CRI Online

د ٢٠١٤ د حج ادا کوونکي ټول مسلمانان په امن خپل وطن ته راستانه شوي

cri     (GMT+08:00) 2014-11-27 21:02:05

د ٢٠١٤ کال د تېر اکتوبر تر دېرشمې نېټې پورې څه دپاسه څوارلس زره پنځه سوه تنه حاجيان په امن له سعودې عربستان څخه خپل وطن ته راستانه شوي دي. په همدې ورځ سهاروختي د چين د مذهبي چارو د ادارې او د اسلامي ټولنې چارواکو د اخري ډلې حاجيانو د هر کلي لپاره د بېجينګ نړيوال هوايي ډګر ته ولاړل. 

د اکتوبر په دېرشمه نېټه غرمه، د بيجينګ نړيوال هوايي ډګر ته له مکې څخه راغلې الوتکه لا نه وه کښته شوې، د ډګر د درېيم نمبر تالار د وتلو په خوله کې نژدې سل تنه مسلمانان راغونډو چې د حاجيانو د هر کلي لپاره د هېواد له بېلا بېلو سيمو څخه راغلي او په دغو حاجيانو کې ځينې يې ددوی مشران او يا هم خپلوان وو . لي هونګ جې چې د هه نان ولايت له نان ولسوالۍ څخه راغلی، خبريال ته وويل دوی د خپل جومات د مشر د هرکلي لپاره په يوه ځانګړي موټر کې بېجينګ ته راغلي دي .

(( موږ له نان له ولسوالۍ څخه راغلي يو، دېرش تنه مسلمانان زموږ د ملا امام صاحب هر کلی کوي. هغه زموږ په ولسوالۍ کې لومړی حاج دی او ځايي مسلمانان د نوموړي د حج فريضې ادا کولو ته ډېره پاملرنه او درناوی کوي، نو موږ سره يو ځای دده د ستنېدو د هر کلي لپاره بېجينګ ته راغلي يو.))

د يوې شمېرنې له مخې، په ٢٠١٤ کال کې په ټولو حاجيانو کې شپږ لکه تنه سعوديان او يو مليون څلور لکه تنه د نورو هېوادونو څخه وو چې څوارلس زره او پنځه سوه تنه يې چيني مسلمانان وو. ځينې چيني حاجيان په مکه کې د مذهبي مناسکو د تر سره کولو بهير د يادولو په وخت به لا هم تر احساساتو لاندې راتلل . اغلې يانګ شيو هوا چې د بېجينګ له نيو جيه څخه راغلې، خبريال ته وويل، (( لا اوس هم ډېره خوشحاله يم . کله چې مکې ته ورسېدم، احساس مې کولو چې روحيه مې پوره بدله شوې او د افکارو قلمرو مې هم لوړ شوی دی. ))

د چين د مذهبي چارو د ادارې په منځګړيتوب د بهرنيو چارو، عامه امنيت، ملکي هوايي چلند، د کيفيت څارنې، روغتيا او ګمرکاتو په شمول ارګانونو سره نږدې همکاري کړې او د حج د ادا کولو لپاره مکې شريفې ته د تلونکو مسلمانانو سره يې ډېرې مرستې کړې دي. د چين د اسلامي ټولنې يوه پنځوس کسيزه ډله وليږدوله چې د مذهبي چارو د لارښوونې، طبي چارو او د امنيت ساتنې په شمول برخو کې يې چينايي حاجيانو ته ښه خدمتونه ترسره کړي دي.

د اکتوبر په دېرشمه نېټه د چين د مذهبي چارو د ادارې مرستيال جانګ له بين، د اسلامي ټولنې مرستيال عادل جان حاجي کريم او د دې ټولنې سرمنشي ګوه چنګ جن په شمول مامورين له مکې څخه د حاجيانو بېرته راستنېدلو د هر کلي لپاره د بېجينګ هوايي ډګر ته ورسېدل. ښاغلي حاجي کريم د سږني سفر د ځانګړتياوو په هکله خبريال ته وويل

(( د تېرو کلونو په شان موږ په ښه توګه د حج د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته د مسلمانانو دغه سفر ترتيب کړ. د ساري ناروغيو د خپرېدا له امله، په سږني سفر کې مو د طبي کارکوونکو شمېر زيات او د ناروغۍ د وقايي او مخنيوي تدبيرونه مو پياوړي کړي . برسيره پر دې، موږ د مذهبي چارو د لارښوونې ډلې ابادي مو هم پياوړې کړې ده. چيني مسلمانانو په سعودي عربستان کې نه يوازې ټول مذهبي فعاليتونه او مراسم بشپړ کړي، بلکې په ښه فضا کې يې د نورو هېوادونو له مسلمانانو سره هم پياوړې تبادلې رالودې، نو داسې ښکاري چې سږنی حج سفر په سالم او امن ډول تر سره شوی دی.))

د مالوماتو له مخې، په سعودي عربستان کې د چين سفارت او په جده کې د چين کونسلګرۍ د چيني مسلمانانو د دې سفر ډېر ملاتړ کړی او اړوندو مشرانو په ځانګړې توګه د حاجيانو د حال احوال پوښتنې کولو لپاره مکې ته ولاړل. د چين دريو هوايي شرکتونو هم د مسلمانانو د ليږد رالېږد لپاره څلور نوې ځانګړې الوتکې ترتيب کړې وې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای