CRI Online

په دره کې د وګړو هيله

cri     (GMT+08:00) 2014-11-27 21:46:40

د بولاندګو کلی چې د چين په شمال لويديځ کې د ګان سو ولايت د دونګ شيان قوم خپلواکې ولسوالۍ په ګاو شان علاقه دارۍ کې پروت دی، کليوال يي په دونګ شيان قوم پورې اړه لري. د ٢٠١٣ کال په وروستۍ ورځ يو دروند مېلمه دغه غرني غريب کلي ته ورغی چې له امله يې وروسته په دې وړوکي کلي کې ستر بدلونونه او پرمختګونه رامنځته شوي دي .

د ٢٠١٣ کال د فبروري مياشتې په درېيمه نېټه د چين د دولت رئيس او د ګوند عمومي منشي شي جن پينګ بولاندګو کلي ته ورغی او د دونګ شيان قوم کليوالو د حال احوال پوښتنه يې وکړه چې له امله يې د خپلو اجدادي کورونو د ابادولو په هکله د ځايي مشرانو او وګړو هوډ او باور پياوړی شوي او له بې وزلو قومي سيمو سره د حکومت تګلاره او اړوند تدبيرونه غوره شوي دي. په لنډ يو نيم کال کې په دې کلي کې سيمنټ شوې لارې او د اوبو نلونه غځېدلي او ښوونځي يې هم ترميم شوي دي . د کلي کميټې مشر ماجن های وويل

وروسته تر هغه چې زموږ کلي ته عمومي منشي شي راغی ، په کلي کې ستر بدلونونه رامنځته شوي، لکه په اصطلاح له ځمکې تر اسمانه دومره لوی او زيات توپيرونه .

دونګ شيان قوم د چين له پنځه پنځوسو قومونو څخه شمېرل کېږي او عمومي نفوس يې يوازې پنځه لکه تنه دي چې دوی په عمده توګه د ګان سو ولايت په مرکزي سيمه کې اوسېږي. دونګ شيان ولسوالی چې د چينګ هاي _ تبت او د هوانګ تو لوړو ترمنځ واقع ده، په چين کې د دونګ شيان قوم يوازنۍ خپلواکه ولسوالې ده او څو لکه تنه په هغو درو کې خواره واره اوسيږي چې طبيعي شرايط يې سخت دي . ياد کلی په دونګ شيان ولسوالۍ کې تر ټولو غريب دی او ځمکې يې ډيرې وچې او شاړې دي. په دې کلي کې د ٣٤٥ تنو په شمول ٦٨ کورنۍ شته او تېر کال د هر تن په سر عايدات يوازې شپاړس سوه يوانه وو چې له درېېو سوو امريکايي ډالرو څخه هم کم و .

د غره په سر ليدل کېږي چې په لمنو کې يې پراخې او ارتې لارې کږې وږې تېرې شوې دي چې پخوا تنګې خاورينې لارې وې . په بولان دره کې وړوکي کلي بانډې د مرغلرو د مريو په شان سره تړل شوي دي. ښاغلي ما د لارې په پاي کې يوې دوه پوړېزې ودانۍ ته ګوته ونيوله او خبريال ته يې وويل چې دا ودانۍ د کلي ښوونځی دی او د چين د نفتو او کيميا ګروپي شرکت په مرسته جوړ شوی دی او درسي کوټې، ليليه ، خوړنځي او نور بشپړ تدريسي سامانونو لرونکی دی. اوس په دې ښوونځي کې له لومړي ټولګي څخه تر څلورم ټولګي پورې تقريبا دېرش تنه شاګردان درس لولي.

کلي ته د خبريال د رسېدو په وخت کې شاګردانو ډوډۍ خوړله او د هر شاګرد په وړاندې يوه کاسه ښوروا ايښې وه .

(( ډوډۍ خوندوره ده ؟ )) (( هو ډيره خوندوره ده . ))

د ښوونځي مشر ما چون شان خبريال ته وويل چې پخوا په ښوونځي کې يوازې يوه ساده يو پوړيزه ودانۍ وه او د روان کال په لومړۍ نيمايي کې نوې ښوونيزه ودانۍ جوړه شوه او اوس شاګردان په نوي ښوونځي کې درس لولي او په خوړنځي کې ډوډۍ خوري . ښاغلي ما چون شان وويل

له تېرې تعليمي دورې راهيسې شاګردان په خوړنځي کې ډوډۍ خوري ځکه چې پخوا خوړنځی نه وه . پخوا په ښوونځي کې يوازی درې درسي کوټې وې او دوه کوټې يې د اوسېدو لپاره وې او د ډوډۍ خوړلو ځای نه و. شاګردانو به ځانونو سره له کورونو څخه څه وچه ډوډۍ راوړله او خوړله او ښوونځي يوازې د دوی لپاره د جوش اوبو د تيارولو توان درلود .

کليوالې ما يې جياو چې د شاګردانو لپاره ډوډۍ پخوي، خبريال ته يې وويل چې هغه سهار له لسو بجو څخه د ډوډۍ په پخولو شروع کوي او ښوونځی هره ورځ دوی ته هګۍ، وچه ډوډۍ ، ښوروا او شيدې تياروي.

تر ډوډۍ خوړلو وروسته شاګردان پخپله د نل په اوبو خپلې کاسې د خوښيو په فضا کې مينځي.

هان يو نيم کال مخکې د بولان کلوالو د باران اوبه څښلې چې تر ځمکې لاندې انبارونو کې به زيرمه شوې وې . که په کال کې به اورښت کم و، کليوالو به له بل کلي څخه چې پنځه کيلومتره ور څخه ليرې و، په پيسو د څښلو اوبه اخيستې. د مشر ما جان های په وينا په کلي کې د نل اوبو برابرولو پروژه د تېر کال د فبرورۍ په اته ويشتمه نېټه پيل شوه او په دوو مياشتو کې د پنځلسو کيلومترو په اوږدوالي د اوبو نلونه غځېدلي او د پاکو اوبو اوه حوضونه جوړ شوي دي چې له برکته يې د کلي ټولو اته شپېتو کورونو ته نل اوبه رسېدلي دي. هغه وويل

(( د اپرېل تر پنځمې نېټې پورې يعنی په اته پنځوسو ورځو کې د نل اوبو پروژه بشپړه شوې ده . پخوا د وچکالۍ په وخت کې مو د سبزيو تر پاکولو وروسته پاتې شوې اوبه غوايانو او پسونو ته ورکولې . اوس مو د څښاک اوبو اړتيا پوره شوې ده . ))

خبريال وليدل چې تر غرمنۍ ډوډۍ وروسته شاګردانو په نوي جوړ شوي پلاستيکي ډګر کې د باسکټبال لوبې کولې .

د ښوونځي مشر ما چون شان په وينا پخوانی ډګر وړوکی او خاورين و ، خو اوس پلاستيکي غالۍ هوارې شوې او د باسکټبال تخته هم په رڼه ښيښه بدله شوې چې پخوانۍ لرګينه وه .ښاغلي ما وويل په هغه وخت کې چې رڼه ښيښه يي تخته تازه درول شوې ، شاګردان به د باسکټبال لوبې په وخت کې وېرېدل چې ښيښه يې تخته ماته نه شي، وروسته ښوونکو دوی ته وويل چې دا رڼه ښيښه يي تخته نه ماتېږي . اوس د باسکټبال لوبه د شاګردانو خوښه ده .

ښاغلي ما چون شان خبريال ته وويل چې د وروستيو څو کلونو راهيسې د حکومت د غوره تګلارو په رڼا کې د کليوالو ژوند ښه شوی او عايدات يې هم کال په کال زياتېږي. ددې ترڅنګ له ښوونې سره د کليوالو مينه هم د لوړوالي په حال کې ده . اوس په کلي کې په سلو کې سل ماشومان ښوونځي ته ځي . هغه زياته کړه

(( نوی ښوونځی جوړ شوی ، لارې ابادې شوې ، کليوالو له نل اوبو څخه ګټه اخيستې ده . اوس کليوال په دې پوهېږي چې بې سواده او نالوستې کسان ښه راتلونکې نه لري. ))

په دره کې اوسيدونکي ماشومان هم خپل ارمانونه او خوبونه لري، دوی له غرنۍ سيمې څخه د وتلو ليوالتيا لري. د څلورم ټولګي شاګردې ما سيو شيا او شاګرد ما جين دونګ خبريال ته خپل ارمانونه او هيلې ويلې دي .

(( غواړم چې وروسته يو پوليس شم څو چې د هېواد امنيت وساتم ځکه چې په تلويزيون کې مې د پوليسو غښتلې او ښه رويه ليدلې وه .))

(( غواړم چې ستاسې په شان له نورو بې وزلو وګړو سره مرسته وکړم . ))

د مني په لومړيو وختونو کې د اورښت له امله دره او پټي تک شنه ښکارېدل او کلی هم له حياتي طبيعی قوت څخه ډک و . د ماشومانو له سندرو څخه ګواکي د دوي نوې هيلې له ليرې ليدل او اورېدل کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای