښار کې د اسلامي دين د اعتدال په هکله يو سيمينار جوړ کړ چې عنوان يې د منځنۍ لارې پر دکترين ټينګار کول او له تندلارۍ څخه ليری ساتل و. د بېلا بېلو ولايتونو او ښارونو د اسلامي ټولنو د مسولينو، د مشهورو حاجيانو په شمول څه دپاسه يو سل تنو پکې ګډون درلود او د اسلامي دين د اعتدال او د منځنۍ لارې د دکترين په هکله يې بحثونه وکړل، د مثال په توګه، له خپل وطن سره مينه لري، د يوې هوساوي او يووالی ټولنې جوړونه او داسې نور. په عين وخت کې دوی په ژوره توګه پر تندلارۍ نيوکه وکړه او د ترهګريزو بريدونو يې سخته غندنه وکړه.

په دې سيمينار کې د وړانديز يو کتاب خپور شو چې عنوان يې دا و: د منځنۍ لارې پر دکترين ټينګار کوي او له تندلارۍ څخه ليری ساتي. په دې کتاب کې پر مسلمانانو غږ وکړ چې خپل مذهبي دين او عمليات سم کړي، له تندلارۍ سره دې مقاومت وکړي او د قومي يووالي، د مذهبي هوساوي او د چين د سمسورتيا لپاره دې فعال خدمتونه وکړي.

د چين د اسلامي ټولنې مشر چن ګوانګ يوان وويل د دې سيمينار د جوړولو موخه د اسلامي دين پر غوره عنعنوي نظريې او ريښتينی معنی ټينګار او د مسلمانانو په منځ کې د يووالی پياوړی کول دي.

په دوه ورځني سيمينار کې ګډون کوونکو موافقه وکړه چې د منځنې لارۍ دکترين د اسلامي دين مهمه ځانګړتيا ده او په مذهبي درسونو او ټولنيز ژوند کې بسټيز اصل هم دی. د منځنې لارۍ دکترين عمده معنی دا ده چې يو له بل سره مينه لري، پر عدالت او برابرۍ ټينګار کول او له تندلارۍ سره مخالفت کول او داسې نور.

ګډون کوونکو وويل په دې وروستيو کلونو کې ترهګرانو د اسلامي بيرغ په پورته کولو سره په پر له پسې ډول ترهګريزې پېښې طرحه کړې چې له امله يې د عامه وګړيو سخته مرګژوبله اوښتې ده. ويل کېږي چې د زورزياتي پېښو د وګړيو سر او مال ته سخت زيانونه رسولي دي. دغه شان جرمي عمليات د ګڼ شمېر مسلمانانو په شمول د ټول هېواد د وګړيو لخوا غندل کېږي.

د دغو ترهګريزو پېښو له امله، د اسلامي دين او مسلمانانو په اړه بدتفاهم او تعصب رامنځته شوی او دغه راز په چين کې د اسلامي دين سالم پرمختګ له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی. په دې سيمينار کې د ګډون کوونکو په اند، اسلامي دين د منځنې لارۍ دکترين غوره کوي او مذهبي تندلارۍ بيحی د اسلامي دين له اصلي روحيې څخه سرغړونه ده. دا اسلامي دين نه دی او د اسلامي بيرغ په پلمه ترهګريز عمليات دي. د ترهګرانو جرمونه د انسانانو له اساسي کرښې سره چلنج کوي. دا قومي مسله نه ده او هم مذهبي مسله نه ده، دوی د بېلا بېلو قومونو او د بېلا بېلو مذهبي دينونو ګډ دښمني دي.

د شينجيانګ د اوريغوري خپلواکې سيمې د اسلامي ټولنې مشر عبدالرايمو وويل ترهګرۍ، بېلتون او تندلارۍ د مذهبي بيرغ په پورته کولو سره مذهبي تندلارۍ خپرېدا کړه، د دوی کړو وړو مقدس اسلامي دين فسخ کړی، قومي يووالی يې ويجاړ کړی او د ټولنيز ثبات ته يې سخت ګواښونه رسولی دی. مسلمانان بايد له دغو ترهګرانو سره ټينګه جګړه وکړي.

په دې سيمينار کې ګډون کوونکو موافقه وکړه چې بايد د ې سيمينار چانس په کارولو سره د اسلامي دين د دکترين روحيه په نوره پراخه توګه پېژندل شي، په دوامداره توګه دې له خپل هېواد، مذهبي دين او وګړيو سره د مينه کولو په اړه د اسلامي دين ښه عادتونه وغځوي او له مذهبي تنلارۍ سره دې ټينګه مقابله وکړي. دوی هيله لري چې ګڼ شمېر مسلمانان به د منځنې لارۍ د دکترين تر لارښوونې لاندې د ملي يووالی د ساتلو او له زورزياتي سره د مقابلې په برخو کې تر وسې پورې کوښښونه وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای