CRI Online

د ورېښمو لارې په اوږدو کې د سرو زرو لاره

cri     (GMT+08:00) 2014-12-30 17:02:52

دوه زره کاله مخکې، د ورېښمو لارې په پرانيستلو سره د چين شمال لوېديځې سيمې ته حياتي ځواک وروبخښل شو. اوس د دې لارې تر څنګ د اورګاډي ځغاستې يوه لاره د جوړېدو په حال کې ده او د بېلا بېلو خواوو مسافرين يې هر کلی کوي.

د ٢٠١٤ کال په نومبر مياشت کې د لان جو_ شينجيانګ د ګړندي اوسپنيزې لارې په اړه د ارومچي او هامي تر منځ برخه بشپړه شوه چې د روان کال په پای کې د دغې اوسپنيزې لارې د پوره په کار لوېدو لپاره يې بنسټ ايښودلی دی. دغه اوسپنيزه لاره چې د يو لوی شريان په توګه د چين د لوېديځو ګان سو او چينګهای ولايتونو او د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې څخه غځېږي، د ورېښمو لارې په غاړه يوه طلايي لاره بلل کېږي.

اته شپېته کلن جانګ چانګ لين په دغو ورځو کې ډېر خوښ و، ځکه چې هغه د ارومچي او هامين تر منځ د ګړندي اوسپنيزې لارې تر پرانيستلو وروسته لومړی ټيکټ واخيست. هغه خبريال ته وويل:

(( زه د ګړندي اوسپنيزې لارې د احساسولو لپاره هامي ته ځم او غواړم چې پخپله د دغه ګړندي اورګاډي د سپرلو احساسات وګورم.))

د چين په شمال لوېديځ کې د ګړندي اوسپنيزې لارې په پرانيستلو سره، ځايي وګړي به ترې ډېرې ګټې واخلي. له پنځوسو کلونو څخه راهيسې د شينجيانګ او د هېواد سترې برخې تر منځ ترانسپورټي لارې ډېرې اوږدې وې او د ارومچي څخه لان جو ښار ته د تللو لپاره لږ تر لږه اتلس نيمو ساعتو ته اړتيا وه. اوس د لان جو او شينجيانګ تر منځ د ګړندي اوسپنيزې لارې په پرانيستلو سره مسافرين په څلورو ساعتو کې له شينجيانګ څخه وتلي شي. که څه هم د دې اوسپنيزې لارې عمومي اوږدوالی يو زر اوو سوو شپږاوياوو کيلومترو ته رسېږي او واټن يې لا هم ډېر اوږد دی. خو د وخت له لحاظه د ارومچي د ختيځ له خوا له شينجيانګ څخه د وتلو وخت يوازې څلورو ساعتو ته اړتيا لري او لان جو ته د رسېدو وخت به د تېر په پرتله نيمايي برخه کم شي.

د يادې اوسپنيزې لارې د ګام په ګام پرانيستلو سره، د چين شمال لوېديځه برخه د هېواد د ختيځې سيمې په شان د پرمختګ له نوی فرصت سره مخ ده.

د ارومچي د ګړندي اوسپنيزې لارې په نوې صنعتي سيمه کې خبريال وليدل چې د اوه دېرشو اعشاريه دوه ويشتو مربع کيلومترو په پراخوالي سيمه کې لوړې ودانۍ يوه په يوه جوړې شوې او هغو اتلسو نړيوالو شرکتونو په دې سيمه کې د خپلې څانګې د پرانيستلو پرېکړه کړې ده چې د نړۍ په مخکنيو پنځو سوو شرکتونو کې شمېرل کېږي. د دې صنعتي سيمې اړوند مسئول په قول، اوس د دې سيمې عمومي پانګونې له پنځه دېرشو مليارډو يوانو څخه اوښتې دي او اټکل کېږي چې دوه سوه او دېرش زره تنه پکې ګمارل کېدای شي چې د شينجيانګ د اقتصادي پرمختګ د هڅولو لپاره نوی هڅوونکی ځواک به وګرځي.

د شينجيانګ د هنګ يوان سوداګريز شرکت مشر جو وې دونګ خبريال ته وويل

(( د ګړندي اوسپنيزې لارې پرانيستل زموږ د سوداګرانو لپاره يو ډېر ښه خبر دی. په راتلونکي کې به موږ د ارومچي او هامي تر منځ د تګ راتګ لپاره لومړی دغه اوسپنيزه لاره غوره کړو. دا د شينجيانګ د پرمختګ لپاره يو ډېر مهم ګام هم دی. ))

د ښاغلي جو وې دونګ شرکت په ٢٠٠٥ کال کې پرانيستل شو او په هامي کې يوه فرعي څانګه هم لري. نو د ده د شرکت کارکوونکی کله نا کله د ارومچي او هامي تر منځ راشه درشه کوي.

د ارومچي د ګوندي پوهنتون مرستيال هه وې ګانګ وويل دغه ګړندي اوسنپزه لاره نه يوازې د چين له سترې برخې سره شينجيانګ نږدې کوي، بلکې له ختيځې اسيا او اروپا سره د تګ راتګ لپاره د محوري سټېشن په توګه رول لوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای