CRI Online

د هوی قوم د پېغلې ما لي ښکلی خوب

cri     (GMT+08:00) 2015-06-11 16:38:03


ما لي په خپل دوکان کې ده


ما لي د يوې پېغلې لپاره پړونی انتخابوي

د هوی قوم ٢٧ کلنه پېغله ما لي د چين د چينګهای ولايت په شي نينګ ښار کې د جامو يوه مشهوره طرحه کوونکې ده. په ٢٠١٥ کال کې يې په چينګهای ولايت کې د رڼا په نوم د مسلمانو ښځو لپاره د جامو يوه نښه جوړه کړه او په شي نينګ ښار کې يې د خپلې نښې لرونکو جامو يو پلورنځی پرانيست.

ما لي د چين د چينګهای ولايت په شي نينګ ښار کې په يوه اسلامي کورنۍ کې زېږېدلی ده ده. هغې وويل، د دودونو له مخې مسلمانې ښځې داسې جامې نه اغوندي چې پوستکی يې بربنډ وي، خو په مغازو کې ددوي لپاره د اړتياوړجامو ډولونه کم دي، دغه راز په هېواد کې د مسلمانانو د جامو جوړونکي تصدۍ هم لږې دي او له ډېرو کلونو راهيسې د جامو ډولونو په طرحه کولو کې زيات نوښتونه نه ليدل کېږي . څو کاله دمخه پيغلې ما لي بل هېواد ته د سفر په ترڅ کې له يوې مصري طرحه کوونکې سره اشنا شوه. کله چې ما لي د دې طرحه کوونکې لخوا طرحه شوې جامې وليدلې، ډيره حيرانه شوه، ځکه چې د جامو رنګونه ، ټوکرونه او ډيزاينونه يې ډېر ځانګړي او ښايسته وو او پخوا يې دومره ښکلې جامې نه وې ليدلې.

بېرته خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته ما لي د هغو جامو د ډيزاين انځورونه نوموړې مصري طرحه کوونکې ته وليږل چې د چين له ملي ځانګړتياوو څخه ډک وو . مصري طرحه کوونکي دغه انځورونه سم کړل او د جامو جوړولو فابريکو په مټ يې د دوی لخوا په ګډه طرحهې شوې جامې جوړې کړې.

د می له ١٥ مې نېټې څخه تر ١٨ مې نېټې پورې د چين د چينګهای د حلالو خوراکونو نړيوال نندارتون په شي نينګ ښار کې ترسره شو. ما لي څو موډل لروونکې جامې راغونډې کړې او په دغه نندارتون کې يې پخپله طرحه شوې جامې نندارې ته وړاندې کړې چې په پايله کې يې ډېر نندارچيان راجلب کړي وو.

د هوی قوم يوې نجلۍ په ازمويښت ډول د ما لي لخوا طرحه شوې جامې واغوستې او خبريال ته يې وويل، ښودل شوې جامې نه يوازې د اسلام له شريعت سره سمون لري ، بلکې ډېرې فيشني هم دي. ګوره، د دې کورتۍ ګرېوان او لستوڼي پوستکی ډېر ښه پټوي، او ډيزاين يې هم نن سبا ډېر تود دی.

خبريال وليدل چې د مالي لخوا ډيزاين شوې جامې ډېرې ښکلې دي او رنګونه يې هم ښايسته دي ، پخوا به زياتره رنګونه تور او يا خړ وو، دغه راز په جامو باندې دوديزه ګلدوزي هم شوې ده او تڼۍ او کمربند يې هم د ګلونو غوندې اوبدل شوي دي.

اغلې لي يان لي چې درې پنځوس کلنه ده ، وغوښتل چې يو پړونی واخلي. ما لي د دې لپاره يو نارنجي پړونی انتخاب کړ او له هغې سره يې د سينګار مرسته وکړه. ما لي ور ته وويل، نارنجي پړونی له سپين او روښانه رنګه جامو سره ډېر مناسب دی،نو کولای شئ چې سپين او روښانه رنګه جامې واغوندئ. کله چې ليي يان لي په هينداره کې خپله څيره وليدله ، په شرمناکه او مسکۍ خوله يې وويل چې خپل ځان نه پيژنم ، بيا يې په ګرځنده تليفون له خپل ځان څخه يو عکس واخيست.

مالي خبريال ته وويل چې ځينو چاغو ښځو له ما څخه غوښتې چې ددوي د بدن له مخې د جامو طرحه کولو لپاره خدمتونه برابر کړي . له دې څخه ډير خوښ يم چې زما لخوا طرحهې شوې جامې ددوي لخوا وپيژندل او وستايل شوې. اوس د جامو پلورلو ښه فرصت راغلی دی. زما په نظر دا زما د راتلونکې پرمختيا هدف دی. نن ورځ هره مياشت ګوانګ جو ښار ته ځم او له مصري طرحه کوونکي سره يو ځای طرحه شوې نقشې سموم او يوځای ټوکران انتخابوم.

په چين کې د عربي هېوادو د ټولنې استازي غنيم خيبري وويل چې اوسمهال د مسلمانو ښځو نظريې د بدليدو په حال کې دي ، دوي د اسلامي شريعت مراعات کوي او هم ښکلا غواړي . ويلی شو چې نن ورځ د نړيوال کېدو په بهير کې ده ، د مسلمانانو لپاره د اړتياوړ توکو پلورلو بازار د اختراعي پرمختيا پړاو ته داخليږي . پيغلې مالي په پاي کې وويل غواړم چې مسلمانې نجونې او ښځې نورې هم فيشني او ښکلۍ شي.


ما لي د يوې پېغلې لپاره جامې انتخابوي


1 2 3 4
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای