CRI Online

د چيني او عربي ښارونو تر منځ همکاری د وريښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ هڅونه ده

cri     (GMT+08:00) 2014-06-27 17:09:59

د چيني او عربي ښارونو تر منځ لومړی همکاريز فورم څو ورځې مخکې د چين په چوان جو ښار کې پرانيستل شو. ګډون کوونکو د وريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمو د جوړونې، د يوويشتمې پېړۍ لپاره د ورېښمو د سمندري لارې د جوړونې او د چيني او عربي ښارونو تر منځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د ايندې په هکله بحثونه وکړل. ددوي په اند، د چيني او عربي ښارونو تر منځ همکاري او تبادله به د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د نژديوالی او د چين او عرب تر منځ د پوره همکارۍ د اړيکو د ټينګښت لپاره ګټوره وي.

له بهرنيو هېوادونو سره د چين د خلکو د دوستۍ ټولنې مرستيال فنګ ځوه کو د دغه فورم په پرانستونکو مراسمو کې وويل، د چيني او عربي ښارونو تر منځ همکاري او تبادله ستر ارزښت لري. هغه وويل

((د ورېښمو لارې په اوږدو کې اقتصادي سيمې په عمده توګه په ښارونو کې جوړيږي ځکه چې يوازی ښارونه د نړيوالې همکارۍ د نژديوالي او بشپړتيا سرچينه ده. موږ هيله لرو چې د دغه فورم له لارې په بېلا بېلو ساحو کې د چيني او عربي ښارونو تر منځ عملي همکاری وهڅول شي، په تېره بيا د اقتصادي سيمو د جوړونې په برخه کې. د ښارونو تر منځ د دوستانه اړيکو ټينګښت په بېلا بېلو برخو کې د چين او عرب تر منځ د اړيکو د ټينګښت لپاره فعال رول لوبولي شی. ))

په وروستيو کلونو کې زياتو عربي ښارونو له چيني ښارونو سره دوستانه اړيکې ټينګې کړې او د خپلمنځي تبادلې او همکارۍ په هکله عادي نظام يې جوړ کړی دی. ويل کېږي چې د ښارونو تر منځ همکاري او تبادله د چين او عرب تر منځ په اړيکو کې يوه مهمه برخه ده. تر اوسه پورې د چين او عربي هېوادونو تر منځ څه دپاسه څلويښت جوړه ښارونو دوستانه اړيکې ټينګې کړې دي.

د سوډان د خرطوم ايالت مرستيال محمد علي الشيخ خبريال ته وويل

(( زموږ ايالت د چين له وو هان ښار سره دوستانه اړيکې ټينګې کړې، هيله لرم چې خرطوم په دغه فورم کې له نورو زياتو چيني ښارونو سره دوستانه اړيکې قايمې کړي . په خرطوم ايالت کې ډېرې طبيعي سرچينې لري او د کرنې او صنايعو پرمختګ لپاره اړتياوې ډېرې دي. موږ د چيني تصديو هر کلی کوو چې په خرطوم ايالت کې پانګې ولګوي . ))

د چين د بېجينګ، چونګ چينګ، چنګ دوو، فو جو او ارومچي په شمول د ښارونو استازيو هم له عربي ښارونو سره د همکارۍ د پياوړتيا هپله څرګنده کړه. د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د ارومچي ښار د دوستۍ ټولنې مشر اسد عشور وويل د ښارونو تر منځ دوستانه اړيکې د دواړو خواوو د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ لپاره اسانتياوې برابرولی شي. هغه وويل

((ارومچي ښار د چين په لوېديځ کې د قوي اقتصادي ځواک لرونکی ښار دی او د صنايعو ډولونه يې بشپړ دي او کيفيت يې هم لوړ دی. په دغه فورم کې اورمچي ښار د مراکش له سادات ښار سره د دوستانه اړيکو د ټينګېدو په اړه يو تړون لاسليک کړ. مراکش ثابته سياسي اوضاع لري او جغرافيايي موقيعت يې هم ښه دی چې دا به د نړيوال بازار د لټون په اړه زموږ د تصديو لپاره اسانتياوې برابرې کړي. ))

د چين او عرب د دواړو خواوو د دوستۍ ټولنو د کوښښونو په رڼا کې د دوستانه اړيکې لرونکو ښارونو تر منځ تبادله او همکاري د ځايي حکومتونو تر منځ د همکارۍ لپاره يوه مهمه برخه ګرځېدلې ده. د دغه فورم په موده کې لا زياتو چيني او عربي ښارونه يو له بل سره د دوستانه اړيکو د ټينګېدو په اړه موافقې ته رسېدلې دي. د چين او عرب د دوستۍ ټولنې مشر ارکن اميرباکي وويل چې موږ باور لرو چې د ګډې پرمختيا موخه به د چين او عرب همکارۍ ته دوامدار خوځنده ځواک وروبخښي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای