CRI Online

د ګان سو ولايت د ورېښمو لارې د اقتصادي سيمې د جوړولو د فرصت په کارولو سره خپله بهرنۍ سوداګري پر مخ بيايي

cri     (GMT+08:00) 2014-08-02 21:32:35

د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د جوړونې فرصت څخه په استفادې سره، د چين د ګان سو ولايت له تېر کال راهيسې په وار سره له ايران، قزاقستان او قرغزستان سره اقتصادي او سوداګريزې اړيکې ټينګې کړې او لا يې د ټينګولو لپاره هلې ځلې کوي.

د ګان سو ولايت د سوداګرۍ ادارې لخوا د تازه خپرې شوې شمېرو له مخې، د روان کال له جنورۍ مياشتې څخه تر می مياشتې پورې، له منځنۍ، لوېديځې اسيا او منځنۍ، ختيځې اروپا سره د دې ولايت سوداګريز ارزښت اتو سوو څلور اتيا مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله نهه اعشاريه اته سلنه زيات شوی دی. د دې ادارې مرستيال جانګ شه عن وويل، له يادو سيمو سره د ګان سو ولايت د سوداګريز ارزښت د زياتوالي عمده لامل د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې جوړونه ده. د ورېښمو په لرغونې لاره کې د يوې مهمې سوداګريزې سيمې په توګه، د ګان سو ولايت ډېر ښه جغرافيايي موقعيت او هم يې اقتصادي ځانګړتياوې د يادونې وړ دي چې په دې لړ کې يې له نورو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د ټينګولو لپاره لري.

سږ کال، د ګان سو ولايت د سوداګرۍ ادارې په جلا جلا توګه د سپينې روسيې په سمسک ښار، د ايران په تهران ښار او د شينجيانګ په هورګېس بندر کې سوداګريز دفترونه او نمايندګۍ پرانيستې دي چې په ځايي سيمه کې د سوداګريز فرصت د موندلو په عين وخت کې يې د مالوماتو او پانګونې په برخو کې د دواړو خواوو اقتصادي سازمانونو او تصديو ته اسانتياوې او خدمتونه برابر کړي.

د ګان سو ولايت د سوداګرۍ د ادارې مرستيال جانګ شه عن وايي، د ايران په تهران کې د سوداګريز دفتر د کارکوونکيو په کوښښونو سره، د ګان سو ولايت د مرکز لن جو ښار د تای هوا په نوم د پلاستيکي توکيو توليدوونکی محدود شرکت له يوه ايراني اړوند شرکت سره همکاريز تړون لاسليک کړی دی. د لن جو تای هوا شرکت به درې مليونه امريکايي ډالره پانګه واچوي او له ياد ايراني شرکت سره به يوه ګډه پروژه پيل کړي. دغه راز په ګډه پانګې سره جوړېدونکی شرکت به په ايران کې د بوتلونو يا د ډبو لپاره پلاستيکي پاشونکو سرونو تر ټولو لوی توليدوونکی شرکت شي او کلنۍ توليدي ارزښت به يې له پنځو مليونو امريکايي ډالرو زيات وي.

له يادو سوداګريزو دفترونو پرته، د ګان سو ولايت د منځۍ او لوېديځې اسيا او د منځۍ او ختيځې اروپا له هېوادونو څخه د اړوندو شرکتونو او ارګانونو د ليدنې او د ځايي سيمې په سوداګريزو نندراتونو کې د دغو شرکتونو او ارګانونو د ګډون لپاره ترتيبات ترسره کوي تر څو د دواړو خواوو تر منځ سوداګريزې تبادلې لا پراخې شي. څو ورځې مخکې په قزاقستان کې د چيني توليداتو په نندارتون کې د ګان سو ولايت د جين چانګ ښار ځانګړي زراعتي توليداتو د اتو لکو امريکايي ډالرو په ارزښت تړون تر لاسه کړ چې په بريالۍ توګه د قزاقستان بازارونو ته ننوتلي دي.

اوس د ګان سو ولايت د سوداګرۍ اداره په سپينه روسيه او ايران کې د خپلو توليداتو د معرفي کولو په فعاليتونو او نندراتونو بوخته ده. دوی په دې هڅه کې دي چې له بهرنيو شرکتونو سره د ګډو پروژو په ترسره کولو سره د بهرنيو بازارونو لار پيدا کړي.

د ورېښمو لارې د اقتصادي سيمې د جوړونې فرصت په کارولو سره، د ګان سو ولايت ډېر ډګرونه جوړ کړي، مثلا د اقتصاد او سوداګرۍ په هکله د لويې پيمانې فعاليتونه او د اقتصاد او سوداګرۍ نړيوال فورمونه تر څو د نړيوالې سوداګرۍ د زياتوالي لپاره نوي ټکي ولټول شي او د يادې اقتصادي سيمې په بهير کې په ښه توګه برخه واخيستلی شي.

ښاغلي جانګ شه عن وويل، اوس د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د ورېښمو لارې په غاړه له پرتو هېوادونو سره د ګان سو ولايت همکاري مخ په پراخېدو ده. موږ به په راتلونکې کې د منځنۍ او لوېديځې اسيا، د منځنۍ او ختيځې اروپا د هېوادونو په بازارونو کې د ګان سو د وړتيا وړ صنعتي توليداتو د ننوتلو لپاره کوښښونه وکړو. بله خوا موږ به له دغو هېوادونو څخه د برياليو تخنيکونو او معدني موادو د واردولو لپاره هم هڅې وکړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای