CRI Online

په چين کې به د حلال خوراک په اړه دولتي معيار په روان کال کې اجرا شي

cri     (GMT+08:00) 2014-06-11 18:33:52

د چين د نينګ شيا د هوی قوم په خپلواکه سيمه کې د اسلامي خوراکونو د تصديق په اړه د نړيوال مرکز کارپوه او د نينګ شيا پوهنتون د اسلامي چارو د پرمختګ د څېړنيز ايستيتوت مشر لي ځه ران څو ورځې مخکې خبريال ته ويلي چې د حلال خوراک په اړه دولتي معيار به په روان کال کې اجرا شي.

په تېره مۍ مياشت کې د چين، سعودي عربستان او ايران کارپوهانو د اسلامي خوراکونو د معيار او د نړيوال تصديق په هکله د چين د چينګهای ولايت په مرکز شي نينګ ښار کې يوه غونډه جوړه کړه.

له ايران څخه راغلی کارپوه ثمره وويل د حلالو خوړو تصديق د اسلامي شريعت د خپرېدا لپاره يوه سمه کړنه ده او د نړيوال اقتصاد لپاره يو مهم ډګر هم دی. هغې وويل په ګرده نړۍ کې له يو مليارډ شپږ سوو مليونو څخه زيات مسلمانان شته او دا د اسلامي چارو يو لوی بازار دی. په ٢٠١٢ کال کې په ګرده نړۍ کې د اسلامي خوړو او توکو د بازار ارزښت دوو زرو څلورو سوو مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی او پکې اسلامي خوړو نهه ويشت سلنه ونيوله. له مسلمانانو نه پرته، په وروستيو کلونو کې اسلامي چارو ته د نامسلمانانو اړتياوې هم د زياتېدو په حال کې دي. نو ويل کېږي چې د اسلامي خوړو تصديق د يو هېواد د اسلامي چارو د پرمختګ لپاره ډېر ارزښت لری.

په چين کې د سعودي سفارت يو مامور محمد اصلي وويل د اسلامي خوړو د تصديق په برخه کې د سعودي او ايران معيارونه توپير لري. هغه هيله لري چې په ګرده نړۍ کې د اسلامي خوړو د تصديق لپاره يو ګډ معيار وټاکل شي.

ښاغلي لي ځه ران په دې اړه وويل اوس په ګرده نړۍ کې د اسلامي خوړو د تصديق ارګانونه له دوو سوو څخه زيات دی، ماليزيا او اندونيزيا په دې برخه کې مخکني دي. په وروستيو کلونو کې امريکا، سينګاپور، فليپين او استراليا د اسلامي خوړو د معيار د ټاکنې او تصديق په ساحه کې هم ستره پرمختيا موندلې ده . برسيره پر دې، د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د تصديق متقابل باور هم د ټينګښت په حال کی دی. ويل کېږي چې معيار او تصديق د اسلامي چارو په سيالۍ کې کليدي لامل ګرځېدلی دی.

ښاغلي لي ځه ران وويل په چين کې د اسلامي چارو د معيار د ټاکنې او تصديق کارونه هم ګام په ګام تر سره کېږي. د چين په ډېرو ولايتونوکې د حلال خوراک په هکله د ولايت په کچه معيار او تصديق ټاکل شوی دی. په ٢٠١٣ کال کې د ګان سو، نينګ شيا، چينګهای، شان شي او يون نان د پنځو ولايتونو لپاره د اسلامي خوړو د تصديق مقررات پلي شوي دي.

د ښاغلي لي په وينا، له دې امله چې تر اوسه پورې چين د اسلامي خوړو په اړه يو دولتي معيار نه دی ټاکلی، نو که څه هم اوس چين د اسلامي خوړو يو لوی توليدونکی هېواد دی، خو د اسلامي خوړو په نړيوال بازار کې يو پياوړی هېواد نه بلل کېږي. هغه وويل د واقعيت له مخې، بهرنيو بازارونو ته د چين د اسلامي خوړو د صارداتو د پرمخبيولو لپاره بايد د چين په دننه کې ژر تر ژره د اسلامي خوړو د تصديق دولتي معيار خپور او پلی شي.

د دغه دولتي معيار د تسويد کميسيون د يوه غړي په توګه، ښاغلي لي خبريال ته وويل دغه معيار ښايي په روان کال کې په رسمي توګه خپور او پلی شي.

ښاغلي لي ځه ران په ګرده نړۍ کې د اسلامي خوړو د يو واحد معيار جوړونه نه مني او وايي چې د اسلامي خوړو د تصديق په اړه د بېلا بېلو هېوادونو معيارونه ډېر توپير لری او دا په بېلا بېلو هېوادونو کې د اسلامي خوړو په ادارې پورې اړه لري. د ده په اند، بېلا بېل هېوادونه بايد يو د بل معيار درناوی وکړي او د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ بايد د اسلامي خوړو د تصديق په اړه د متقابل باور ميکانيزم جوړ شي. د اسلامي خوړو په اړه د يو نړيوال واحد معيار ټاکل ډېر ستونزمن کار دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای