CRI Online

د چين او پاکستان اقتصادی دهليز به دواړو هېوادونو ته ګټې ورسوي

cri     (GMT+08:00) 2015-08-28 16:22:43

د چين او د پاکستان تر منځ د په لس ګونو بيليارډو يوانو په ارزښت د همکاريزو يادښتونو د لاسليکېدو سره سره د د ورېښمو لارې د اقتصادی کمربند او د يوويشتمې پيړۍ د ورېښمو سمندرې لارې د تقاطع په نقطه کې د چين او پاکستان اقتصادی دهليز د همکارۍ مرکز ګرځيدلی دی.

د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادی دهليز په فورم کې چې په شينجيانګ کې تر سره شوی او دوه ورځې يې دوام درلود، د ١٠ بيليارډ او ٣٥٠ مليونو يوانو په ارزښت شل همکاريز يادښتونه لاسليک شوي چې د انرژۍ، بريښنايی قوې، د صنعتی مرکزونو په شمول ساحو کې د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ پروژې او د ښوونې، روزنې، درملنې، کرهنيزو چارو، د خلکو ژوند د اړتيا وړ توکيو او کلتور په ساحو کې همکارۍ شامل دي.

د چين د سوداګرۍ وزارت د پنځو کانونو د کيمياوي صنعت ټولنې مشر چن فنګ وويل په صنعتي چارو کې د چين او پاکستان تر منځ د همکارۍ پرمخبيول په ګډه سره د بحثونو، ابادۍ او د ګډو شريکولو له اصولو څخه څرګندوی کوي او ژر تر ژره د ګډو ګټو تر لاسه کول به د چين د ګاونډيو هېوادونو او چين د ګډې پرمختيا لپاره نمونوی رول ولوبوي.

د ته بيان ديان ګونګ په نوم شرکت په شينجيانګ کې تر ټولو لوی تصدی چې لوړ ساينس او تخنيکونه لري او دروند سمبال توليدوي. د روان کال په اپريل مياشت کې دغه شرکت په پاکتسان کې د لمري انرژۍ له لارې د بريښنا لومړی سټيشن جوړ کړ. د دغه شرکت اجرائيوی مشر هوانګ هان جي وويل دغه پروژه به پاکستاني خلکو ته واقعی ګټې ورسوي او د پاکې انرژۍ او سيانس او تکنالوژي په وسيله په باور وړ او لوړه اغيزمنه ډول به د پاکستان اقتصادي پرمختيا او د خلکو ژوند ته خدمتونه برابر کړي. دغه شرکت اوس د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز او ګاونډيو سيمو ته پاملرنه کوي او د صنعتي توان په هکله نړيوالې همکارۍ د شرکت د پرمختيا يو مهم هدف دی.

له کشغر څخه د لوړې سيمې، د غرونو درو او صحرا او په پای کې د ګوادر بندر له لارې سمندر ته په لاره کې او د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادی دهليز له لارې د سړکونو، اوسپنيزو لارو، ګازونو او بريښنايی لاينونو په ګډون سوداګريز دهليز د وريښمو لارې د اقتصادي کمربند او د وريښمو سمندري لارې کلي مرکز دی. د چين او پاکستان د همکارۍ په اينده کې به دواه خواوې د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د جوړېدو په مرکزيت د ګوادر بندر، انرژيو او بنسټيزو تاسيساتو ابادی او په صنعتي چارو کې همکارۍ ته د څلورو مهمو ټکو په توګه وګوري تر څو د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې د پرمختيا هڅونه وکړي او د پاکستان خلکو ته ګټې ورسوي.

اوسمهال د چين صنعتي چارې د شکل بدلون او پرمختيا په کلی پړاو کې دی. په پاکستان کې د فاريکو جوړول نه يوازې د چين د تصديو د نړيوال کېدو بلکې په پاکستان کې د صنعتي چارو د پرمختيا او ځايي اوسيدونکو ته د ګمارنې فرصتونو د رسولو هڅونه کولی شي. په ياد فورم کې لاسليک شوی همکاريز يادښتونه د توليد ځواکونو د انتقال له تمايل او لور څخه څرګندېږي.د پاکستان د هير او لوبې په نوم د اقتصادي مرکز مسئول شا فشار وويل د چين د پرمختيا تجربې او شکلونه به پاکستان ته ښې بيلګې ته برابرولی او په صنعتي چارو کې د چين او پاکستان تر منځ همکارۍ ته دايمی ګټې رسولی شي. هغه په دې هکله د سترګې په لار دی.

د چين د عصری نړيوالو اړکيو د انيټسټيوټ اړوندې مشرې چن فونګ ينګ وويل اوس په چين کې سترې پانګې، پرمختللي تکنالوژي او قوی توان لري او چين اوس د صنعتي کېدو بهير په منځنی او مخکنی پړاوی کې دی، خو پاکستان د صنعتي کېدو بهير په ابتدائی موده کې دی. د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز ابادۍ به د توليد انرژۍ د انتقال له لارې دواړو هېوادونو ته ګټوې ورسوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای