CRI Online

روکيه -- د چين په لومړۍ الوتکه وړونکې بيړۍ کې يوه سرتيرۍ وه

cri     (GMT+08:00) 2015-07-10 15:02:51

د شينجيانګ د ختن ښار د کرييې ولسوالي په چين کې يو داسې ځای دی چې له سمندر څخه په ليرې سيمه کې پرته ده او د ختيځ چين له چينداو څخه څلور زره اته سوه کيلومتره او له دايليان څخه پنځه زره او د جنوبي چين له سانيا څخه شپږ زره کيلومتره واټن لري. خو د نولس کلنې نجلۍ روکيه متسعدي لپاره صفر متره و ځکه چې دې څو مياشتې مخکې د چين په لومړۍ الوتکه وړونکې بيړۍ کې له قومي سرتيريو څخه يوه وه او پرته له دې نه چې هغه هم د هغه مشهور سپين ږيري قربان کروسۍ ده چې د تېرې پيړۍ په پنځمه لسيزه کې يې غوښتي وو چې بېجينګ ته لاړ شي څو چې د چين له فقيد رئيس ماو سره وګوري.

د دوه زره دوولسم کال په دسمبر کې په شينجيانګ کې د سمندري سرتيريو جلبولو کار پيل شو ،شپاړس کلنه روکيه په منځني ښوونځي کې د لسم ټولګي زده کوونکې وه او په عسکري خدمت کې د شموليت لپاره يې خپل نوم ثبت کړ ،خو مور يې ورسره موافقه و نه کړه ځکه چې روکيه د پلار و مور يوازنۍ لور ده او سمندر له شينجيانګ څخه ډير لېرې دی ، خو روکيه خپل پلار راضي کړ . ددې مياشتې يوه ورځ پلار يې په بيړني توګه له ټولګي څخه روکيه وغوښتله او ور ته يې وويل چې تر څو څو ځلو انتخاب وروسته په عسکري خدمت کې شامله شوې ده او په دې وجه د قربان کورنۍ لپاره لومړۍ سرتيرې ګرځېدلې او د غورنيکه هيله يې بشپړه شوې ده .

د ختن ښار په مرکزي ډګر کې يوه لوړه مجسمه درول شوې ده چې له سپين ږيري قربان سره د فقيد رئيس ماو د لاس روغبړ په حال کې ليدل کېږي . سپين ږيری قربان نه يوازې په شينجيانګ کې بلکې په ټول هېواد کې مشهور دی . هغه يو يتيم و او د خوارۍ او غريبۍ په کلونو کې يې لوړې ژورې وليدلې ، خو د شينجيانګ تر ازادۍ وروسته يې ښه ژوند تېراوه او څو ځله يې غوښتي چې فقيد رئيس ماو څخه د مننې لپاره د خر سپرلۍ په وسيله بېجينګ ته لاړ شي.

سپين ږير قربان له پوځ سره ژوره مينه درلوده او و يې غوښتل چې خپل اولادونه پوځ ته وليږي ، خو دغه هيله يې نه وه پوره شوې . د نيکه او پلار تر اغيزو لاندې روکيه د ماشومتوب په وخت کې د پوځي فلمونو سره علاقه درلوده .له خپل پلار و مور څخه د خدای پامانۍ په وخت کې پلار يې روکيې ته وويل چې بايد خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي .

روکيه پوځ ته تر ننوتلو وروسته په ګوانګ دونګ ولايت کې د دريو مياشتو روزنه ومنله ، خو لومړۍ ستونزه يې د ملي ژبې زده کول وو . کرييه ولسوالۍ کې په سلو کې اته نوي برخه اوسيدونکي اويغوريان دي ، پوځ ته تر رسيدو مخکې روکيه په ملي ژبه هيڅ نه پوهېده. خو روکيې د خپل غورنيکه ټينګه اراده په ميراث اخيستې وه او تر روزنې وروسته يې په روانه ملي ژبه له خپلو ملګرو سره خبرې کولې شوې . بيا د نيم کال تخصصي روزنې له کبله د دوه زره ديارلسم کال د اکتوبر په لومړۍ ورځ اوولس کلنه روکيه د الوتکه وړونکې بيړۍ يوه قومي سرتيرې وګرځېده چې د عمر له مخې تر ټولو کشره وه او دنده يې د علايمو ليږدول وه . سمندر ته د بيړۍ ورتګ تر ټولو وخت پنځه څلوېښت ورځې وې ، روکيه وايي چې هره ورځ په سمندر کې کار يا ژوند ستونزمن نه دی ځکه چې هغه له سمندرسره ډيره مينه لري.

د عسکري خدمت دوه کاله ژر تېر شول ،سره له دې چې د دوه زره څوارلس کال په پاي کې روکيې خپله پوځي دنده پوره کړه او خپل ټاټوبي ته ستنه شوه ، خو روکيه لا هم لکه په پوځ کې هره ورځ په پنځو بجو پاڅيږي چې دغه وخت د کرييې په محلي وخت له درېيو بجو سره برابريږي. له پاڅېدو وروسته روکيه لومړۍ موسيقي اوري او په اوو بجو منډې وهي . د راتلونکي په هکله روکيه وايي چې هغه غواړي يوه پولسه وګرځي څو چې د خپل ټاټوبي امنيت وساتي ځکه چې ددې په اند پولسي دنده ددې لپاره ډيره مناسبه ده ځکه چې عسکري خدمت يې ترسره کړی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای