CRI Online

نينګ شيا له بېلا بېلو لارو د ملي لږکيو د مامورينو روزنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2014-10-06 16:07:23

د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې له اوږدې مودې راهيسې د څو بېلا بېلو طريقو له لارې د ملي لږکيو مامورين انتخاب او روزنه کړې او کوي يې. د ٢٠١٣ کال تر پايه پورې د نينګ شيا سيمې په بېلا بېلو کچو ګوندی او حکومتی ادارو کې د ملي لږکيو د مامورينو انډول اوه ويشت اعشاريه درې سلنه نيسي. ويل کېږي چې د ملي لږکيو مامورين د ملي لږکيو وګړيو د راغونډېدو په ځای کې د ثبات او پرمختګ د ساتلو لپاره يو مهم تشکيلاتي ضمانت ګرځېدلی دی.

د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې د بېلا بېلو دورو ګوندي کمېټو او ځايي حکومتونو د ملي لږکيو مامورينو روزنې ته ډېرې پاملرنې کړې او کوي يې. د دې خپلواکې سيمې د ګوندي کمېټې مشر لي جيان هوا وويل د ملي لږکيو مامورين د ملي لږکيو له وګړيو سره طبيعی اړيکې لري چې د کمونيست ګوند او مرکزي حکومت او د ملي لږکيو د وګړيو تر منځ د اړيکو ټينګولو لپاره د پل په توګه مهم رول لوبوي، نو نينګ شيا تل د ملي لږکيو د مامورينو انتخاب، روزنې او ګومارلو ته ډېرې پاملرنې کوي. د دې سيمې د ګوندي کمېټې د اړوند مسئول په قول، له ډېرو کلونو راهيسې نينګ شيا د ملي لږکيو مامورينو د انتخابولو او ګومارلو په ترڅ کې د ارګان او سيمې محدوديت ليرې کړی او په ازاده توګه د انتخابولو او سيالۍ له لارې د ملي لږکيو ډله ډله مامورين ګومارلي چې ښه کيفيت ، پياوړی توان او زياتې تجربې يې لري.

د ٢٠١٣ کال تر پايه پورې په نينګ شيا کې د ملي لږکيو مامورينو شمېر يوولس زرو څلور سوو تنو ته رسېدلی چې د مامورينو په عمومي شمېر کې يې اوه ويشت اعشاريه درې سلنه ونيوله. د يادولو وړ ده چې د ملي لږکيو ډېر مامورين د ځينو مهمو ارګانونو مسؤلان دي چې د ملي لږکيو وګړيو د راغونډېدو په سيمه کې د کارونو مهمه ملاتړي ګرځېدلې ده.

د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکه سيمه د چين په شمال لوېديځه خوا کې پرته ده او دلته د مامورينو عمومي کيفيت په ختيځ کې د پرمختللو سيمو په پرتله ډېر توپير شته. د ملي لږکيو مامورينو د کيفيت د لوړولو لپاره، نينګ شيا د دغو مامورينو د روزنې لپاره څو طريقې غوره کوي. د دې سيمې په ګوندي پوهنتون کې د ملي لږکيو مامورينو د اقتصاد ادارې تخصص پرانيستل شو او هر کال د ملي لږکيو يو سل  تنه مامورين منل کېږي څو چې دوی د اقتصاد ادارې په هکله د ليسانس درجه وګڼی . په عين وخت کې نينګ شيا د پلان له مخې د مرکزي حکومت ارګانونو، د ختيځې پرمختللې سيمې او د اقتصادي پرمختګ پروژو او بنسټيزو واحدونو ته د روزنې تر لاسه کولو لپاره د ملي لږکيو مامورين لېږي. له ١٩٩٠ کال راهيسې نينګ شيا دغو ارګانونو ته د درويشتو ډلو درې سوه شپږپنځوس تنه لېږلي دي چې پکې د ملي لږکيو مامورينو انډول له دېرش سلنې څخه زيات دی.

هه شوی يي چې د هوی قوم دی، د نينګ شيا د ګو يوان ښار د اقتصاد او تکنالوژۍ د همکاريزې ادارې مرستيال دی. په ٢٠١٣ کال هغه د کاري تجربو د زده کړې لپاره د شان دونګ د ژه جاو ښار د اقتصاد او مالوماتو کمېټې ته وليږل شو. هغه د دغې مودې د يادولو په وخت کې خبريال ته وويل په شان دونګ کې مې د يو کال لپاره کار کړی او په ډېرو ځايي بنسټيزو کارونو کې مې ګډون کړی. دغه راز نه يوازی زما د نظر ساحه پراخه شوې او کاري توان مې هم ډېر پياوړی شوی دی، بلکی نورو کسانو ته د نينګ شيا د معرفي کولو او زما په ټاټوبي کې د پانګو جلبولو په غرض مې زياتې سرچينې راغونډې کړې چې د راتلونکو کارونو لپاره ډېرې ګټورې دي.

له دې نه پرته، نينګ شيا د ملي لږکيو مامورينو زېرمتون ته هم ډېره پاملرنه کوي. په دې وروستيو کلونو کې نينګ شيا د حکومتي کارکوونکو د ګومارلو په کتبي ازموينو کې د هوی قوم ګډون کوونکو ته د لسو نومرو ور کولو امتيازي تګلاره غوره کړې تر څو په حکومتي ارګانونو کې د ملي لږکيو مامورينو اصلي شمېر زيات شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای