CRI Online

د ورېښمو لارې په اړه د نړيوالو خبري رسنيو تر منځ کلتوري راشه درشه پيل شوه

cri     (GMT+08:00) 2014-08-06 17:16:07

د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د جوړونې په اړه د ښکلي ګان سو په نوم د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د وړانديز د خپرېدو راهيسې، د دې لارې په غاړو کې پراته ښارونه د پرمختګ له نوي فرصت سره مخامخ دي.  ګان سو ولايت د ورېښمو لارې په اوږدو کې د يو مهم مرکز په توګه د نړيوالې ټولنې د زياتې پاملرنې وړ ګرځېدلی دی .

د اګست په پنځمه نېټه د ورېښمو لارې په اړه د نړيوالو خبري رسنيو د کلتوري راشې درشې فعاليت د ګان سو ولايت په لن جو ښار کې پيل شو. د چين، ترکيې، سينګاپور او جنوبي کوريا په شمول د څو هېوادونو خبري رسنۍ پکې برخه لري څو چې د ورېښمو لارې په غاړو کې د اقتصادي سيمې د ابادولو په برخه کې د ګان سو ارزښتونه او ښېګڼې ولټوي. د چين د نړيوالې راډيو مشر وانګ ګنګ نيان د دې فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې هيله څرګنده کړه چې د دې فعاليت له لارې د بېلا بېلو خبري رسنيو تر منځ راشې درشې پياوړې شي. هغه وويل

(( د چين نړيواله راډيو يو ځل بيا غواړي چې د اسيا او اروپا له خبري رسنيو سره همکاري وکړي او د ډېرو زاويو له مخې د ګان سو ولايت لرغونی تاريخ او ځلانده کلتور معلومات وړاندې کړي. په راتلونکو څو کلونو کې به زموږ راډيو د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو ولايتونو او اړوندو هېوادونو له خبري رسنيو سره همکاري نوره ژوره کړي چې د ورېښمو لارې په اوږدو کې يوه بشپړه خبري سيمه جوړه شي. ))

د ګان سو ولايت د چين په شمال لوېديځه خوا کې پروت دی او له لرغونې زمانې څخه راپدې خوا د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د اقتصاد او کلتور په برخه کې د چين د تبادلې لپاره يو مهم مرکز بلل کېږي. دغه فعاليت به تر اوه لسو ورځو پورې دوام ولري او کورني او بهرني خبريالان به د يو زرو دوو سوو کيلو مترو په اوږدوالي سفرونه وکړي او د ورېښمو د لرغونې لارې په اوږدو کې له پرتو ښارونو څخه د ليدنې له لارې به د چين لرغونی او ځلانده کلتور له نژدې وګوري . د ګان سو ولايت د مطبوعاتي ادارې مرستيال جانګ جيان چانګ وويل

((د ورېښمو لار درې زره کيلومتره اوږدوالی او چيني کولتور او تمدن اته زره کلن تاريخ لري چې دا په ګان سو کې ښه څرګنديږي . په دغه فعاليت کې به خبريالان د مايکرفون، کمرې، قلم او کاغذ په وسيله ګان سو يو ځل بيا د کورنيو او بهرنيو خبري رسنيو پاملرنې راجلب کړي. دا به د ګان سو د ښکلې بڼې د معرفي کولو او له کلتور او هنر څخه د يو ډک ولايت د رغولو لپاره ستر اهميت ولري. ))

په چين کې د ترکيې سفارت سياسي اتاشه توجا اوچک د دې فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې وويل ترکيه به د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې په جوړونه کې برخه واخلي او هيله يې څرګنده کړه چې د دې فعاليت له لارې د بېلا بېلو خواوو تر منځ تبادلې لا پياوړې شي. ده وويل

(( د ورېښمو لار هم د چين او هم د ترکيې لپاره ستر اهميت لري، نو د ورېښمو لارې هراړخيزه بيارغونه د ترکيې حکومت يوه مهمه دنده هم ده. په دې وروستيو ورځو کې په ترکيه کې له چين سره د همکارۍ له لارې يو لړ مهمې پروژې بشپړې شوي دي. موږ به په راتلونکی کې په دوامداره توګه په دې برخه کې کوښښونه وکړو. ))

د ګان سو ولايت د ځايي ځانګړتياوو د څرګندولو په خاطر، تشکيلاتي کمېټې د دې فعاليت لپاره په لرغوني چين کې د ويزې په شان د ورېښمو لارې يو ځانګړی سند جوړ کړ. د فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د نړيوالې راډيو مشر وانګ ګنګ نيان او د ګان سو ولايت د سرمنشي مرستيال جانګ جنګ فنګ په ګډه پر دې کاغذي سند باندې مهر ولګاوه او د دې فعاليت د رسمي پيل اعلان يې وکړ. په عين وخت کې يې د دې فعاليت د بشپړولو هيله هم وښودله.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای