CRI Online

د ورېښمو لارې په اوږدو کې د ترانسپورتي چارو پرمختيا

cri     (GMT+08:00) 2014-09-02 21:27:51

د چين د نړيوالې راډيو د عربي څانګې خبريال رحمان څو ورځې مخکې د ورېښمو لارې په اوږدو کې له ځينو ښارونو څخه ليدنه کتنه وکړه. ور پسې هغه د خپلو خاطرو له مخې دغه راپورتاژ وليکلو.

رحمان په دغه راپورتاژ کې وليکل چې لا پخوا مې د ورېښمو لرغونۍ لار واورېدله، خو د دې سفر له لارې مې د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرته سيمو د اقتصادي پرمختګ د هڅولو لپاره د چين د ترانسپورټ وزارت کوښښونه له نژدې وليدل.

د ورېښمو ځمکنې لاره نه يوازی يوه لاره وه ، بلکې د څو فرعي لارو په يوځايښت په شمالي او جنوبي دوو لارو ويشل کېده چې د دوبي په موسم کې د اوښانو کاروانونه د شمالي لارې او د ژمي په موسم کې د جنوبي لارې په لوري روان وو. د ګان سو ولايت په چوکاټ کې د دې لارې اوږدوالی څه دپاسه يو زر شپږ سوو کيلومتره دی چې دغه برخه د ورېښمو لارې په اړه تر ټولو بشپړه ښکاري او زيات لرغونی اثار پاتې شوي دي. برسيره پر دې، په دغه برخه کې د چين د لرغوني تمدن، د کوچيانو کلتور او بهرنی کلتور د يو ځای کېدو څرګندې نښې ليدل کېږي، د دې برخې په اوږدو کې د لن جو، وو وې، جانګ يې، جيو چوان او دون هوانګ په شمول مهم سوداګريز ښارونه پراته دي.

د سفر په ترڅ کې مې دا احساس کړی چې ګان سو ولايت د ورېښمو لارې په اوږدو کې د يوې مهمې سوداګريزې اډې په توګه، په وروستيو کلونو کې د ترانسپورټي چارو د پرمختګ په برخه کې څرګند برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د يادولو وړ ده چې د ګان سو ولايت ترانسپورتي څانګې په پخوا زمانه کې د ترانسپورتي محور په توګه د رول بيا لوبولو لپاره ستر کوښښونه کړي دي. په دغه سفر کې زما تر ټولو ژوره خاطره دا ده چې د ګان سو ولايت د وو وې په ساحه کې د يوه پوخ سړک په اوږدو کې د وو چياو لينګ غره په منځ کې تونلونه جوړ شوی دی. د وو چياو لينګ غر د ورېښمو په لرغونۍ لاره کې يوه مهمه پوځي اډه وه او اوږدوالی يې تقربيا اوولس کيلومتره دی او له سمندري سطحې څخه ٣٥٦٢ متره جګوالی لری. د دغو تونلونو جوړونه د ٢٠٠٩ کال په اپريل مياشت کې پيل شوه او پنځوس مياشتې يې ادامه درلوده چې په پايله کې اورګاډي له شينجيانګ څخه د ګان سو له لارې د هېواد نورو ځايونو ته رسيدای شی. د دې لارې په بشپړولو سره هغه وضع نه ليدل کېږي چې په ژمي کې د سختو واورو له امله سړک بنديږي او ددې تر څنګ د موټر چلولو سرعت ګړندی کېږي او خونديتوب او ارامی يې هم ساتل کېږي .

رحمان وليکل چې موږ له ګان سو وروسته د شينجيانګ اويغوري خپلواکې سيمې ته ورسېدو. دلته موږ د تورفان سيمې د انګورو په دره کې له هوا يوان کلي څخه ليدنه کتنه وکړه. د يوې اويغوري کورنۍ خاوندې عزتي موږ ته ويلي دوولس کاله مخکې يې دوي د شپېتو زرو يوانو په لګولو سره دغه کورنی هوټل جوړ کړ چې د اوسيدو، ډوډۍ خوړلو او مېوې شکولو په شمول خدمتونه پکې برابرېږي. له دې نه پرته، دوی د څلورو زرو مربع مترو په پراخوالی باغونه لري چې پکې انګور، هندوانه او زردالو او نورې ميوې پکې کرل شوي دي. د ځايي حکومت او سيلانۍ ادارې په مرسته د عزتي کورنۍ يوازی په دوو کلونو کې ټول پورونه بيرته ادا کړېدي. عزتي وويل مخکې په کلي کې ټولې لارې خاورينې وې، په ٢٠٠٩ کال کې د سيمټي لارې د جوړولو په رڼا کې د اورمچي ښار او تورفان تر منځ مزل له پنځو ساعتو څخه دوو ساعتو ته کم شو. دغه راز د دوی د کورني هوټل کاروبار هم ډېر ښه شوی چې هر کال لږ تر لږه شل زره سيلانيان منل کېږي چې د پخوا په پرتله پنځوس سلنه زياتېږی او کلني عايدات يې يو سلو پنځوسو زرو يوانو ته رسېږي. د عزتي له مسکا څخه مې احساس کړی چې د لارې هواروالی ځايي بزګرانو ته رښتنی ګټې رسولې دي.

زموږ د عربو په اند، د ورېښمو لارې د چين او عربي هېوادونو د خلکو تر منځ د راشې درشې پل دی او له څو زرو کلونو راهيسې د چيني تمدن د پېژندنې لپاره زموږ يوه مهمه لاره هم ده. په دغو څو ورځو کې مې له نږدې نه په ګان سو ولايت او د شينجيانګ په اويغوري خپلواکه سيمه کې د بنسټيزو تاسيساتو د ابادولو په چارو کې ستر برياليتوبونه وليدل، فکر کوم چې له دې نه د اورېښمو لارې د بيارغونې په اړه د چيني حکومت ټنګ هوډ ښکارېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای