CRI Online

د دونګ شيانګ ولسوالۍ ځانګړي توليدات

cri     (GMT+08:00) 2014-12-08 19:27:10

د دونګ شيانګ ولسوالۍ له مرکز څخه د شمال په لس کيلومترۍ کې د بزګرانو لخوا جوړ شوي څو رستورانتونه شته دي چې ډېر مشتريان جلبوي . د بزګر ما شياو بين لخوا جوړ شوی رستورانت هم پکې شمېرل کېږي .

 د ما شيان بين رستورانت ته له ننوتلو وروسته، خبريال وليدل چې ديوالونه يې ډېر پاک دي او د مشتريانو د منلو لپاره څلور خونې کتار په کتار پرتې دي. په پخلنځي کې د ما شياو بين ښځه او ورېنداره يې په پخولو بوختې وې. ما شياو بين خبريال ته وويل دغه شخصي رستورانت مې درې کاله مخکې پرانيستلو

(( موږ په عمده توګه ځايي عنعنوي خوراکونه پخوو، تر ټولو مشهور خواړه د کچالو ډوډۍ او د پسه غوښې دي په تيره بيا د پسه غوښې ډيرې خوندورې دي.))

د مرکې په وخت کې پخې شوې غوښې د مشتريانو پر ميزونو ايښودل شوي او تازه پخې شوې غوښې ډېرې خوندورې ښکارېدې. مېرمن ما چې له بېجينګ څخه راغلې، خبريال ته وويل

(( دلته د پسه غوښه ډېره نرمه او خوندوره ده. موږ په بېجينګ کې عموما د پسه غوښې د ميسي ديګ په توده ښوروا کې د يو يا دوو دقيقو جوشولو وروسته خورو ، ځکه چې د پسه غوښه ځانګړې بوی لري، خو دلته د پسه غوښه هېڅ بد بوی نلري، ډېر خوندوره ده. شک نشته چې د پسه غوښه د دونګ شيانګ نښه ده. ))

د رستورانټ خاوند ما شياو بين خبريال ته وويل که کارو بار ښه وي، هره ورځ اوه اته پسونه حلالوي . پسونه له ځايي بزګرانو څخه اخلو، څرنګه چې د ځايي پسونو غوښې د نورو ځايونو د پسونو په پرتله ښه خوند لري او د مشتريانو ډېرې خوښېږي . هغه وويل

(( دلته پسونه غلې دانې خوري چې د دغه ډول روزل شوو پسونو غوښې د هغو پسونو په نسبت زيات خوند لري چې واښه خوري. ))

په دونګ شيانګ کې ښې شنيلي نشته، نو مالداران کچالو پسونو ته ورکوي . کچالو د دونګ شيانګ يو بل ځانګړی محصول هم دی. څرنګه چې د دونګ شيانګ جغرافيايي شرايط ځانګړي دي او ځمکې يې ډېرې وچې او ټوټې ټوټې دي، نو دا ځای د کچالو کرلو لپاره مناسب دی. دغه راز کچالو د ځايي وګړيو عمده خوراک هم دی. له اوږدې مودې راهيسې، د دونګ شيانګ خلکو د کچالو د کيفيت ښه والي او د توليدي اندازې د لوړتيا لپاره کوښښ کړی او کوي يې، تر څو عايدات يې زيات شي. د دونګ شيانګ کچالو له دې امله ښه شهرت لري چې ډير لوی او خوند يې ښه دی . د يوه دانه کچالو وزن يې حتی يو کيلوګرامو ته رسېږي.

د ما شياو بين په رستورانت کې د کچالو ډوډۍ چې مشتريانو ته برابرېږي ، کچالو يې هم پخپله کرلې دي. مېرمن ما لي چې د ګان سو ولايت له مرکز لان جو ښار څخه راغلې، خبريال ته وويل

(( د کچالو له خوړلو سره ډېره مينه لرم، د دونګ شيانګ کچالو د نورو ځايونو په نسبت لا نور خوندور دی. فکر کوم څرنګه چې دغه ځای د کچالو د کرلو لپاره ډېر مناسب دی، نو کچالو يې ډېر طبيعی خوند لري او زما ډېر خوښ دی.))

ما شياو بين خبريال ته وويل اوس د ده مشتريان زياتره ځايي وګړي دي، خو ځينې يې د نورو مشتريانو لخوا معرفي شوي دي چې د هېواد له بېلا بېلو ځايونو څخه راغلي او حتی له ماليزيا څخه راغلي مېلمانه مو هم لرل . هغه هيله څرګنده کړه چې د ګان سو ولايت په مرکز لان جو ښار کې د خپل رستورانت فرعي څانګه هم پرانيزي، ځکه چې هلته به ډېر زيات مشتريان راجلبولی شی.

((غواړم په لان جو ښار کې يو بل رستورانت پرانيزم، تقربيا په راتلونکو دريو يا پنځو کلونو کې به مې دغه هيله ريښتيا او تر سره شي .))

د دونګ شيانګ قوم وګړي په سختو شرايطو کې په خپلو لاسونو نيکمرغه ژوند تر لاسه کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای