CRI Online

په بای چي لومړي ښوونځي کې د هوی قوم کلتوري درسونه

cri     (GMT+08:00) 2015-03-13 18:43:53
((دا خوراک له ممپليو او اوړو څخه جوړيږي، موږ دغه خوراک ته جا کو وايو.))

((زما خور کله کله زما کور ته راځي او زما مور ورته جا کو جوړوي.))

د چين په جنوب ختيځ کې د سمندر پر غاړه د فو جيان ولايت د چوان جو ښار په بای چي علاقه دارۍ کې د يوه ښوونځي په درس خونه کې زده کوونکي د جا کو په نوم يو ډول ځايي دوديز خوراک جوړوي او د دې خوراک د تاريخ په اړه خپلو کې بحث کوي. دا د بای چي مرکزي ښوونځي يو عام درس نه دی، بلکې يو ځانګړی کلتوري درس دی چې پرمهال يې د ځايي هوی قوم تاريخ او دودونه معرفي کيږي او د زده کوونکو ډېر خوښ دي.

د جا کو په نوم د ځايي دوديز خوراک د جوړولودرس د ځايي هوی قوم له يو لړ کلتوري درسونو څخه دي. ښوونکې ګو مياو لينګ د دغو درسونو په ترتيبولو کې ګډون کړی، ولې د علاقه داري په يوه ښوونکي د هوی قوم په اړه کلتوري درسونه ورکول کيږي؟ دا د بای چي علاقه داري له تاريخ او کلتور سره تړاو لري. بای چي علاقه دارۍ له هو جو بندر سره چې د چين په لرغونې زمانه کې لومړی لوی بندر و، ډېر نژدې دی. له سلګونو کلونو په ترڅ کې ډېر عرب او د فارس سوداګرو د سوداګرۍ لپاره هو جو بندر ته تګ راتګ کاوه او هلته يې ځينو په دايمي توګه پاتې او استوګنه غوره کړه. دا چې د بای چي ٨٠٪ نفوس هوی قوم وو، نو په ١٩٩٠ کال کې بای چي په رسمي توګه د هوی قومي علاقه دارۍ په توګه وټاکل شوه او تراوسه پورې يې د فوجيان ولايت يوازينۍ هوی قومي علاقه داري هم ده.په بای چي کې د هوی قوم اوسيدونکو د کوښښونو له لارې ځايي اقتصادي پرمختګ چټک شوی او له همدې له امله د چين د نورو ځايونو ډېر خلک دلته جلب شوي دي. د اوږدې مودې راهيسې، په بای چي کې بېلابېل قومونه په ګډه سره ژوند کوي. خو په چټک پرمختګ او د نفوس په زياتېدو سره ځايي کلتوري عنعنات ګام پر ګام ورک شوي او د هوی قومي علاقه دارۍ د کلتوري عنعناتو ساتل او مروجول يوه بېړنۍ دنده ده. د بای چي مرکزي لومړي ښوونځي د ځايي حکومت د ښوونيزې ادارې په ملاتړ د هوی قوم کلتوري درسونه ترتيب کړي دي، د ښوونځي مشر وو څای جونګ په دې اړه وويل:

(( په دغو ځانګړيو درسونو کې څو برخې شاملې دي، لومړی تاريخ ، دوهم دودونه، درېيم ځانګړې قومي جامې، څلورم د بای چي د هوی قوم اقتصاد، پنځم د بای چي د راتلونکي پرمختګ پلان.))

د بای چي مرکزي لومړی ښوونځی په فو جيان ولايت کې يوازينی هوی قومي ښوونځی دی او اوس څه باندې ديارلس زر زده کوونکي لري چې زياتره يې د هوی قوم او يو شمېر يې د هان قوم، بای قوم، مياو قوم او داسې نور دي. په ښوونځي کې د حکومت په مالي مرستې څو ښوونيزې ودانۍ د جوړېدو په حال کې دي او د هوی قوم ځانګړتياوې ترې ښکاريږي. د ښوونځي مشر وو څان جونګ وويل:

((حکومت پنځه مليونه يوانه برابر کړي او دا زموږ قومي ښوونې ته د حکومت لومړيتوب ښکاره کوي.))

مشر وو همدانګه دا معلومات ورکړل، چې ښوونکي لاهم د دای چي د هوی قوم د کلتوري درسونو کتابونو د لا بشپړولو په هڅه کې دي، ځکه چې د دغو درسونو له لارې ځايي دودونه په ښه توګه وپېژندل شي او د هوی قوم کلتور نور هم وساتل شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای