CRI Online

د چين شمال لويديځ ولايتونه د ورېښمو لارې د سيلانيزې نښې د جوړولو په هڅه کې دي

cri     (GMT+08:00) 2015-03-13 17:18:17
د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي کمربند د ابادولو پلان په پلي کېدو سره د چين په شمال لويديځ کې د ورېښمو لارې پر غاړو پراته څو ولايتونو او خپلواکو سيمو د خپلو سيلانيزو چارو د پرمختګ لپاره ډېر نوي ګامونه پورته کړي دي.

د روانې مياشتې په ٢٧ مه نېټه له بېجينګ څخه د نينګ شيا هوی قوم خپلواکې سيمې مرکز اين چوان ښار ته د ګړندي اورګاډي لاره په رسمي توګه په کار لويدلې چې په دې وجه په دغه سيمه کې اوس د اوسپنيزې لارې د نشتوالي زمانه پای ته ورسېده. د نينګ شيا د سيلانۍ ادارې معلومات ورکړي چې دغه اورګاډي چې واګونونه يې په قومي بڼه ښکلي شوي، يو ګرځنده موزيم ته ورته دي چې له لارې به يې ځايي کلتور او دودونه معرفي او وپېژندل شي.

د شان شي او ګان سو ولايتونو او د شينجيانګ او نينګ شيا خپلواکو سيمو په شمول د چين شمال لويديځه ناحيه د ورېښمو لرغونې لارې په اوږدو کې مهم تمځايونه وو. نن ورځ د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي کمربند د ابادۍ سره سم نوموړي ناحيې ته د ورتګ ستونزه لېرې او حل شوې ده چې سيلانيان د څو ځانګړو اورګاډيو او کرايه الوتکو په وسيله نوموړې ناحيې ته تلی شي. دغه راز په بېلابېلو ځايونو کې د سيلانيزو چارو د پرمختيا موخې هم ټاکلې شوې دي، مثلا ګان سو ولايت غواړي دون هوانګ ښار د يو مشهور نړيوال سيلانيز ښار په توګه اباد کړي چې د دون هوانګ په سمڅو کې د ګڼ شمېر بودايي مجسمو په درلودلو سره ډېر شهرت لري، د نينګ شيا هوی قوم خپلواکه سيمه غواړي چې له خپلې سيمې څخه د يوې نړيوالې اسلامي سيلانيزې موخې په توګه چې د چين د هوی قوم له ځانګړتياوو څخه ډکې وي، اباده کړي، دغه راز شيان شي ولايت دا پلان لري چې د ورېښمو لارې د نوي پيل ځای په نامه سيلانيزه نښه جوړه کړي، ځکه چې د دې ولايت مرکز شي ان ښار د ورېښمو د لرغونې لارې د پيل ځای و. د نينګ شيا د سيلانۍ ادارې مشر يانګ ليو وويل،

((د ورېښمو لرغونې لارې پر غاړو ډېر تاريخي او کلتوري اثار پاتې دي چې په کارولو سره يې يوه نړيواله سيلانيزه سيمه جوړه شوې ده، د سيلانيزې پرمختيا له لارې به نه يوازې اقتصادي ګټې دغې سيمې ته ورسول شي، بلکې د بېلابېلو هېوادونو، سيمو او د مختلفو نژادونو، قومونو او دينونو په اړه لازيات معلومات به سيلانيانو ته ورکړی شي.))

٢٠١٥ کال د چين د سيلانيز کال په توګه وټاکل شو، د مرکې په ترڅ کې زموږ خبريالانو دا معلومات هم ترلاسه کړي چې اوس د هېواد په شمال لويديځ کې ډېر ولايتونه او خپلواکې سيمې له نورو هېوادونو سره د سيلانيزې همکارۍ په حال کې دي چې په ګډه سره به د ورېښمو لارې ځانګړتياوې لرونکې سيلانيزې لارې طرحه کړي او سيلانيز توليدات به جوړ کړي.

په ٢٠١٤ کال کې ګان سو ولايت د دون هوانګ ته سفر او د ورېښمو لارې په نامه د څلورمې دورې نړيوال فېسټيوال جوړ کړ او د ورېښمو لارې پر غاړو د پرتو هېوادونو په شمول د ٢٥ هېوادونو او سيمو لسګونو محترمو مېلمنو په دې فعاليت کې ګډون او د ورېښمو لارې پر غاړه د سيلانيزې ودې په هکله بحثونه يې وکړل. دغه راز نينګ شيا سيمه هم له يو شمېر ولايتونو او سيمو سره په ګډه د ورېښمو انټرنيټي لارې د ابادولو په نامه اعلاميه خپره کړه.

د زياتو کارپوهانو په اند، سيلانيزه پرمختيا به د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي کمربند ابادولو ته ډېر خوځنده ځواک وروبخښي، خو تر هر څه لومړی بايد د سيلانيز اقتصاد پرمختيايي ميکانيزم جوړ شي. برسيره پردې، د يو شمېر کارپوهانو په اند، چين د ورېښمو لارغونې لارې د پيل ځای او د ورېښمو لارې په غاړو د اقتصادي کمربند د ابادولو پلان د طرحه کوونکي هېواد په توګه بايد د منځنۍ اسيا، لويديځې اسيا او اروپا له هغو هېوادونو سره چې د ورېښمو لارې پر غاړو موقعيت لري، د اوسني سيلانيزې همکارۍ پربنسټ د يوې سيلانيزې او اقتصادي ټولنې د جوړولو لپاره ګډې هلې ځلې وکړي، ترڅو چې د ورېښمو لارې پر غاړو د بېلابېلو پرتو هېوادونو ترمنځ سيلانيزې همکارۍ نورې هم پياوړې شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای