CRI Online

د شينجيانګ د قورغاس ښار

cri     (GMT+08:00) 2015-08-06 20:38:29

د ٢٠١٤ کال په سپتمبر کې د شينجيانګ د قورغاس ښار په رسمي توګه پرانيستل شوی.د چين د ون جو ښار٢٣ کلنې نجلۍ چن څونګ څونګ تېر کال له خپلې کورنۍ سره يو ځای د چين له ختيځ څخه قورغاس ښار ته ولاړه.چن څونګ څونګ او د دې مور د قورغاس په نړيوال سرحدي همکاريز مرکز کې د يي وو په نړيوال سوداګريز بازار کې د جامو او غاليو ٢ دکانونه لري.هره ورځ د قزاقستان زيات شمېر وګړي هلته شيان اخلي.

د ٢٠١٤ کال په اپرېل کې د چين او قزاقستان د حکومتونو له خوا جوړ شوی د سرحدي سيمې همکاريز مرکز په رسمي توګه پرانيستل شو چې مساحت يې ٥ اعشاريه ٢٨ مربع کيلو متره دی.دغه مرکز د سوداګريزې معاملې،د توليداتو نندارتون او خرڅلاو ،ټرانسپورټ او پولي خدمت او د ګمرکي مالياتو د کمولو په ګډون يو لړ خدمتونه برابروي چې په کې ډېر کسان،مالونه او پانکې په ازاده توګه تبادله کېږي.

د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند ستراتيژۍ د پلي کېدو سره سره د قورغاس په بندر کې د وارداتو او صادراتو سوداګريز ارزښت زيات شوی دی.د قورغاس د ګمرکاتو ادارې له تازه شمېرنې سره سم د ٢٠١٥ کال په لومړۍ نيمايي کې د چين او قزاقستان د قورغاس په نړيوال سرحدي همکاريز مرکز کې د صادراتي مالونو اندازه ١٤ زرو او ٤٠٠ ټنو ته رسېدلې او سوداګريز ارزښت يې يو مليارډ ٣٥ مليونو يوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ډېر زيات شوی دی.

د يي وو د نړيوال سوداګريز بازار د شرکت عمومي منيجر جو چون لی خبريال ته وويل چې په دې بازار کې نړيواله سوداګري د يوانو په بنسټ روانه ده.د اړوندو څېړونکو په اند په راتلونکو ٣ کلونو کې به د قورغاس په نړيوال سرحدي همکاريز مرکز کې سلګونه پولي سازمانونه راغونډ شي او ګام په ګام به د ورېښمو لارې په اقتصادي کمربند کې د سيمه ييز نړيوال پولي مرکز په توګه وګرځي.

ښاغلي جو چون لی وويل چې زموږ هدف دا دی چې په راتلونکو ٥ کلونو کې به د منځنۍ اسيا او روسيې منځنۍ او لوړپوړې چارې دلته راجلب کړو تر څو دغه مرکز به د نندارتون او سوداګرۍ يو ميدان وګرځي.

د قورغاس د بندر نوم د قورغاس د سيند له امله ټاکل شوی چې د پخواني سوی او تانګ له امپراطورۍ سلسلې څخه د لرغونې ورېښمو لارې پر غاړه يو مهم تمځای دی.په ١٨٨١ کال کې قورغاس د چين او روسيې ترمنځ رسمي سوداګريز بندر ګرځېدلی دی.وروسته تر هغه د ډول ډول لاملونو له امله دغه بندر بند شوی و.په ١٩٨٣ کال کې د چين د دولتي شورا د قورغاس بندر د بيا پرانيستلو پريکړه کړې وه.د قورغاس بندر ١٣٤ کلن تاريخ لري چې د دې بندر په شاوخوا په زر کيلو مترۍ کې د منځنۍ اسيا د اقتصادي پرمختګ او سوداګريز مرکزونه پراته دي.

د ٢٠١٠ کال د مۍ په مياشت کې د چين د مرکزي کميټې د شينجيانګ په کاري غونډه کې پرېکړه وکړه چې د قورغاس اقتصادي او انکشافي سيمه جوړه شي.يو کال وروسته دولتي شورا له قورغاس څخه د ملاتړ تګلاره جوړه کړه.

ښاغلي يو چنګ جونګ په ١٩٩٧ کال کې د چين له هه نان ولايت څخه شينجيانګ ته تللی . د قورغاس په سوداګريز بازار کې د سبزيو او ميوو د صادراتو يو مشهور سوداګر ګرځېدلی دی. د منځنۍ اسيا ٥ هېوادونه د ميوو وارداتو ته ډېره اړتيا لري.يو چنګ جونګ وويل چې اوس په قورغاس کې د ګمرکاتو د ادارې زيرمتون شته او د تصديو صادراتي چارې ډېرې منظمې دي.قورغاس يو نړيوال عصري ښار ګرځي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای