CRI Online

د حج د فريضې د ادا کولو لپاره مکې ته د تګ يادونه

cri     (GMT+08:00) 2015-08-13 18:34:21

د حج د فريضې ادا کولو لپاره د حاجيانو تګ به په راتلونکې مياشت کې پيل شي چې په هغه وخت کې به له لسو زرو تنو څخه زيات چينايي مسلمانان د چين د اسلامي ټولنې تر واحد ترتيب لاندې مکې ته لاړ شي. د دوی د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره د چين اسلامي ټولنې د اووياوو تنو کارکوونکو په شمول يو پلاوی جوړ کړی، څو چې د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره د تلونکو مسلمانانو لارښوونه وکړي او د امنيت او روغتيا ساتلو او نورو خدمتونو د ورکولو په هکله اسانتياوې برابرې کړي. د دې پلاوي مقدماتي ډله چې د يوولسو تنو څخه جوړه شوې ، د روانې مياشتې په اتمه نېټه مکې ته لاړه څو چې د مکې او مدينې له اړوندو څانګو او سازمانونو سره د ترانسپورټ، استوګنې، خوړو او الکترونيکي اړيکو په هکله مشوره وکړي .

له وروستيو کلونو راهيسې د چين د سمون او ورخلاصون تګلارې د تطبيق او د اقتصادي پرمختيا سره سم د چيني مسلمانانو ژوند ښه شوی چې له امله يې مکې ته د تلونکو شمېر کال په کال زياتېږي او له لسګونو ، سلګونو او زرګونو تنو څخه تيرکال څوارلسو زرو او پنځو سوو تنو ته رسېدلی و . خو مکې ته د چينايي حاجيانو د تګ لار پيچلې وه ځکه چې د تېرې پيړۍ په شپږمه لسيزه کې د چين قومي او مذهبي تګلارې په ښه توګه نه وې تنظيم شوې او يوازې په ١٩٧٨ کال کې د قومي او مذهبي تګلارو د سم تطبيق له برکته د حج د فريضې د ادا کولو پروسه جوړه شوې وه.

د ١٩٧٩ کال د اکتوبر په مياشت کې يعنې د چينايي حاجيانو د زيارت د ١٤ کلونو ځنډولو وروسته د ملا ان شه وي په مشرۍ شپاړس کسيزه ډله مکې ته لاړه او د جده په هوايي ډګر کې دوی ته د سعودي عربستان د وګړو لخوا تود هرکلی وويل شو. چينايي حاجيان په هوايي ډګر کې د ډول ډول خدمتي تاسيساتو په ليدو سره ډير اغيزمن شول او احساس يې وکړ چې بهرنۍ نړۍ ډيره ښکلې ده . خو يوه شيبه وروسته د دوی په زړونو کې ترخه احساسات رامنځته شول ځکه چې مېلمه پالانو د ښې پذيرايۍ په څنګ کې د دوی بارونه په ډير ځيرتيا تلاشي کړل اوحتی د دوی لخوا وړل شوی چای، پکې او وړوکي انځورونه هم تر څار لاندې راغلل . په تېره بيا د چيني حاجيانو لخوا وړل شوې جامې د دوی په اند پوځي جامې وې، نو د تائيد لپاره يې بل ځای ته وليږلې، په اصل کې دغه چيني ډول جامې پوځي جامې نه وې او يوازې په رسمي وخت کې اغوستل کېږي. د چينايي حاجيانو په نظر مکې ته د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره دغه سفر ډير اهميت لري او د چين د مذهبي تګلارې د بيا تطبيق مانا هم لري. د دې سفر وروسته د چيني حاجيانو د زيارت فعاليت په سمه توګه اعاده شوی او د نورو هېوادونو د مسلمانانو په زړونو کې شکونه او ناسم پوهاوی ورو ورو لېرې شوی دی. له دې وروسته هر کال د چين د اسلامي ټولنې په ترتيب د چيني حاجيانو ډله جوړه شوې ده . مثلا د ١٩٨٦ کال د جون په مياشت کې د چين د اسلامي ټولنې د مرستيال ما شيان په مشرۍ دوه زره تنه مکې ته لاړل او په ٢٠٠٦ کال کې دغه شمېر٧٠٠٠ تنو ته ورسېد او په همدې کال کې د حاجيانو د ښه خدمت لپاره يوه ځانګړې دايمي څانګه جوړه شوه . په ٢٠٠٨ کال کې د چيني حاجيانو شمېر له لسو زرو تنو څخه زيات شو او تېر کال نژدې ١٤ زره او پنځه سوه تنه چيني حاجيان د ٩٤ کرايه شويوالوتکو په وسيله له بېجينګ، اورمچي، لانجو، اينچوان او کونمينګ ښارونو څخه مکې ته لاړل. په راتلونکې مياشت کې به چيني حاجيان بيا د حج ادا کولو لپاره مکې ته لاړ شي. باور دی چې مکې ته د چيني حاجيانو د تګ لاره نوره هم پراخه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای