CRI Online

د شيجيانګ لوی بازار د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې له فرصت سره مخ دی

cri     (GMT+08:00) 2015-08-27 17:12:07

په دې وروستيو ورځو کې د ترکي سوداګر جهان مخ له مسکا ډک و، څرنګه چې د ده کاروبار د تودېدو په حال کې دی. جهان لس کاله مخکې د سوداګرۍ لپاره شينجيانګ ته راغی او د ترکيې په استنبول او د شينجيانګ په قاغلق ولسوالۍ کې د ورېښمينو غاليو اوبدلو د دوو کارخانو خاوند دی. هغه خبريال ته وويل له تېر کال راهيسې کاروبار يې لږ څه ښه و .خو سږ کال کاروبار يې بيا د تودېدو په حال کې دی. دا د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې تګلارې برکت دی.

د ښاغلي جهان په وينا کې ياد شوی بازار د شينجيانګ په جنوبي سمسوره سيمه کې د خپل ځان په اتکا رامنځته شوی او په نوبتي توګه د اويغوريانو په استوګنځيو کې پرانيستل کېږي. بازار د اويغوريانو په ژوند کې مهم رول لوبوي. د تاريخي پرمختيا د بهير په اوږده موده کې، د شينجيانګ په جنوبي برخه کې د بازار په اړه ډېر متلونه رامنځته او مروج شوي او ترې ښکاري چې بازاري کولتور د اوريغوريانو په کولتور کې لوړ مقام لري. د ټولنې د مادي او د وګړو د روحي سويې په لوړتيا سره سم، د بازار رول هم بدلېږي، خو د اقتصادي پرمختګ او د انسانانو ترمنځ د تبادلې په برخو کې د ده رول لا هم دوام لري.

په اورمچي ښار کې د جهان نمايندګۍ اداره د لوی بازار په شاوخوا کې د ترکيې د مشهورو توکو په مرکز کې ده . د غوره کيفيت لرونکو ورېښمينو غاليو په درلودلو سره ښاغلي جهان د ٢٠٠٤ کال په لومړيو ورځو کې شينجيانګ ته راغی او ژر يې د خپل ژوند په لومړيو کلونو کې ښه ګټه تر لاسه کړه. خو په ٢٠٠٩ کال کې په شينجيانګ کې د سيلانيزو چارو د زوال له امله دده کاروبار هم خراب شو .

د کاروبار د ښه والي لپاره جهان کله کله د خپلو غاليو د پلورلو لپاره د چين ساحلي سيمو ته تلو، خو معامله يې هم ښه نه وه . خو د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي کمربند د رغاونې په هکله د شينجيانګ حکومت لخوا د پورته شويو ګامونو د ګړنديتوب سره سم کورني او بهرني سيلانيان په پر له پسې ډول شينجيانګ ته راځي چې په نتيجه کې د جهان کاروبار هم ښه شوی دی. د روان کال په لومړۍ نيمايي کې هغه د مرکزي چين د هه نان ولايت له يوې تصدۍ سره تړون لاسليک کړ او ددې تړون له مخې د جهان کاروبار له شينجيانګ څخه د چين نورو ځايونو ته پراخ شوی دی.

خبريال وليدل چې د بازار د ننوتلو په سر کې د سيلانيز شرکت لسګونه بسونه درېدلي وو او ډير کورني سيلانيان او د امريکا ، جاپان ، او دمنځنۍ اسيا د هېوادونو سيلانيان د شيانو اخيستلو لپاره دې بازار ته راغلي وو.

د شينجيانګ د نړيوال لوي بازار په اړه د سيلانيزو چارو د محدود شرکت مسئول مدير سون يو وويل چې سږ کال شينجيانګ ته د راغلو سيلانيانو شمېر زيات شوی دی او هره ورځ تقريبا لس زره تنه کورني او بهرني سيلانيان لوي بازار ته راځي. اوس په دې بازار کې د لسو زرو تنو په شمول ٣٥٠٠ سوداګريز شرکتونه يا شخصيتونه ميشته دي چې په سلو کې لس برخه له منځنۍ ، لويديځې او جنوبي اسيا څخه راغلي دي .

لوي بازار چې پخوا د هېوادونو ترمنځ د سوداګريز تګ راتګ مرکز و ، اوس له شينجيانګ سره د اشنايۍ او پيژندنې يوه مهمه لاره ګرځېدلې ده . پرته له دې نه په لوي بازار کې وړوکي سوداګر هم په تجارتي کاروبار بوخت دي .

شينجيانګ د ورېښمو نوې لارې په اوږدو کې د اقتصادي کمربند په مرکز کې واقع دی او اوسمهال په شينجيانګ کې لا زيات بهرني سوداګر او نور بهرنيان چې غواړي خپلې چارې جوړې کړي، هيله لري چې ددې ښه فرصت په نيولو سره له چين او د منځنۍ ، لويديځې او جنوبي اسيا له هېوادونو او سيمو سره خپلې سوداګرۍ پراخې کړي څو چې د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو اوابادولو په بهير کې لا زياتې ګټې تر لاسه کړي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای