CRI Online

د چين د بېلا بېلو قومونو مسلمانانو په بېجينګ کې له ځينو بهرنيو مسلمانانو سره يو ځای کوچنی اختر ولمانځه

cri     (GMT+08:00) 2014-08-02 21:31:02

د جولای نهه ويشتمه نېټه له کوچني اختر سره برابر و، له ايران، مصر، سودان او پاکستان څخه راغلو مسلمانانو د بېجينګ په نيو جيه جومات کې د چين د بېلا بېلو قومونو له مسلمانانو سره يو ځای دغه اختر په درنو مراسمو سره ولمانځه.

په نيو جيه جومات کې د دې اختر د لمانځنې مراسم د همدې ورځې سهار په لسو بجو پيل شول. خو ګڼ شمېر مسلمانان سهاروخت جومات ته راغلي دي. د بېجينګ يو مسلمان ښاغلي جانګ وويل

(( سهار وختي له کور څخه دغه جومات ته راغلم، له لمونځ کولو وروسته به غرمه په يو رستورانت کې د دې اختر د لمانځنې لپاره له خپلوانو او ملګرو سره يو ځاي ډوډی وخورم. ))

بل مسلمان ښاغلي ما په بېجينګ کې د يو اسلامي رستورانت خاوند دی. ټاټوبی يې چينګ های ولايت دی او څلور پنځه کاله مخکې يې په بېجينګ کې د چينګ های د ځانګړو خوراکونو په پخلي پيل وکړ . هغه خبريال ته وويل

(( نن ورځ نيو جيه جومات ته د کوچني اختر د لمانځنې لپاره راغلم، نور دوه مقصدونه لرم چې لومړی غواړم دغه لرغونی جومات وګورم او دوهم په نيوجيه کې ځانګړي اسلامي خوراکونه وخورم. برسيره پر دې، زه هم غواړم د اسلامي کلتور او مقدس دين په هکله لا زيات مالومات تر لاسه کړم. ))

نه يوازی چيني مسلمانان، بلکې بهرني مسلمانان چې په بېجينګ کې کار او ژوند کوي، هم په نيو جيه جومات کې راغونډ شوي دي. يو ايراني چې حسن ابدي نومېږي ،خبريال ته وويل

(( لومړی ټولو مسلمانانو ته د کوچنی اختر مبارکي وايم. دا لومړی ځل دی چې د بېجينګ په نيو جيه جومات کې مې کوچنی اختر تېر کړ. دغه جومات ډېر ښکلی دی او نن ورځ د اختر له فضا څخه ډک دی. ډېر خوشحاله يم چې په دې جومات کې له چيني مسلمانانو سره يو ځای دغه اختر ولمانځم. ))

يو بل ايراني کارمي مخکې څو ځلې نيو جيه جومات ته تللی، خو په دې جومات کې د کوچنی اختر لمانځل د ده لومړی ځل دی. هغه په دې جومات کې د خوشحالۍ له فضا او د چيني مسلمانانو له دوستانه احساساتو څخه ډير اغيزمن دی. ده وويل

(( نن ورځ دلته د خوشحالۍ له فضا څخه ډک دی او د هر تن له څيرې څخه د خوښۍ مسکا برېښي. نن ورځ د مسلمانانو يو مهم اختر دی، ډېر خوشحاله يم چې له چيني مسلمانانو سره يو ځای دغه اختر ولمانځه، دا به زما لپاره يوه دايمي او ارزښناکه خاطره وګرځي. ))

په دې وروستيو ورځو کې د نړۍ په ځينو سيمو کې اوضاع ترينګلې شوې، د بېلګې په توګه د فلسطين او اسراييلو تر منځ شخړه بيا رامنځته شوه او په ځينو افريقايي هېوادونو کې ترهګريز او خونړي بريدونه ډير پېښ شول چې سيمه ييزې يا نړيوالې سولې او ثبات ته يې خطرونه رسولي او رسوي. ابراهيم چې له سودان څخه راغلی ، خبريال ته وويل

(( دا چين ته زما لومړی سفر دی او ډېر خوشحال يم چې په بل هېواد کې نمانځنه کوم. ټولو ته مالومه ده چې په وروستيو ورځو کې په منځنی ختيځ کې جګړه روانه ده. هيله لرم چې د کوچنی اختر په رارسېدو سره ټولې جګړې پای ته ورسېږي، عربي هېوادونه سره يولاس شی او ټول مسلمانان نيکمرغه ژوند وکړي. برسره پر دې، زه هم هيله کم يم چې زما وطن سودان مخ په ابادۍ او سمسورتيا وي.))

له مصر څخه راغلي محمد سعيد خبريال ته وويل چې د کوچنی اختر په موده کې هغه هيله وښودله چې په ګرده نړۍ کې جګړه نه پيدا کېږي او د بېلا بېلو هېوادونو وګړي د سولې او نيکمرغۍ په فضا کې ژوند وکړي. ده وويل

(( زه ډېرخوشحاله يم، دا لومړی ځل دی چې په چين کې لمونځ کوم. هيله لرم چې ټول چينايان، عرب او مسلمانان ارام او نيکمرغه اوسي او نړيوال له جګړې څخه لېرې پاتې شی. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای