CRI Online

کاليګان: تبتي ژبه ويلونکي مسلمانان 

cri     (GMT+08:00) 2015-03-13 17:40:57
کاليګان په تبتي ژبه کې د جګ غر مانا لري، د چينګهای ولايت د هوا لونګ د هوی قوم خپلواکې سيمې په جنوب لويديځ کې چې د ولايت له مرکز څخه نژدې يو نيم سل کيلومتره فاصله لري، د ده هنګ لونګ، شاليان پو او اشنو درې لوي اداري لوي کلي پراته دي .

د هوالونګ ولسوالي يوه ډيره بې وزلې او غرېبه ولسوالي ده . د کاليګان سيمه ددې ولايت د نورو ځايونو غوندې بې حاصله سيمه ده ، خو هلته يو شمير مسلمانان اوسيږي چې په تبتي ژبه خبري کوي او د کاليګانيانو په نامه ياديږي . په دې سيمه کې ديرش زره تنه کاليګانيان ميشته دي او په وروستيو ورځو کې خبريال له يو شمير کاليګانيانو سره مرکې کړې .

خبريال د دوو ساعتنو مزل وروسته د ده هن لونګ په لوی کلي کې د هواچي په نوم جومات ته ورسېد او و يې ليدل چې دغه جومات لوی نه دی او ساختماني بڼه يې د چين د دوديزې ماڼۍ غوندې ده او شاوخوا چاپېريال يې ډير پاک او منظم دی.

د جومات په څنګ کې څو بزګرې کورنۍ خورې ورې پرتې دي او ودانۍ يې د خښتو او لرګيو څخه جوړې شوې دي. د هان نومې يوې کورنۍ خاونده چې تور دسمال يې پر سر کړی ، د غوا فاضلې راغونډولې او په ديوال يې تپلې څو چې وچې شي او بيا د سون موادو په توګه ترې کار واخلي.

د جومات سپين ږيری ملا چې سپين پټکی يې پر سر کړی، خبريال ته وويل، چې زما ملي ژبه ښه نه ده، نو اجازه ده چې په تبتي ژبه درسره مرکه کوم ؟ ملا له ژباړونکي انوش څخه پوښتنه وکړه . ژباړونکي انوش وويل، چې زموږ د کاليګانيانو يو عادت دی چې ملا کله کله په تبتي ، کله په عربي يا ملي ژبه موعظه کوي .

ولې کاليګانيان مسلمانان په تبتي ژبه خبري کوي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې نوموړي ملا وويل، چې هان د چيان لونګ په دوره کې يعنې تقريبا درې سوه کاله مخکې يو ملا چې ماليچي نومېده ، کاليګان ته تبتيانو ته د مذهبي تبليغ لپاره راغی چې له امله يې يو شمير تبتيانو اسلام ومانه او مسلمانان شول. سپين ږيري ملا له کوټې څخه يوه لکړه راوړه او و يي ويل، چې دا لکړه د ملا ماليچي وه .

د هوالونګ ولسوالۍ په تاريخچه کې ليکل شوي چې کاليګان په اصل کې د تبتيانو څړ ځايونه وو او درې سوه کاله وړاندې د هوی، سالا او هان قومونو وګړي کاليګان ته په کډه راغلل چې د کلونو کلونو راهيسې د څړ ځايونو د کمښت له امله ځينې تبتي قبيلې د چينګهای ولايت نورو ځايونو ته نقل شوې او پاتې شوي تبتيان د هوی قوم له وګړو سره ګډ او د ودونو له امله کاليګانيان رامنځته شول .

د چينګهای د قومي پوهنتون د قوم او ټولنې پيژندنې انستيتوټ مشر ما چن جيون خبريال ته وويل، چې کاليګانيانو ته د تبت هوی وګړي هم ويل کېږي چې داسې پديده د چين په نورو ځايونو کې هم ليدل کيږي، مثلا يون نان ولايت کې د دای هوی او داخلي مغولستان کې مغول هوی وګړي ژوند کوي . دا د اسلامي کولتور د خپرېدو او ګډېدو د پراخوالي نښه ده .

د تبت او هوی قومونو د يوځايښت پديده د کولتوري توپيرونو له امله د يو بل کمبود د پوره کولو او يو بل ته د ګټې رسولو په بهير کې رامنځته شوې ده او د دغو دواړو قومونو د کولتورونو ترمنځ د ښې همغږۍ نتيجه هم ده . د قومي اړيکو له نظره دغه بهير پرمختللی دی. ما چن جيون زياته کړه چې د هغو قومونو ترمنځ چې مذهبي عقيدې او تاريخي او کولتوري شاليدونه يې بيل دي ، يو له بل سره ښه تبادله کوله، يو پر بل اغيزه کوله او هم يې يو له بله زده کړه کوله، دا ښيي چې چيني ملت يوه لويه کورنۍ ده ، سره له دې چې د کومې مذهبي عقيدې لرونکي دي ، بايد يو د بل درناوی او احترام وکړي او ګډې ګټې دې وساتي، ځکه چې کوچنی قوم له لوی قوم او لوی قوم له وړوکي قوم څخه نه جلا کېږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای