CRI Online

د قومونو تر منځ يووالی د پياوړتيا په حال کې دی

cri     (GMT+08:00) 2014-12-08 21:16:20

د دونګ شيانګ قومي خپلواکه ولسوالي د دې قوم وګړيو د استوګنې عمده سيمه ده چې د هوی، هان او مغول قومونو وګړي پکې اوسېږي. د دې ولسوالۍ هه تان علاقه داری يوه همدغه سيمه ده چې د هوی او هان قومونو وګړي د سولې په فضا کې ګډ ژوند کوي. ښاغلي لين شه جونګ چې د علاقه دارۍ د ګوندي کمېټې مشر دی ، يوه ورځ د تون دي کلي ته ورغی څو چې په دي کلي کې د څلورو کيلومترو په اوږدوالي نوې جوړه شوې سېمنټي لار څارنه وکړي.

 ((راشه، راشه، د ګوندي کمېټې مشر لين زموږ ژوندی بوډا دی. ))

کله چې ښاغلي لين شه جونګ د تون دي کلی د ګاو جيا ځوی په نوم ځای ته ورسېد، د هان قوم سپين ږيري هو شه چوان په شوق سره ورته بلنه ورکړه چې د ده په خپل کور کې لږ څه دمه وکړي او چای وڅښي. ښاغلي لين تازه پر څوکۍ ناست و ، سپين ږيري هو سمدلاسه ور ته د چای ست وکړ. په همدې وخت کې ښاغلي لين شه جونګ ورڅخه ډيره مننه وکړه او و يې ويل

(( هغه ټوکه کوي.))

ښاغلی لين شه جونګ څلوېښت کلن دی او تورې عينکې په سترګو کوي ، لکه يو استاذ دی . هغه خبريال ته وويل دی په همدې علاقه دارۍ کې زېږېدلی او لوی شوی. له پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته يې لسو کاله د يوه منځني ښوونځي د ښوونکي دنده په غاړه درلوده ، ور پسې هغه د دونګ شيانګ ولسوالۍ په ځايي حکومت کې کار کړی، بيا وروسته په ٢٠١٢ کال کې په خپل ټاټوبي هه تان علاقه دارۍ کې د ګوندي کمېټې مشر په توګه وټاکل شو. سپين ږيري هو ولی ښاغلي لين ژوندی بودا بولي، علت يې دا دی چې ښاغلي لين د علاقه دارۍ د ګوندي کميټې د مشرۍ دندې تر ټاکنې وروسته د ځايي هان قوم کليوالو په منځ کې يوه ستره شخړه حل کړه چې نږدې تر اتو کلونو پورې پاتې شوې وه.

سپين ږيري هو شه چوان د دې شخړې د يادولو په وخت کې خبريال ته وويل

(( هغه وخت موږ د هان قوم کليوالو ترمنځ د يوې بودايي مجسمې د جوړولو په هکله د نظريو ډېر لوی توپير موجود و او د دې سخت توپير له امله حتی پلار او زوي او يا وروڼه لکه دښمنان وو او يو له بل سره يې حتی خبرې نه کولې. په کلي کې هېڅ غونډه نه شوای جوړېدای، ځکه چې سره يو ځای ناسته هم ستونزمنه ښکاريده . ))

ياد توپير د فنګ جوی سه په نوم معبد له جوړولو څخه رامنځته شو ښاغلي لين خبريال ته وويل

(( د کلي د هان قوم کليوال پر تبتي بوديزم عقيده لري او فنګ جوی سه معبد يو تبتي بودايي معبد دی. په هغه وخت کې د هان قوم کليوالو په منځ کې د دې معبد د ابادولو په هکله توپير رامنځته شو. ځينو کليوالو غوښتل چې په معبد کې يوه بودايي مجسمه جوړه شي، خو د نورو کليوالو په اند، د مجسمې جوړول لازم نه و چې په پای کې يې يو بل نه شوای قانع کولی او توپير د سختوالي په حال کی و. ))

دغه توپير تر ډېرو کلونو پورې نه و حل شوی چې له امله يې د هان قوم د دوو ډلو کليوالو تر منځ اړيکې په پر له پسې توګه ترينګلې شوې . په ٢٠١٢ کال کې ښاغلي لين شه جونګ د ګوندي کمېټې مشر په توګه وټاکل شو او يو وار يې د څارنې په ترڅ کې له دغې شخړې خبر شو او و يې غوښتل چې ژر تر ژره شخړه حل او له منځه يووړل شي.

ښاغلي لين خبريال ته وويل، دا د وګړيو عادي نظر دی چې د هان قوم دننه مسئله بايد د هان قوم وګړي پخپله حل کړي، خو هغه وخت د تون دي کلي هان کليوال په دوو ډلو ويشل شوی او هېچا د دې مسئلې د حل توان نه درلود. لين شه جونګ پرېکړه وکړه چې يوه بله طريقه غوره کړي چې د هوی قوم کليوال د هان قوم مسئلې د حلولو لپاره مرسته وکړي. هغه د کلي له مشر څخه وغوښتل چې د هوی قوم څو تنه منورو سپين ږيرو په مشرۍ ددې مسئلې منځګړيتوب وکړي. هغه وويل

(( د عنعنوي نظريې له مخې، ملي لږکي او د هېواد لومړی لوی هان قوم بېلې عقيدې لري او يو د بل په چارو کې هېڅ لاسوهنه نه کوي. ولې؟ ځکه چې دلته د ملي لږکيو او هان قوم کليوال ښه ګاونډيان دي او خپلمنځي اړيکې يې ډېرې نږدې دي. نو پر دې مې غور وکړ چې د ملي لږکيو کليوال کولی شی د هان قوم کليوالو ترمنځ شخړه حل کړي. ))

د ښاغلي لين په قول، د تون دي کلي د هوی قوم څو تنو منوروسپين ږيرو د هان قوم کليوال کور په کور جرګه کړی، دوی ته يې وويل زموږ د هوی او هان قومونو تر منځ هېڅ توپير نه شته، خو ستاسو د هان قوم په منځ کې ولی دومره سخت توپير رامنځته شو ؟ دا بيخي د منلو وړ نه ده . تاسو بايد په نږدې وخت کې دغه مسئله ليرې کړئ او خپلمنځی يووالی دې وساتئ. د هوی قوم سپين ږيرو تر کوښښونو لاندې، د هان قوم وګړيو ترمنځ شخړه چې تر اوو کلونو پورې يې دوام درلود، په نيمه مياشت کې حل شوه. د هان قوم کليوالو د فنګ جوی سه معبد د ابادۍ په هکله يو تړون لاسليک کړ چې ځينی کليوال کولی شی په خپلو پيسو په بل ځای کې نوی کوچنی معبد جوړ کړي چې پکې بودايي مجسمه ودرول شی . نور کليوال لا هم په اوسني معبد کې مذهبي فعاليتونه تر سره کوي. په دې توګه د هان قوم د دوو ډلو کليوالو تر منځ اړيکې بيا ښې شوې. په ٢٠١٣ کال کې د تون دي کليوالې کمېټې انتخابات په عادي توګه تر سره شول، د هان قوم کليوالو ټولو پکې ګډون وکړ او د هوی قوم کليوال جو انيوب د کليوالې کمېټې مشر په توګه وټاکل شو.

سپين ږيري هو شه چوان چې د هان قوم کليوالو تر منځ د دې کشالې د ليرې کولو په هکله ژوره خاطره لري ، په شوق سره خبريال ته وويل

(( دغې شخړې نږدې اته کاله دوام درلود او نه پوهېدو چې ددې شخړې د حل لپاره کومه طريقه غوره کړو. په دې وخت کې ښاغلي لين راغی او زموږ لپاره يې دغه سخته کشاله حل کړه. اوس زموږ په منځ کې اړيکې ډېرې ښې دي او زموږ په نظر، ښاغلي لين يو ستر اتل دی. ))

ښاغلي لين خبريال ته وويل د دې کشالې په ليرې کېدو سره، د هوی او هان قومونو د وګړيو تر منځ متقابل تفاهم او باور هم پياوړی شوی او اړيکې يې نورې هم ټينګې شوې دي. د روان کال په سر کې د هه تان علاقه دارۍ په خپلو کليو کې د سړکونو د پخو جوړولو پروژې د ترتيب په وخت کې، د تون دي کلي د هوی او هان وګړيو يو د بل خوا ته لومړيتوب ور کولو. ښاغلي لين وويل

(( تون دي کلي د کومې لارې جوړولو ته د لومړيتوب ورکولو په وخت کې، د ګوندي کمېټې مشر جو انيوب غوښتنه وکړه چې لومړی د هان قوم وګړيو د استوګنې سيمې لارې جوړې شي، خو د هان قوم وګړيو هم غوښتنه وکړه چې بايد لومړی د مسلمانانو وګړيو د استوګنې سيمې لارې جوړې شي. په اخر کې داسې لارې په عين وخت کې پخې جوړې شوې او دغه پروژه په تېره اوونۍ کې بشپړه شوه. ))

د وينا کولو په وخت کې د ښاغلي لين موبايلفون کړی وکړه، ځکه چې انجنيرو هغه ته د پروژې د څارنې نتيجه وړاندې کړه.

(( څارنه کوونکی ډله تللې، ښه. دوی وايي چې د دغو لارو کيفيت ډېر ښه دي او د کليوالو لپاره ډېرې ګټې لري. ښه ! نه يوازې ښه کيفيت لري، بلکې د قومونو تر منځ يووالی هم هڅوونکی هم دی. ښه، نو تاسې بايد په راتلونکي کې د دغو لارو ساتلو کارونه ښه تر سره کړي.))

د تون دي کلي د پخو جوړو شويو لارو څارنه تصويب شوې او په رسمي توګه په کار لوېدلې، دغه راز کليوال له دغو لارو څخه ګټې اخيستلی شي. کليوالو د دغه ښه خبر له اورېدلو وروسته نارې ووهلې . کليوالې جو اغه شي په خوشالۍ وويل

(( مخکې پخې لارې موجودې نه وې، کله به چې باران اورېده، لارې به ډېرې خټينې وي او موټر يا موټرسايکل پرې نشوای تللی. ټولو کليوالو هيله درلوده چې لاره په نږدې وخت کې جوړه شي. اوس لارې جوړې شوې دي، نو موږ ټول ډېر خوشاله يو. ))

اوس د تون دي کلي پر نويو لارو موټرونه او خلک تګ راتګ، راشه درشه کوي. دغه پخې لارې نه يوازې د ترانسپورټ په برخه کې وګړيو ته ډېرې اسانتياوې برابروي، بلکې د بېلا بېلو قومونو وګړيو تر منځ متقابل تفاهم او تبادلې هم پياوړې کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای